د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د تلپاتې سولې لپاره استوار ګامونه

۲۱ چنګاښ ۱۳۹۷

 

مجیب‌الرحمن لمر

افغانستان کې د سولې او امنیت په اړه د اسلامي علماوو نړیوال کنفرانس د چهارشنبې په ورځ پای ته ورسېد. دغه کنفرانس چې د اسلامي همکاریو سازمان په نوښت او د سعودي عربستان په کوربه‌توب جوړ شوی و، په پای کې د مکې اووه ماده‌ییزې اعلامیې په خپرولو سره په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلله، له وسله‌والو مخالفینو (بخصوص وسله‌وال طالبان) څخه یې د سولې غوښتنه وکړه، د جګړې په غندلو سره یې له ښکېلو غاړو غوښتنه وکړه چې په لومړي ګام کې دې اوربند وکړي او له هغې وروسته دې مخامخ خبرو ته کېني.

په‌دغه لیکنه کې د سولې بهیر ته لنډه اشاره شوې ده، ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع باندې رڼا اچول شوې او د اسلامي همکاریو سازمان د کنفرانس پر پایلو تم شوی یم.

 

د سولې بهیر

د طالبانو له نسکورېدو او د نوي نظام په ټینګښت سره باور دا و چې وسله‌وال طالبان د بیااحیا کېدو توان نه‌لري؛ خو د دووه-درېیو کلونو په تېرېدو د سیمې استخباراتو د وسله‌والو طالبانو پر بیااحیا لاس پورې کړ او د ۱۳۸۳ کلونو په لړ کې طالبانو په لیرې پرتو سیمو کې وسله‌وال مخالفت پیل کړ. د هرې ورځې په تېرېدو مخالفت زور اخیست، په پاکستان کې د مېشتو کډوالو له منځه سربازګیرۍ شدت موند او استخباراتي کړیو د جنګیالیو سربېره، د ځانمرګو روزنې ته هم ودانګل چې په ترڅ کې یې دغه کړۍ وتوانېدې د افغان حکومت او په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو لپاره لوی سرخوږی جوړ کړي.

دا چې د وسله‌والو طالبانو تر شا د سیمې استخباراتو لاس درلود؛ افغان حکومت وپتېیله چې د افغانستان کشالې حل لپاره پاکستان ته لاس اوږد کړي. د دغه چارې په ترڅ کې د پاکستانیانو او افغانانو په ګډون په کابل کې امن جرګه جوړه شوه او متعاقبا د سولې راوستو په هدف د سولې مشورتي جرګه دایره شوه. د سولې راتګ په پار د سولې مشورتي جرګې وړاندیز وکړ چې د سولې عالي شورا دې رامنځته او له وسله‌والو طالبانو سره دې د سولې خبرې پیل شي.

په ۱۳۸۹ کال کې د مخکیني جمهور رئیس ښاغلي حامد کرزي له لوري د سولې عالي شورا غړي معرفي شول او رسماً دغه شورا رامنځته کړی شوه؛ خو نه یوازې دا چې یادې شورا د سولې په برخه کې کوټلي ګامونه پورته نه‌کړل؛ بلکې د شورا مشر استاد برهان‌الدین رباني او یو شمېر غړي د طالبانو او سیمه‌ییزو استخباراتو د دسیسو ښکار شول او په شهادت ورسېدل. له‌دې سره د سولې لپاره پیل شوې هڅې تتې شوې. دغې چارې په هېواد کې د سولې راتګ پر یوه داسې ارمان بدل شو چې تحقق یې ناشونی برېښېده.

په ۱۳۹۳ کال کې افغانستان له دوو لویو ننګونو سره مخ و، له یوې خوا د جمهوري ریاست ټاکنې تر سره شوې او له بلې خوا په‌دغه کال کې په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د ماموریت بڼې بدلون وموند او په شمېر کې یې د پام وړ کموالی راغی. د ټاکنو په جنجالي کېدو او د بهرنیو ځواکونو په شمېر کې کمښت څخه ګاونډي هېواد اعظمي استفاده وکړه او په پراخه کچه یې دې نظریې ته لمن ووهله چې د افغانستان نظام نسکورېدونکی دی. له همدې امله و چې وسله‌والو طالبان دیکته شول چې د ښارونو د مراکزو سقوط، د ولسوالیو لاندې کول او د لویو لارو بندېدل په‌خپل جنګي لومړيتوب کې راولي.

