د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

استانبول پروسه؛ څو اړخیزه ډیپلوماسي او سیمه‌ییزه هم‌پالنه

۱۴ لیندۍ ۱۳۹۶

مجیب‌الرحمن لمر
مقدمه
د اقتصادي، سیاسي او پوځي اهدافو ترلاسه کولو په پار د سیمه‌ییزې همکارۍ په هدف لومړنۍ هڅې په ۱۹۴۵ کال کې پیل شوې؛ خو له‌دې امله چې نړۍ په دوو قطبونو (لوېديځ د امریکا او ختیځ د شوروي اتحاد په مشرۍ) وېشل شوې وه، دغې همکارۍ ته ډېره پاملرنه ونه‌شوه او نړۍوالې اړیکې د همدغو دوو قطبونو په محور کې راڅرخېدې چې د شوروي اتحاد له منځه‌تللو سره سیمه‌ییزه همکاري نوي پړاو ته دننه شوه.
په ۱۹۹۱ کال کې د شوروي اتحاد له پاشل کېدو څخه وروسته سیمه‌ییزې همکارۍ ته لېوالتیا زیاته شوه او د نړۍوال سیاست لوبغاړي په‌دې هڅه کې شول چې خپل سیاسي، اقتصادي، پوځي، کلتوري او... اهداف د سیمه‌ییزې همکارۍ له لارې مخته یوسي.

افغانستان او سیمه‌ییزه هم‌پالنه
سیمه‌ییزه هم‌پالنه (Regionalism) هغه مهال لاسته‌راوړنې درلودای شي چې په یوې جغرافیې کې پراته هېوادونه خپلې ګډې غوښتنې او اهداف د ګډو پوځي، سیاسي او اقتصادي همکاریو له لارې ترلاسه کړي.
همدې اصل ته په کتو؛ افغان حکومت هڅې پیل کړې، څو له یوې خوا سیمه‌ییزه همکاري پياوړې کړي او له بلې خوا سوېلي اسیا له منځنۍ اسیا سره ونښلوي. د ملي یووالي حکومت په راتګ سره دغه هڅې نوي پړاو ته دننه شوې.
افغانستان د سوېلي او منځنۍ اسیا ترمنځ پروت هېواد دی چې د دواړو لوریو ترمنځ د پله حیثیت لري. له‌دغه پله څخه هم مثبته او هم منفي استفاده کېدای شي. له‌دې امله چې د تېرو څلورو لسیزو په اوږدو کې افغانستان له جدي امنیتي، اقتصادي او سیاسي ستونزو سره مخ هېواد پاتې شوی؛ د سیمې په کچه د یوه ګواښ په توګه مطرح و؛ خو د فعاله سیمه‌ییزې همکارۍ په پایله کې وه چې ګواښ پر فرصت تبدیل کړی شو.
د ملي یووالي حکومت په راتګ سره ټوله هڅه دا وه چې په افغانستان کې د سولې او ثبات ټینګښت او د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په هدف، سیمه‌ییزه اجماع رامنځته شي. دغه اجماع د استانبول پروسې د اسیا زړه کنفرانس له لارې رامنځته کړی شوه چې په‌دغه پروسه کې ټول ښکېل هېوادونه او نړۍوال سازمانونه په افغانستان کې د سولې او ثبات په راوستلو او له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې سلا شول.
په ۲۰۰۱ کال کې د سپټمبر له پېښې څخه وروسته او حتی له هغه څخه وړاندې افغانستان د سیمې په کچه د یوه ګواښ په توګه مطرح و او د سیمې هېوادونو سربېره؛ تقریبا د نړۍ ټولو هېوادونو پر دې توافق درلود چې افغانستان د سیمې په کچه ګواښ او د نړۍوالې ترهګرۍ مرکز دی. خو د سیمه‌ییزې هم‌پالنې سیاست په غوره کېدو او د سیمه‌ییزې اجماع په رامنځته کېدو چې د ملي یووالي حکومت له لاسته‌راوړنو څخه شمېرل کېږي؛ افغانستان له ګواښ څخه پر فرصت بدل شو. اوس‌مهال له پاکستان پرته بل هېڅ هېواد افغانستان ته د ګواښ یا هم د ترهګرو د مرکز په سترګه نه ګوري؛ بلکې د ترهګرۍ قرباني هېواد په توګه پېژندل کېږي.
په‌دغه لوی بدلون کې د اسیا زړه کنفرانس ونډه رغنده ده.

