د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

په واک کې د ولسي ارادې تمثیل

۲۲ چنګاښ ۱۳۹۶

لیکوال: سید غفور احمد «جاوید»

دا چې افغانستان یو ډیموکراتیک نظام لري، نو د قدرت سرچینه یې هم د اساسي قانون پر اساس په خلکو پورې اړه لري او همدا خلک دي، چې جمهور رئیس، پارلمان او ولایتي شوراګانې ټاکي او هغوی بېرته ولس ته په خدمت کولو د ولسواکۍ دا دایره بشپړوي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني د ولسمشریزو ټاکنو پر مهال پخپل منشور کې ویلي و: «له شخړو او ننګونو څخه د راوتو لپاره باید ولسي حکومت رامنځته شي. ولسي حکومتونه د ځان غوښتونکو حکومتونو برعکس د خلکو په اراده ولاړ وي.»(1)
د جمهوررئیس غني ددې څرګندونو موخه دا وه، چې څنګه کولي شي د هېواد په مختلفو مسئلو او برخو کې د خلکو نظرونه له ځان سره ولري او خلکو سره په توافق وکولي شي ستونزو ته په ګډه حل لاره پيدا کړي، ځکه د یوه هېواد د ستونزو حل د دولتونو او خلکو ګډ مسوولیت دی.

په پرېکړو او مسایلو کې د ولسي ارادې د ګډون ګټه او اړتیا څه ده؟
د افغانستان د اساسي قانون پر بنسټ په افغانستان کې واک په خلکو پورې اړه لري او د خلکو په رایه په هرو پنځو کلونو کې باید جمهور رئیس وټاکل شي. همدا خلک دي، چې پخپله خوښه د خپلې خوښې وړ کاندید ته رایه ورکوي، څو په دې ډول وکولای شي د خپل ژوند د هوساینې لپاره یو وړ کس وګماري او د ستونزو د حل مسوولیت ور وسپاري. دا شخص د ځانګړو قانوني معیارونو پر اساس ګمارل کېږي. د ټولنې عیني شرایطو ته په کتو ځینې نور شرایط هم شته، چې مسوولیت اخیستونکی شخص باید ورسره ځان برابر کړي. نوموړی باید په مختلفو برخو کې پياوړي او کار وړ پروګرامونه ولري، کله چې خلکو په همدې شرایطو برابرو کسانو ته د واک مسوولیت ور وسپاره، نو هغوی بیا حق لري په لویه کچه پرېکړو خبر شي او ورسره ځان شریک کړي
همدې اصل ته په پام، جمهوررئیس د بدلون او دوام ټیم په منشور کې دې ته ښکاره اشاره کړې، چې بدلون زموږ د ټولنې له بنسټیزو اړتیاوو ګڼل کېږي، ځکه «د یوه سیاسي او ولسواک نظام لرونکي یوو، دې نظام د چوکاټ له مخې، له ټولنیز پلوه په بېلابېلو برخو کې د ولس د پراخ ګډون ضمانت کړی دی، خو د منځپانګې له مخې لا هم بنسټیزو او ژورو بدلونونو ته اړتیا لرو، چې د ولس دا ګډون د فکري، ادبي، کلتوري او ډله ییز چلند له ملاتړه برخمن او له هر ډول زورواکۍ، ځان غوښتنې او نا ولسواکو چلندونو خوندي کړای شي.»(2)
ددې ترڅنګ د اتباعو یو بل حق دا دی، چې له خپل حکومت څخه د پوښتنې حق لري او کولی شي خپل حکومت وپوښتي.
جمهور رئیس په خپل منشور کې دې مسلې ته په روښانه ټکو اشاره کړې او ویلي یې دي: «يو بل حق چې ټول اتباع معنی داره کوي، له دولته د پوښتنې حق دی. افراد حق لري، له دولته وپوښتي، چې د خپلو اتباعو پر وړاندې یې خپله وجیبه څه ډول عملي کړې؛ بيت المال يې څه وړ مصرف کړی؛ د خپلو ورسپارل شويو دندو او ژمنو په ترسره کولو کې څومره موفق و؛ او له خپلو کړنو څخه ملت ته د دولت د مشروعيت د منبع په حيث څه ډول راپور او حساب ورکوي. ځکه نو، د حساب غوښتلو حق د اتباعو له سياسي حقونو څخه يو مهم حق دی او دغه حق زموږ په حکومت کې په اساسي او بنسټيز ډول په پام کې نيول کېږي.»(3)
همدې اصولو ته په کتو او په هېواد کې روانو امنیتي حالاتو ته په پاملرنه ددې وضعیت مهارولو، په نظام کې د اصلاحاتو راوستو او د خلکو غوښتنو او هیلو ته د رسېدو لپاره جمهوررئیس غني له تېرې یوې میاشتې راهیسې د هېواد د بېلابېلو قشرونو له استازو سره کتلي او په واک کې د ولس د ارادې شاملولو دغه بهیر اوس هم دوام لري. تر اوسه د مدني ټولنو له استازو، سیاسي ګوندونو، د ښځو او علماوو له ټولنو او جهادي او مختلفو قشرونو له استازو سره لیدل شوي او له امنیت نیولې تر اقتصاد او سیاسي مسایلو پورې، ترې مشوره اخیستل شوې ده.
د جمهور رئیس په باور، کله چې خلک په مسایلو کې شریک شي او حکومت دوی ته د یوه منظم او مشخص چوکاټ پر اساس د خپلو کړنو معلومات ورکړي، نو ستونزو ته د حل مناسبه لار موندل کېږي او د ولس او حکومت ترمنځ فاصله نه رامنځته کېږي. ددې ترڅنګ په دې کار سره به د ملي پروګرامونو عملي کولو کې هم د خلکو نظر واخیستل شي، چې دا ډېر مهم او ګټور اصل دی.(4)

