د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

په تېرو درېیو کلونو کې د ملي وحدت حکومت بهرنی سیاست

۱۵ تله ۱۳۹۶

لیکوال: سید غفور احمد جاوید

کله چې جمهور رئیس محمد اشرف غني واک ته ورسېد، په کورنیو پرېمانه ستونزو سربېره یوه تر ټولو مهمه مسئله د افغانستان بهرنۍ اړیکې وې، چې د ځینو تېروتنو له امله دغه اړیکې کمزورې شوې وې او ددې وضعیت د دوام له امله له افغانستان د ناټو او په ځانګړي ډول د امریکا ملاتړ کمرنګه شوی و. په همدې دلیل له افغانستان سره په اقتصادي مرستو سربېره پوځي هغه هم کمې شوې وې. جمهوررئیس ددې ستونزو د حل لپاره د کورني سیاست تر څنګ بهرني سیاست ته هم پاملرنه زیاته کړه، څو یو وار بیا د پوځي او اقتصادي همکاریو په برخه کې افغانستان ته د نړیوالو پام را واړوي. 

همدې موخو ته د رسېدو لپاره جمهوررئیس له مختلفو لارو چارو هلې ځلې پیل کړې، دې هېوادونو ته یې سفرونه وکړل، په سیمه ییز کنفرانسونو کې یې فعال ګډون وکړ او کابل هم د ګڼو نړیوالو او سیمه ییزو کنفرانسونو کوربه شو، چې ددې ټولو په پایله کې افغانستان وتوانېد د باور رامنځته کولو دا کړۍ بېرته فعاله کړي.

په دې مقاله کې په اقتصادي همکاریو، سیمه ییزو او نړیوالو اړیکو او د افغانستان په تړاو د نړیوالو په ذهنیت خبرې کوو، چې هره برخه یې په لاندې ډول تشریح کېږي.

 سیمه ییزه اقتصادي همکاري

 افغانستان د خپل جغرافیوي موقعیت له امله ډېری وخت د سیمې هېوادونو د پوځي رقابتونو په ډګر بدل شوی دی، چې بدبختانه تېرو لسیزو جګړو یې ټول بنسټونه وران ویجاړ کړي. هر وخت د سیمې هېوادونو یوازې دا فکر کړی، چې څنګه کولی شي د جګړې له لارې په افغانستان او سیمه کې خپلې ګټې خوندي کړي، خو جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال ویلي و، چې غواړي افغانستان د سیمې او نړۍ لپاره په اقتصادي ډګر بدل کړي، څو له دې لارې سیمه سره ونښلول شي. همدې موخې ته د رسېدو لپاره ملي وحدت حکومت وتوانېد له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د حمل و نقل ګڼې لارې پرانېزي. د بېلګې په توګه په لاندې همدغو څو لارو خبرې کوو، چې له افغانستان څخه د اقتصادي ملاتړ په برخه کې څېړل کېدای شي.

۱. چابهار بندر:

د ملي وحدت حکومت پر مهال افغانستان، ایران او هندوستان د چابهار بندر جوړېدو هوکړه لیک لاسلیک کړ، چې په ترڅ کې یې ۲۰ افغان شرکتونو دغلته ۴۵ هکټاره ځمکه اخیستې. په ورته مهال د درېیواړو هېوادونو یوه کمېټه رامنځته شوه، څو وکولای شي د هوکړه لیک له مخې د ترانزیټ او ګمرکاتي خدمتونو مسایل عملي کړي.

۲. کاسا زر:

د کاسا زر پروژې د ساختماني چارو په پرانسته، چې د برېښنا لېږد دی، غړي هېوادونه له قرغزستان او تاجکستان څخه افغانستان او پاکستان ته د برېښنا په لېږد بریالي کېږي. ددې پروژې په عملي کولو سره به افغانستان د مرکزي او سویلي آسیا د نښلولو یوه تر ټولو مهمه نقطه شي.

۳. رېل پټلۍ:

د نړیوالې اسیایي رېل پټلۍ پرانسته؛ د اتامراد – امام نظر- اقینه او اندخوی ترمنځ.

له ایران څخه هرات ولایت ته د رېل پټلۍ راتلل او له دې لارې له افغانستان سره د ایران نښلېدل.

په لومړي وار له ازبکستان څخه چین ته د رېل پټلۍ له لارې د افغان سوداګرو د مالونو لېږد.

