د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

بروکسل کنفرانس ولې بریالی و؟

۲۷ چنګاښ ۱۳۹۷

سید غفوراحمد (جاوید)

په بروکسل کې د ناټو له سرمشریزې کابل ته تر راګرځېدو وروسته جمهور رئیس محمد اشرف غني په یوې خبري ناستې کې وویل، چې د ناټو سرمشریزه د افغانستان لپاره له لاسته راړونو ډکه غونډه وه او شپږ کاله د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ بېساری اقدام دی. د افغانستان او نړیوالو ملاتړو ترمنځ د یوې سړې څپې تر تېرېدو وروسته افغانستان ته د نړیوالو دا پاملرنه ځکه د ځانګړي اهمیت وړ ده، چې افغانستان یو وار بیا د نړۍ د توجه محراق وګرځېد او په ملاتړ سره یې په افغانستان کې جنګېدونکو وسله‌والو ډلو ته یو پیغام ولېږدېد، چې دوی هېڅکله هم نشي کولای د جګړې له لارې بریالي شي او له روان حالت څخه د وتو یوازینۍ لار خبرې اترې دي. دا چې دا ناسته ولې او څه ډول د افغانستان لپاره بریالۍ او له لاسته راوړنو ډکه وه، غواړم په دې لیکنه کې پرې بحث وکړم.

 

د امنیتي ځواکونو ملاتړ

تر ۲۰۱۴ کال وروسته د افغانستان لپاره تر ټولو مهمه موضوع د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو تمویل او تجهیز و. له یوه لوري ددې ځواکونو په وړتیاوو شک، چې آیا دوی کولی شي روانه جګړه مدیریت کړي او د نړیوالو باور ترلاسه کړي او کنه؟ له بل لوري د نړیوالو له لوري د افغان امنیتي ځواکونو تمویل، تهجیز او د مالي امکاناتو برابرولو اندېښنې، چې پخپل ذات کې ډېره اړینه موضوع ده. له افغانستان څخه د ۱۵۰۰۰۰ نړیوالو او امریکایي ځواکونو تر وتو وروسته اندېښنې دا وې، چې ګواکې نړیوال به نور افغانستان د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې یوازې پرېږدي او افغان ځواکونه به ونشي کولای، چې دا مسؤولیت پخپله غاړه واخلي او د جګړې سالم مدیریت وکړي. خو افغان امنیتي ځواکونو پخپلو سرښندنو سره لومړی نړۍ ته دا ډاډ ورکړ، چې دوی کولی شي د خپل هېواد امنیت خوندي کړي او بل د دوی سرښندنې یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د نړۍ د امنیت لپاره دي.

همدغه باور او د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف هڅې ددې لامل شوې، چې په وارسا او بروکسل کنفرانسونو کې د افغانستان د اقتصادي ټیکاو او د امنیتي او دفاعي ځواکونو پراخ ملاتړ ترلاسه شي. په وارسا کنفرانس کې د افغان ځواکونو د ملاتړ ژمنې تر ۲۰۲۰ کال پورې وې، خو په بروکسل کې بیا دغه مرستې تر ۲۰۲۴ کال پورې تمدید شوې. په دې کنفرانس کې د ناټو سازمان د هر غړي هېواد له لوري له افغان ځواکونو مننه وشوه، چې په ترهګرۍ ضد جګړه کې یې نه ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده. دوی یادونه وکړه، چې افغان ځواکونه د نړۍ د امنیت ټینګښت لپاره له ترهګرۍ سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې قرار لري. دا موضوع د افغانستان لپاره خورا زیات ارزښت لري، ځکه له یوه لوري په افغان امنیتي ځواکونو باور زیات شوی او له بل لوري نړۍ په دې قانع شوې، چې د افغان ځواکونو مبارزه د نړۍ د امنیت ټینګښت لپاره ده او نړۍ باید د هغوی د تمویل او تجهیز مسؤولیت پر غاړه واخلي. دوی همدا راز منلې، چې د هوایي ځواک د غښتلتیا په برخه کې د افغان ځواکونو ملاتړ وکړي او د هغوی ښوونې او روزنې ته به لا زیاته پاملرنه کوي.

د جمهور رئیس غني په وینا: ((د کنفرانس ګډونوالو ژمنه وکړه، چې له دې وروسته به مرستې د لومړیتوبونو او اړتیاوو پر اساس لګول کېږي، څو یې مؤثریت زیات وي.))

دا پخپله په تېرو څو کلونو کې تر ټولو لویه لاسته راوړنه ده، ځکه د مرستو د مؤثریت لپاره باید لومړیتوبونه پخپله د افغانانو له لوري په نښه شي، چې دا بیا په مرستو کې د فساد د مخنیوي ترڅنګ مخامخ د خلکو په ژوند کې د مثبت بدلون لامل ګرځي.