که څه هم وسله‌والو طالبانو د دغو اهدافو تحقق لپاره هڅې وکړې او کندز له سقوط سره مخ شو؛ خو استخباراتي کړۍ او طالبانو ونه‌توانېدل چې خپلو ټاکل شویو اهدافو ته ورسېږي.

 

ملي یووالي حکومت او د سولې هڅې

د جمهور رئیس محمداشرف غني له‌خوا د پایداره سولې ټینګښت لپاره په پراخه کچه فعالیت پیل شو. په لومړیو کې جمهور رئیس د سولې نقشې لپاره د درېیو محورونو پر اماده کولو ټینګار وکړ: ملي اجماع، سیمه‌ییزه اجماع او بین‌المللي اجماع.

د ملي اجماع په هدف د ټولنې له بېلابېلو اقشارو سره سلا مشورې وشوې، د دوی نظریات واورېدل شول او د همدغو نظریاتو په رڼا کې له وسله‌والو طالبانو سره د سولې خبرو په هدف مخته لاړ. همداراز د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کېدو په هدف جمهور رئیس غني او نورو لوړپوړو افغان چارواکو ګاونډیو او د سیمې هېوادونو ته سفرونه وکړل چې په پایله کې یې له پاکستان پرته؛ ټولو هېوادونو د افغان حکومت او وسله‌والو طالبانو ترمنځ پر سولې ټینګار وکړ او هر یوه د خپل سهم د ادا کولو ژمنه وکړه. په ورته وخت کې د نړیوالې اجماع رامنځته کېدو په هدف هم هڅې وشوې چې په پایله کې د سیمې او نړۍ هېوادونو د افغانانو په مشرۍ او رهبریت د سولې پر پروسې ټینګار وکړ.

د ملي، سیمه‌ییزې او نړیوالې اجماع په رامنځته کېدو؛ د سولې په تړاو موجود ابهام له‌منځه لاړ. د ابهام د له‌منځته تللو په پایله کې و چې د جمهور رئیس غني له‌خوا د کابل پروسې په دویم کنفرانس کې چې تېرکال د کب په میاشت کې تر سره شوه، د سولې راتګ په هدف وسله‌والو طالبانو ته د مخامخ خبرو اترو د پیل وړاندیز وشو.

ولسمشر وړاندیز وکړ چې له قید او شرط پرته به وسله‌وال طالبان د سیاسي ګوند په توګه پېژندل کېږي، په اساسي قانون کې به تعدیل رامنځته شي، طالب زندانیان به له بند څخه ازاد کړای شي، ازادو ټاکنو ته به لاره هواره شي، پر وسله‌والو طالبانو به نړیوال بندیزونه لرې شي، د پخلا کېدونکو طالبانو امنیت به تامین شي او د لنډمهاله، منځمهاله او اوږدمهاله اهدافو او شرایطو ټاکلو په هدف به میکانیزم رامنځته کړای شي.

د وړاندیزونو له مطرح کېدو وروسته په اندونیزیا کې د افغانستان، پاکستان او اندونیزیا د دیني علماوو په ګډون لویه غونډه جوړه شوه چې په ترڅ کې یې په افغانستان کې روانه جګړه ناروا وبلل شوه او پر سولې ټینګار وشو. د اندونیزیا له کنفرانس وروسته شاوخوا درې‌زره (۳۰۰۰) تنه دیني عالمان په کابل کې راټول شول او د روانې جګړې پر ضد یې فتوا ورکړه. جګړه یې ناروا وبلله، ځانمرګي بریدونه یې حرام وګڼل، پر سولې یې ټینګار وکړ او له ښکېلو غاړو (افغان حکومت او وسله‌وال طالبان) څخه یې غوښتنه وکړه چې اوربند دې وکړي.

حکومت د دیني عالمانو دغې سپارښتنې ته د قدر په سترګه وکتل او په یو اړخیزه توګه یې اوربند اعلان کړ. په مقابل کې وسله‌والو طالبانو یوازې د اختر په درېیو ورځو کې اوربند وکړ. افغان حکومت د ښه نیت څرګندولو په هدف لس ورځې نور هم اوربند تمدید کړ؛ خو طالبانو دا کار ونه‌کړ او د جګړې پر دوام یې ټینګار وکړ.

