د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

برېښنایي حکومتولي د څه لپاره؟

۰۷ وږی ۱۳۹۶

لیکوال: سید غفور احمد جاوید

 معلوماتي ټکنالوژي او د هغه پر مټ د حکومتوالۍ رامنځته کول هغه څه دي، چې د نړۍ د پرمختګ یو ستر لامل ګڼل کېږي. په اوسنۍ نړۍ کې د اړیکو چټکتیا او د اداري چارو اسانتیا هغه څه دي، چې هېوادونه او ملتونه یې له یو بل سره نښلولي دي، ددې ترڅنګ یې راکړه ورکړه او سوداګري هم اسانه کړې ده.

اوس که د نړۍ تر ټولو پرمختللي هېوادونه ګورو یو علت یې د برېښنایي حکومتوالۍ او ترڅنګ یې د اداري پروسو اسانتیا ده، چې  له امله یې دغو هېوادونو په مختلفو برخو کې چټک پرمختګ کړی، نو دې مسایلو ته په کتو متاسفانه افغانستان د تېرو څلویښت کلنو جګړو له امله له دې پرمختګ وروسته پاتې دی.

که څه هم برېښنایي حکومتوالي لازمو بنسټونو ته اړتیا لري، خو د افغانستان دولت د چاپیریال او له نظام څخه بهر بدلونونو په درک سره، خلکو ته د ځواب وینې لپاره، خپل فعالیتونه د برېښنایي حکومتوالۍ پر اساساتو برابر کړي دي. ملي وحدت حکومت هڅه کوي له فایبر نوري د ګټې اخیستو په پراختیا، د برېښنایي حکومتوالۍ رښتینی بنسټ جوړ کړي، هغسې چې جمهور رئیس محمد اشرف غني تل پر دې موضوع ټینګار کړی دی.

ملي وحدت حکومت د دولتي ادارو او د برېښنایي حکومتوالۍ د غښتلتیا لپاره له ټکنالوژۍ د استفادې په برخه کې، لومړني ګامونه پورته کړي دي. د معلوماتي ټکنالوژۍ پر اساس سیستمونه طرح او تطبیق شوي، چې دغو سیستمونو د هېواد په مختلفو برخو کې ادارې له یو بل سره نښلولې دي. همدا راز د اداري چارو، بشري سرچینو، تدارکاتي چارو، مالي او ... د پرمخ وړو لپاره ملي وحدت حکومت توانېدلی، بیروکراسي ساده کړي، د وخت او انرژۍ د ضایع کېدو مخه ونیسي او مالي لګښتونو کې کموالی راولي.

په ورته مهال خلکو ته د خدمتونو د ترسره کولو په برخه کې هم ډېری اقدامات ترسره شوي دي. د تذکرو، پاسپورټونو، جوازونو او ... په صادرولو کې هم اساسي بدلونونه لیدل کېږي، چې د پروسو د ساده کېدو ښودنه کوي. همدا راز په بل اړخ کې، چې معلوماتو ته د خلکو د لاسرسي حق دی، له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په اغېزناک ډول ګټه اخیستل کېږي او له مختلفو خنډونو سره هم، معلوماتو ته لاسرسی پام وړ چټک او اسانه شوی دی.

له هغه ځایه چې په دې برخه کې پرېمانه بېلګې شته دي او په یوې مقالې کې یې رانغاړل امکان نه لري، دلته یوازې د یوې بېلګې په توګه د «اسان خدمت» یادونه کوو، چې خلکو ته د غوره خدمتونو د وړاندې کولو په برخه کې د حکومت اراده تثبیتوي.

 'اسان خدمت' څه دی او څه ډول خدمتونه وړاندې کوي؟ 

د پورته اسانتیاوو رامنځته کولو لپاره مالیې وزارت له ازربایجان سره د 'اسان خدمت' په نوم په داسې یوه ماډل کار پیل کړ، چې برېښنایي حکومتوالي چټکه او خلکو ته د خدمتونو وړاندې کولو کې لا ډېرې اسانتیاوې رامنځته کړي

ازربایجان په سیمه او نړۍ کې یو هغه هېواد دی، چې ددې سیستم پر مټ یې په ملکې خدمتونو کې د ملګرو ملتونو جایزه تر لاسه کړې. اسان خدمت د عامه خدمتونو د وړاندې کولو لپاره یو داسې سیستم دی، چې د (One –Stop shop) په نوم فعالیت کوي او هدف یې دا دی، چې یو افغان وکولی شي په یوه مرکز کې ټول هغه خدمتونه تر لاسه کړي، چې په ورځنیو چارو کې ورته اړتیا لیدل کېږي لکه پاسپورټ، برېښنایي پېژند پاڼه، د ګرځېدو جواز ، لېسانس، نکاح پاڼه، طلاق پاڼه، د کورنیو او بهرنیو وګړو د کار جواز، تقاعد، د مالیې ورکولو نمبر TIN، بیمه، د بهرنیو وګړو د ویزې موده غځول، په پېژند پاڼو کې بدلونونه، د بهرنیو وګړو ثبت، د نړیوالو سندونو تصدیق، د حقوقي او ټولنیزو اسنادو تصدیق او د ملي تحصیلي اسنادو تصدیق