څو اړخیزه ډیپلوماسي 
افغان حکومت د ترکیې په همکارۍ په ۲۰۱۰ زېږدي کال کې د استانبول پروسې پیل په هدف هڅې ګړندۍ کړې چې پایله یې د ۲۰۱۱ کال د نومبر په دویمه په انقره کې د اسیا زړه کنفرانس لومړنۍ غونډه وه. د دغه بهیر اساسي هدف د ترهګرۍ پر وړاندې ګډه مبارزه، د سیمې هېوادونو ترمنځ د اعتماد جوړول، د سیمه‌ییزې همکارۍ پراختیا او په سیمه کې د ثبات ټينګښت په ګوته شوي دي.
استانبول پروسه څو اړخیزه دیپلوماسي ده. په څو اړخیزه دیپلوماسي کې بېلابېل ښکېل هېوادونه په ګډو ګټو سلا کېږي او د تحقق لپاره یې هلې ځلې کوي. اوس‌مهال د سیمې په کچه دوه اساسي ګډ اهداف موجود دي: اقتصادي پرمختګ او د ترهګرۍ له‌منځه وړل.
دا چې په څو اړخیزه دیپلوماسۍ کې بېلابېل لوري دخیل دي او هر لوری هڅه کوي خپلې ګټې خوندي کړي، نو وخت نا وخت د ټولیزو ګټو تحقق له ستونزو سره، ځنډ او حتی له خنډ مخ کېږي. اما له ستونزو سربېره د اسیا زړه کنفرانس-استانبول بهیر له لارې د افغان حکومت لاسته‌راوړنې برجسته دي. په لومړي ځل افغان حکومت بریالی شو چې د ترهګرۍ پر وړاندې سیمه‌ییزه اجماع رامنځته کړي. د کاسا ۱۰۰، تاپي، اورګاډو پټلۍ  او ... اقتصادي برخو کې ملموس پرمختګونه شوي دي.
له‌دې لاسته‌راوړنو سربېره؛ لا هم د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې ګډه هوکړه‌ نه‌ده شوې. په‌دې برخه کې توافق ته نه رسېدل تر ډېره بریده د پاکستان له امله دي.