۴. ټاپي:

د افغانستان ملي ګازو او د ILF نړیوالو شرکتونو ترمنځ د ټاپي پروژې د لومړۍ برخې عملي کولو هوکړه لیک لاسلیکېدل. په دې هوکړه لیک کې د پروژې د امنیت تامین، طرحه، ډیزاین، د چاپيریال ساتنې او ټولنیزې برخې مطالعه، ماین پاکي او د هغو سیمو د استملاک په اړه جزیات او معلومات دي، چې له هغو څخه ټاپي تېرېږي. ټاپي د سویلي او مرکزي آسیا د نښلولو یوه تر ټولو مهمه پروژه ده، چې په پلي کېدو سره به یې نه یوازې په سیمه کې اقتصاد وغوړېږي، بلکې د دوو سیمو یعنې سویلي آسیا او مرکزي آسیا هېوادونو او ملتونو ترمنځ به د باور فضا هم رامنځته شي.

۶. د لاجوردو لار:

د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې د ۲۰۱۶ د نومبر په ۱۵ او ۱۶ د لاجوردو لار تر عنوان لاندې د افغانستان، ترکمنستان، اذربایجان، ګرجستان او ترکیې ترمنځ ترانسپورټي، سوداګریز او ترانزیټي هوکړه لیک لاسلیک شو، څو د اړوندو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ د پرمختګ او سوداګرو ته د اسانتیاوو زمینه برابره شي.

ددې ترڅنګ افغانستان وتوانېد د تراسیکا او د آسیا زېربنایي پانګونې بانک غړیتوب هم ترلاسه کړي. تراسیکا د اروپا، قفقاز او مرکزي آسیا ترمنځ ترانسپورټي دهلېز دی.

۶. له هند سره د هوایي دهلېز رامنځته کول:

له هند سره د هوایي دهلېز رامنځته کول د افغانستان د وچې او تازه میوې لپاره یو اړین ګام دی، څو افغان سوداګر وکولای شي له دې لارې خپله وچه او تازه میوه په وخت د هند بازارونو ته ورسوي. ددې ټولو ترڅنګ هند په سیمه ییزه کچه هغه هېواد دی، چې له افغانستان سره یې تر ټولو زیاتې مرستې کړې دي. د افغانستان تازه میوو صادرولو ته د زمینې برابرول هم له افغان حکومت سره د هند د یو میلیارد ډالر بلاعوضه مرستې یوه برخه جوړوي.

 سیمه ییزې سیاسي لاسته راوړنې

 ۱ـــ د اسیا زړه ۶ کنفرانس:

د اسیا زړه کنفرانس شپږمه غونډه د ۲۰۱۶ کال د ډسمبر په ۴ په هند کې ترسره شوه. په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ هېوادونو او نړیوالو سازمانونو په سیاسي برخه کې د افغانستان ملاتړ اعلان کړ او ترڅنګ یې پاکستان د ترهګرو د یوه ملاتړي هېواد په نوم ونوماوه. په دې کنفرانس کې، په ښکاره په افغانستان کې د نړیوالو له ماموریت څخه ملاتړ وشو او همدا راز د سیمې په هېوادونو هم غږ وشو، څو د سیمه ییز ثبات لپاره د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د افغانستان همکاري وکړي.

۲ـــ ریکا ۶ کنفرانس:

د ۲۰۱۵ کال د ډسمبر په ۳ او ۴ په کابل کې د ریکا کنفرانس د ۳۰ سیمه ییزو او نړیوالو هېوادونو او ۴۰ نړیوالو سازمانونو د استازو په ګډون ترسره شو. ریکا چې د افغانستان او مرکزي آسیا ترمنځ د اقتصادي همکاریو د زیاتوالي په موخه رامنځته شوی، په کې ټینګار وشو، چې سیمه ییزه اقتصادي همکاري باید پراخه شي او دا له دې امله، چې په سیمه کې به ورسره په اقتصادي، سیاسي او پوځي ثبات هم مثبت اغېز وکړي.

۳ ـــ له مرکزي آسیا هېوداونو سره اړیکې:

موږ وتوانېدو چې له مرکزي آسیا هېوادونو سره ښې او د ګډو ګټو پر بنسټ ولاړې اړیکې ولرو او دا پیغام ورته ورسوو، چې د افغانستان او مرکزي آسیا هېوادونو لکه تاجکستان، قزاقستان، ترکمنستان، ازبکستان او قرغزستان اقتصادي پرمختګ د افغانستان له ثبات او اقتصادي پرمختګ سره تړلی دی او موږ کولی شو په ګډه د سیمې اقتصادي ټیکاو او پرمختګ لپاره کار وکړو.