دا سیستم پورته یاد شوي اسناد په یوه مرکز کې وړاندې کوي او هر افغان چې وغواړي له دې اسنادو یو یې تر لاسه کړي اړتیا به نه وي، چې اونۍ او میاشتې انتظار وباسي، بلکې یوازې به هلته ورځي، فورم به ډکوي او د فورم تر ډکولو او قانوني پروسې ترسره کولو وروسته به، خپل اسناد ترلاسه کوي

ددې ترڅنګ چې دا مرکز پریمانه اسانتیاوې رامنځته کوي اهمیت یې دا هم دی، چې ورسره له بیروکراسۍ مخنیوی کېږي. وړاندې به یو کس مجبور و د یو عادي سند لپاره هم څو ګونو ادارو ته اسناد د تصدیق لپاره یوسي، خو په اسان خدمت سره دا ټول کارونه په یوه دفتر او یو ځایي ډول ترسره کېږي. د بیروکراسۍ ددې پروسې را لنډول شفافیت زیاتوي، د فساد مخه نیسي او ورسره د وخت له ضایع کېدو او زیاتو لګښتونو هم مخنیوی کوي

'اسان خدمت' تر اوسه څه کړي دي؟

د ۱۳۹۵ کال د چنګاښ په ۲۲ د افغانستان د مالیې وزارت او ازربایجان جمهوریت تر نظارت لاندې د جمهوررئیس په حکم د عامه خدمتونو او ټولنیزو نوښتونو ملي ادارې ترمنځ یو هوکړه لیک لاسلیک شو او تر همدې هوکړه لیک وروسته اسان خدمت په افغانستان کې خپل فعالیتونه پیل کړل.

دې ادارې تر اوسه په مختلفو برخو کې فعالیتونه کړي دي، چې له امله یې تر دې دمه ددې ادارې کارپوهانو د ۷ ادارو ۴۸ عامه خدمتونو پروسې مطالعه کړې دي، چې تر اوسه یې د پاسپورټ او پېژندپاڼې په ګډون د ۲۵ عامه خدمتونو پروسو ساده کولو کار پیل کړی او یو شمېر یې بشپړې شوې هم دي.

ددې ترڅنګ یادې ادارې تر اوسه د کار، ټولنیزو چارو، شهیدانو او معلولینو وزارت سره په ګډه د بازار معلوماتي سیستم او اسانو دندو تر عنوان لاندې د پروسو کارونه د بشپړېدو په درشل کې دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې پرانسته وشي. ددې سیستمونو په رامنځته کولو سره به یاد وزارت وتوانېږي په ډیرې اسانۍ په افغانستان کې د بشري ځواک دقیقه احصائیه تر لاسه کړي او تر څنګ به یې افغانان وکولی شي د خپلو لنډو سوانحو په ثبتولو سره په اسانۍ دندې او روزنیزو ورکشاپونو ته لاسرسی ومومي.

ددې ټولو ترڅنګ یادې ادارې تر اوسه خپل لسګونه کارکوونکي ازبایجان ته استولي، څو په دې برخه کې مسلکي زده کړې ترلاسه کړي او ترڅنګ به یې یادې ادارې ته په پنځه جریبه ځمکه کې ودانۍ هم جوړه شي، چې له نړیوالو نورمونو سره به برابره وي. ددې ترڅنګ د حقوقي حیثیت خپلولو لپاره د اسان خدمت ادارې د قانون مسودې چمتو کولو کار هم دوام لري، چې د روان کال تر نیمایي به بشپړه شي.

پایله:

د ښې حکومتوالۍ په برخه کې له معلوماتي ټکنالوژۍ څخه په ګټنې د پروسو ساده کول دا زمینه برابروي، چې فساد کم شي او د پیسو، وخت، انرژۍ، بشري ځواک او ... په مصرف کې سپما وشي، چې پر اساس یې د حکومت خدمتونه غښتلي کېږي او خلکو ته د خدمت کولو اراده عملي بڼه خپلوي. د دغسې یوې کړنلارې په رامنځته کېدو په حکومت د خلکو د باور او رضایت کچه لوړېږي او د خلکو او حکومت ترمنځ د واټن کمولو لامل ګرځي. هغه حکومتونه چې توانېدلي له مختلفو وسیلو لکه د ښې حکومتوالۍ لپاره له معلوماتي ټکنالوژۍ استفاده کړې، په نړیواله کچه هم له غوره باور څخه برخمن شوي او په نړیوالو سیاسي تعاملاتو کې یې هم غوره ځای خپل کړی دی. ملي وحدت حکومت ددې موضوع په درک، په دې لاره حرکت پیل کړی او د خلکو په همکارۍ به، دې لویو ارمانونو ته رسېدل اسان او د ترلاسه کېدو وړ وګرځي.


شریکول