پایله:
د پورته یادو شویو ټولو مسایلو په رڼا کې، جمهوررئیس غني هڅه کوي د حکومت او خلکو ترمنځ فاصله له منځه یوسي او په عملي ډول ولس ته د واک سرچینه وسپاري. د ډیموکراسۍ د اصولو په رڼا کې د خلکو د نظر اخیستل او په ملي او مهمو مسایلو کې د هغو د ارادې شاملول د ژوندیو او ځواب ویونکو دولتونو له ځانګړنو بلل کېږي. د خلکو د همکارۍ جلبول او پر نظام د باور ساتلو لپاره هم په واک کې د خلکو د ارادې شاملول مهم بلل کېږي.
د همدې مسایلو په رڼا کې ثابتېږي، که په واک کې د خلکو اراده شامله شي، نو هغوی بیا کله هم خپل نظام ته د بادار په سترګه نه، بلکې د یوه خدمتګار په سترګه ګوري
دا چې موږ اوس په سیاسي، امنیتي او اقتصادي برخو کې د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ له ځان سره لرو او ددې ترڅنګ د جمهوررئیس په وینا، چې موږ د نړۍ له ترهګرو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې ښکېل یوو او عملاً دا مهال له ۲۰ ترهګرو ډلو سره جګړه کوو، دوی هڅه کوي له موږ هر څه واخلي او یو وار بیا د هېواد د پرمختګ مخه ډب کړي. دوی ددې کارونو په ترسره کولو هڅه کوي حکومت لا کمزوری کړي، نو دا وخت موږ ته په کار دي، چې لا ډېر یو موټی شوو، څو وکولای شوو ستونزې په ګډه مهار کړو او ورته حل لار پیدا کړو.
د افغانستان د ادارو ځوانولو پروګرام په لړ کې هم په ځانګړي ډول له ځوانانو سره په حکومتوالۍ کې سلا مشورې کولای شي مخ پر وړاندې تګ ته لار پرانېزي او په دې توګه په اصلاحاتو کې د ولس ملاتړ ترلاسه کېدای شي.


سرچینې:
۱ـ د بدلون او دوام ټیم منشور ،۱۳۹۲- کب – مخ ۱۰ 
۲ـ د بدلون او دوام ټیم منشور ۱۳۹۲ـ کب ـ مخ ۱۲ 
۳ـ د بدلون او دوام ټیم منشور ۱۳۹۲ ـ کب ـ مخ ۱۰۰ 
۴ـ http://ocs.gov.af/dari/3526/


شریکول