۴ ـــ د افغانستان په اړه سیمه ییزه اجماع:

ملي وحدت حکومت د سیمې هېوادونو ته ثابته کړه، چې په افغانستان کې ترهګري ټولې سیمې ته ګواښ دی او دلته نا امني د سیمه ییز اقتصادي پرمختګ پر وړاندې عمده ستونزه ده. په دې لړ کې چین په لومړي ځل د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سولې او اړیکو ښه کېدو ته تیاری وښود او خپل د بهرنیو چارو وزیر یې د خبرو اترو لپاره را واستوه. همدا راز په چین کې د برېکس په وروستي کنفرانس کې، چې ګډونوال یې چین، هند، روسیه، برازیل او سویلي افریقا دي، په ښکاره ترهګري وغندله او ترهګرۍ ضد مبارزه کې یې د افغانستان ملاتړ اعلان کړ. دا په ښکاره په سیمه کې د افغانستان په اړه د هېوادونو د ذهنیت د بدلون ترڅنګ په اوږد مهال کې له افغانستان څخه د سیمه ییزې اجماع ملاتړ ښیي.

ددې ترڅنګ افغان حکومت د شانګهای کنفرانس غونډو کې فعاله ګډون وکړ او هلته یې د افغانستان موقعیت او اهمیت د سیمې او شانګهای غړو هېوادونو ته روښانه کړ او په دې برخه کې یې د شانګهای سازمان ملاتړ هم تر لاسه کړ.

 نړیواله همکاري

 له افغانستان سره د نړیوالو همکاریو چوکاټ په سیاسي او امنیتي برخه کې په همکاریو سره پیلوو، چې په دې برخه کې افغانستان په تېر درې کلن مزل کې پام وړ لاسته راوړنې لرلې دي.

ملي وحدت حکومت د امنیتي او سیاسي ملاتړ او ډاډ ترلاسه کولو لپاره تر هر څه وړاندې له امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک کړ، څو وکولای شي د اوږدمهال لپاره په سیاسي، پوځي او اقتصادي برخه کې د امریکا متحده ایالتونو ملاتړ خپل کړي او د افغانستان د ثبات لپاره د هغوی له اوږدمهالي شتون ګټه پورته کړي.

۱ ـــ وارسا کنفرانس:

ملي وحدت حکومت لپاره دا تر ټولو ډېره مهمه وه، چې څنګه وکولي شي د خپلو امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره سرچینې پیدا کړي. د ۲۰۱۶ کال په جولای کې د پولېنډ په پلازمېنې وارسا کې د نړیوالو هېوادونو په ګډون د افغانستان د امنیتي ځواکونو د ملاتړ په موخه کنفرانس جوړ شو، چې په ترڅ کې یې نړیوالو تر ۲۰۲۰ کال پورې هر کال له افغان امنیتي ځواکونو سره د ۴٫۵ میلیارد ډالرو د ورکړې اعلان وکړ او ترڅنګ یې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې او ملاتړ په برخه کې د ۱۱ زره نړیوالو ځواکونو د پاتې کېدو موده هم وغځوله.

ددې ټولو ترڅنګ افغانستان وتوانېد له امریکا متحده ایالتونو A28 سوپر ټوکانو جنګي الوتکو ترڅنګ MD530 او بلک هاک چورلکې هم ترلاسه کړي. په ورته وخت هند هم په پوځي برخه کې MI24 چورلکې افغانستان ته ورکړې، چې په دې سره د افغانستان د هوایي ځواکونو په ظرفیت کې پام وړ بدلون رامنځته شو.

۲ ـــ د امریکا متحده ایالتونو نوې پوځي ستراتېژي:

د امریکا متحده ایالتونو نوي ولسمشر سږ کال د افغانستان لپاره نوې ستراتېژي اعلان کړه، چې په دې کې د امریکایي عسکرو لپاره له افغانستان څخه د وتو نېټې نه څرګندول، په اقتصادي، سیاسي او پوځي برخه کې له افغانستان څخه ملاتړ او ترڅنګ یې په لومړي ځل د پاکستان منزوي کېدل او د ترهګرۍ د یوه ملاتړي هېواد په توګه یې د نوم اعلانول، هغه لاسته راوړنې دي، چې له تېرو ۱۶ کالو یې افغان حکومت او افغانانو غوښتنه لرله.