 

فساد ضد مبارزه

بدبختانه په تېرو څو کلونو کې نړیوالې ټولنې هر وخت له افغانستان څخه غوښتنه کوله، چې باید د فساد ضد مبارزه یې لومړیتوب وي او دا مبارزه باید اغېزناکې او څرګندې پایلې ولري. خو په وروستۍ غونډه کې لومړی ځل و، چې نړیوالو د فساد ضد مبارزې لپاره د توصیې پر ځای د مرستو پر مؤثر مدیریت او د لومړیتوبونو پر پېژندلو ټینګار وکړ. افغان حکومت له وړاندې د فساد ضد مبارزې په برخه کې ځینې اقدامات کړي، چې د بېلګې په توګه، په لومړي ځل په ملي دفاع او کورنیو چارو وزارتونو کې د اصلاحاتو راوستو لپاره عملي اقدامات شوي او دا هڅې د اړوندو وزارتونو په لوژستیکي قراردادونو کې د ۱۱ میلیارد افغانیو د سپما لامل شوې دي.

همداراز، د جنرالانو په کچه په فساد کې ښکېل چارواکي او مسؤولین د محاکمې مېز ته کش کړای شوي او سزا ورکړل شوې ده. د لوړ پوړو چارواکو لپاره ځانګړی عدلي او قضایي بنسټ جوړ شوی او ترڅنګ یې ولس او نړیوالې ټولنې ته د راپور ورکولو لپاره ټول قراردادونو اوس د ملي تدارکاتو کمېسیون په وېب‌سایټ کې خپرېږي، څو ټولو ته د پیسو لګولو او د قراردادونو اړوند مسایل روښانه او څرګند وي.

د سیګار د ارزونو پر اساس افغانستان د فساد ضد مبارزې له ۱۹ څخه د ۱۴ شاخصونو په عملي کولو بریالی شوی، چې دغه لاسته راوړنې د کنفرانس د ګډونوالو له لوري وستایل شوې او دا ځل هغوی افغانستان ته د فساد ضد مبارزې توصیه ونه کړه، بلکې هر غړي ټینګار وکړ، چې په دې برخه کې د افغانستان روانې هڅې مثمرې دي او باید دوام ومومي. همداراز د ناټو د سرمشریزې د ډېری ګډونوالو له لوري د اصلاحاتو په تړاو د ملي وحدت حکومت له لوري د پیل شویو اقداماتو ستاینه بله لویه لاسته راوړنه ښیي.

 

د سولې له پروسې ملاتړ

د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان لپاره درېیمه مهمه لاسته راوړنه دا وه، چې د یاد کنفرانس نږدې ټولو ګدونوالو په یوه خوله د افغان حکومت د سولې هڅې وستایلې او د ملاتړ ډاډ یې ورکړ. دوی د اختر په ورځو کې د افغان حکومت له لوري د اوربند نوښت وستایه او دا یې په افغانستان کې د بین الافغاني مذاکراتو د پیل لپاره یو اساس وباله، چې پخپله د سولې په تړاو د نړیوالې اجماع ښودنه کوي.

خوشبختانه د کنفرانس ټولو غړو د افغانستان د سولې لپاره مثبت نظرونه لرل او د افغانستان په ګاونډیانو یې غږ وکړ، چې له افغانستان سره د جګړې په پای ته رسېدو کې مرسته وکړي. د دوی په وینا، د افغانستان ثبات یوازې د افغانستان د ثبات لپاره نه دی، بلکې د سیمې او نړۍ لپاره دی او پرې ټینګار ښیي، چې پر وړاندې یې بې تفاوتي نړۍ ته نور د منلو وړ نه ده.

 

پایله

دا چې بروکسل کنفرانس د افغانستان لپاره ښې لاسته راوړنې لرلې، هماغسې چې پورته درېیو ته یې ما اشاره وکړه، نو اوس اړینه ده، چې موږ د یادو هېوادونو د مرستو د همغږۍ او پر ځای لګولو او د خپلو لومړیتوبونو مشخصولو لپاره د اصلاحاتو روان بهیر په شفاف ډول عملي کړو او د فساد ضد مبارزه، چې قاطع اکثریت یې ملاتړ کوي، همداسې پرمخ یوړل شي، څو له یوه لوري په کور دننه د بېوزلۍ او فقر په کمولو او له بل لوري په بهر کې د نړیوال مشارکت د رامنځته کېدو لامل وګرځي.


شریکول