 

په مکة‌المکرمه کې د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د علماوو کنفرانس

د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د علماوو دوه ورځني کنفرانس په پایله کې یو ځل بیا په افغانستان کې روانه جګړه حرامه وبلل شوه، پر سولې ټینګار وشو او له ښکېلو غاړو یې غوښتنه وکړه چې اوربند دې اعلان کړي. د کنفرانس په اعلامیه کې راغلي: «موږ په افغانستان کې روانه جګړه غندو او له ټولو ښکيلو خواوو غوښتنه کوو، چې د الله جل جلاله امر ته غاړه کيږي، جګړه دې ودروي ، د خپلو وروڼو ترمنځ دې سوله وکړي او د فتنې دغه بل شوی اور دې مړ کړي. په همدې اساس موږ پر افغان حکومت او د طالبانو پر تحريک غږ کوو چې اوربند ته غاړه کيږدي او مخامخ خبرو ته کېني.»

په اعلامیه کې همداراز راغلي دي: «بین‌الافغاني خبرې اترې تر ټولو غوره لار ده چې د افغان حکومت او طالبانو د تحريک ترمنځ شته کشاله هواره کړي، د مسلمان افغانستان اوسنۍ قضيه بايد د تفاهم او مخامخ سوله‌ييزو خبرو اترو له لارې حل شي ، موږ په‌دې برخه کې د سولې د برياليتوب لپاره د افغانستان د علماوو ورستيو هڅو درناوی او ملاتړ کوو، همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوريت د جمهور رئيس جلالتماب محمداشرف غني د هغه وړانديز تایيد کوو، چې د طالبانو تحريک ته يې په‌کې له قيد او شرط پرته د سولې د مخامخ خبرو بلنه ورکړې، همدارنګه د دې وړاندېر پر بنسټ د طالبانو تحریک د يو سياسي ګوند په توګه عمل کولی شي. موږ له طالبانو غواړو چې د افغانستان اسلامي حکومت دغه وړانديز ته مثبت ځواب ووايي او هيله کوو چې نور له تاوتريخوالي لاس واخلي او جګړه ودروي او د خبرو اترو ميز ته حاضر شي.»

وسله‌وال طالبان د دین په نامه راپورته شول؛ اما د استخباراتو په لومو کې پرېوتل. دغه ډله د دین په نامه د سیمې استخباراتو اهداف پر مخ وړي؛ خو د مسلمانانو له قبلې او دیني مرجعیت څخه د جګړې تحریم او پر سولې ټینګار، د وسله‌والو طالبانو دیني مشروعیت په بشپړه توګه له‌منځه یووړ.

 

پایله

د نورو هېوادونو د سولې تجربو ته په کتو، د تل‌پاتې سولې ټینګښت زیات وخت او لا هڅو ته اړتیا لري؛ خو د ملي یووالي حکومت هڅو دغه اوږد مزل رالنډ کړی او تمه دا ده چې په نږدې راتلونکې به د یوه ستر بدلون شاهدان واوسو. اوس‌مهال وسله‌والو طالبانو ته له قیدوشرط پرته مخامخ خبرو وړاندیز شوی، د جګړې دیني مشروعیت کاملا له‌منځه تللی دی او ټول افغانان او د سیمې او نړۍ هېوادونه په افغانستان کې د سولې پر راتګ متفق دي. د لومړي ځل لپاره د اسلامي هېوادونو د همکارۍ سازمان د یوه اسلامي هېواد په تړاو داسې کنفرانس دایر کړ، چې دا خپله د افغان کشالې د ژر تر ژره حل ارزښت په‌ډاګه کوي.

که څه هم د وسله‌والو طالبانو له‌خوا حتی د مکې مکرمې د کنفرانس له پرېکړو سره مخالفت شوی؛ خو باور دا دی چې وسله‌وال طالبان به خپل هغه جنګیالي له لاسه ورکړي چې د جنګ بنسټ یې ایډیالوژیک دی. له بلې خوا اوس‌مهال وسله‌وال طالبان د افغانستان او نړۍ له دیني عالمانو سره په تقابل کې دي. د دغه تقابل پایله به پر طالبانو او د دوی پر ملاتړي هېواد /هېوادونو فشار وي چې په ترڅ کې به یې دغه ډله او ملاتړي یې لا منزوي شي. له یوې خوا د دیني عالمانو فشار او له بلې خوا د مذاکرې میز ته د نه حاضرېدو په صورت کې د نظامي فشار دوام؛ دغه ډله له اضمحلال سره مخ کوي.


شریکول