۳ ـــ د اسلامي همکاریو سازمان غونډه:

د ۲۰۱۶ کال په اپرېل میاشت کې د اسلامي هېوادونو د همکاریو سازمان له لوري په یوه ناسته کې د افغانستان د اړیکو پراختیا او له افغانستان څخه د ملاتړ په موخه ناسته ترسره شوه، چې ددې کنفرانس ټولو غړو په یوه خوله له افغانستان څخه ملاتړ اعلان کړ.

د دې ترڅنګ د ۲۰۱۷ کال د سپټمر په ۱۰ جمهوررئیس داسلامي هېوادونو د مشرانو په هغه کنفرانس کې ګډون وکړ چې د ساینس او ټکنالوژۍ تر عنوان لاندې په قزاقستان کې جوړ شوی و. جمهوررئیس په دې کنفرانس کې د خپلې وینا په ترڅ کې د ساینس او ټکنالوژۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. همدارنګه د یو شمېر هېوادونو مشرانو له افغانستان سره د ښو اړیکو او مرستو په اړه هم خبرې اترې وکړې.

 نړیوالې اقتصادي مرستې

 د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۵ د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې د ۷۵ هېوادونو او ۲۶ نړیوالو سازمانونو په ګډون د افغانستان د اقتصادي ملاتړ په موخه کنفرانس جوړ شو، چې په ترڅ کې یې نړیوالو تر ۲۰۲۰ کال پورې له افغانستان سره د ۱۵٫۲ میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه. همدا راز د کنفرانس ګډونوالو له افغانستان څخه خپل سیاسي ملاتړ هم اعلان کړ.

د G7+ څلورمه ناسته:

دغه ناسته په کابل کې په دې موخه جوړه شوه، څو د اړوندو هېوادونو ترمنځ د حکومتوالۍ او اقتصادي پرمختګ په برخه کې تجربې سره شریکې شي.

 د افغانستان په اړه د نړیوال ذهنیت بدلون

 د سیمې او نړۍ هېوادونو ته د یوه همکار او شریک افغانستان تصویر وړاندې کول. د ملي وحدت حکومت په راتګ سره جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې وتوانېد، چې د افغانستان سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو ته ثابته کړي، چې د افغانستان جګړه سیمه ییزه او نړیواله ده او موږ له ترهګرۍ سره په دې جګړه کې په لومړۍ کرښه کې ځای لرو. په همدې دلیل باید له موږ سره همکاري او مرستې وشي، څو په ګډه دا جګړه وګټل شي. همدې مسلې په سیمه ییزه او نړیواله کچه د افغانستان تصویر بدل کړی، د بېلګې په توګه د امریکا متحده ایالتونو اوږد مهالی ملاتړ، د سعودي عربستان له لوري د ترهګرۍ غندل او ترڅنګ یې د سیمه ییزو هېوادونو له لوري د افغانستان د سولې پروسې ملاتړ او اجماع رامنځته کېدل. پر دې ټولو سربېره په لومړي ځل د نړۍ او سیمې له لوري د ترهګرۍ د پاللو او روزلو د ځایونو په نښه کول، د افغانستان د برحقه ادعاوو ملاتړ ښیي.

 پایله:

له شته ټولو ننګونو سره په پورته هر چوکاټ کې د ملي وحدت حکومت پام وړ لاسته راوړنې ښیي، چې افغانستان یو وار بیا ځان د سیمه ییز او نړیوال چوکاټ د یوې عمده برخې په توګه مطرح کړ. سیمه ییز او نړیوال باور بېرته ترلاسه شو او اوس په کار ده، چې له دې باور څخه په ګټنې د افغانستان د ثبات او اقتصادي پرمختګ لپاره کار واخیستل شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د لوړې له ورځې تر ټولو مهم کار دا و، چې څنګه وکولای شي له نړیوالو، سیمه ییزو او اسلامي هېوادونو سره اړیکې پیاوړې کړي او رامنځته شوی واټن له منځه یوړل شي. ځکه همدغه واټن د بې باورۍ او مرستو ځنډېدو لامل شوی و.


شریکول