پاکستان؛ د سیمه‌ییزې همکارۍ پر وړاندې خنډ
سیمه‌ییزه هم‌پالنه دوه بڼې لري: ۱. له ولسونو څخه حکومتونو ته (له لاندې څخه، پورته)؛ او ۲. له حکومتونو څخه ملتونو ته (له پورته څخه لاندې).
په لومړنۍ بڼه کې سیمه د یوه ټولنیز جوړښت په توګه په پام کې نیول کېږي او هڅه دا وي چې اړیکې د همدغه ټولنیز جوړښت په چوکاټ کې تنظیم شي. کلتوري، ټولنیزې، ورزشي، مدني او ولسي اړیکې په همدې لړ کې شمېرل کېږي چې تر ډېره بریده د عامه دیپلوماسۍ یوه برخه ده او هڅه دا وي چې د ولسونو ترمنځ اړیکې پیاوړې شي. د ولسونو ترمنځ د اړیکو پیاوړتیا سره؛ د دولتونو ترمنځ هم اړیکې ښې کېږي.
په دویمه بڼه کې سیمه د یوې ځانګړې جغرافیايي-سیاسي جوړښت په توګه په پام کې نیول کېږي چې ځانګړیو اصولو ته پابندي لري او د سیمې په هره برخه کې بدلون؛ په ټولې سیمې اغېز ښندي. د سیمه‌ییزې هم‌پالنې په‌دې بڼه کې د شخړو له‌منځه وړلو، د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې، د سیمه‌ییزو ناسالمو سیالیو کمېدو او... مسایلو په څېر؛ حساس او اوږدمهال مسایل په پام کې نیول کېږي.
د مخکیني جمهور رئیس حامد کرزي په دیارلس کلنه واکمنۍ کې تر ډېره بریده د سیمه‌ییزې هم‌پالنې لومړۍ بڼه واکمنه وه چې د ولسونو نږدې کېدو په برخه کې موثره تمامه شوې وه؛ خو له‌دې امله چې د افغانستان او سیمې ستونزه د ولسونو ترمنځ ستونزه نه‌؛ بلکې د دولتونو ترمنځ ستونزه ده او مشخص هېواد له ترهګرۍ څخه ملاتړ کوي؛ د ملي یووالي حکومت په راتګ سره د سیمه‌ییزې هم‌پالنې بڼې هم بدلون وموند. دویمه بڼه مستقیما حکومتونو پورې تړاو لري چې د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کېدل د دغې بڼې لومړنۍ لاسته‌راوړنه ګڼل کېدای شي.
پاکستان له ترهګرۍ څخه په ملاتړ تورن دی. جمهور رئیس غني د اسیا زړه کنفرانس په وروستۍ غونډه کې چې په امرتسر کې وشوه، د پاکستان دغه ملاتړ ته په اشارې وویل: «پاکستان په سخاوتمندانه توګه له افغانستان سره د ۵۰۰ میلیونه ډالرو مرستې اعلان کړی دی. ښاغلی عزیز، دغه پیسې په ښه توګه له ترهګرۍ سره مبارزې او د ترهګرۍ مهارولو په هدف کارېدای شي، له سولې پرته هر څومره پیسې چې وي زموږ د خلکو په درد نه خوري».
جمهور رئیس د خپلو څرګندونو په دوام پاکستان ته په نغوتې سره ویلي، لا هم د سیمې یو شمېر دولتونه ترهګرو ته پناه ورکوي.
له ترهګرۍ څخه د پاکستان ملاتړ د دې باعث شوی چې لا هم د سیمه‌ییزې هم‌پالنې لوی اهداف تحقق ونه مومي. له‌دې امله چې د پاکستان له‌خوا ترهګر په دوو ډلو (ښه او بد ترهګر) وېشل شوي، دغه هېواد د سیمه‌ییزې هم‌پالنې پر وړاندې لوی خنډ رامنځته کړی دی؛ خو هڅې دا دي چې د اسیا زړه کنفرانس له لارې د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ستراتېژي وروستۍ شي.
د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې ستراتېژي د ملګرو ملتونو د ترهګرۍ ضد اسنادو په رڼا کې جوړه شوې چې په ۲۰۱۷ زېږدي کال کې به وروستۍ شي.

د اسیا زړه کنفرانس او د سیمې راتلونکې
د افغانستان جیوپولیتیک د بدلون په حال کې دی. پخوا افغانستان د سوېلي اسیا یو بې‌وزلی هېواد دی چې برخلیک به یې د نورو له‌خوا ټاکل کېده؛ خو اوس‌مهال افغانستان له یوې خوا د سوېلي او منځنۍ اسیا او له بلې خوا د منځنۍ اسیا، سوېلي اسیا او منځني ختیځ ترمنځ د پله حیثیت لري. 
د جیوپولیتیک بدلون افغانستان ته دا زمینه برابره کړې ده چې د منځۍ اسیا، سويلۍ اسیا او منځني ختیځ د سوداګرۍ او ترانزیت په مرکز بدل شي. په‌دې هدف لومړنیو هڅو مثبته پایله درلودلې چې د کاسا ۱۰۰۰ پروژه او د اتامراد-اقینې اورګاډي پټلۍ د دغو مثبتو پایلو دوه بېلګې دي.
د څو اړخیزې دیپلوماسۍ یوه ستونزه د بېلابېلو اړخونو او ګټو موجودیت له امله د واحد نظر په رامنځته کېدو کې ځنډ او خنډ دی؛ ځکه هر لوری هڅه کوي خپلې ګټې تامین کړي. د اسیا زړه کنفرانس هم له ورته برخلیک سره مخ دی؛ خو افغان حکومت په‌دې توانېدلی چې دغه جلا جلا ګټې سره یوځای کړي. دغې چارې افغانستان ته دا زمینه برابره کړې ده چې د سیمې په کچې خپل اهداف او ګټې د نورو هېوادونو له اهدافو او ګټو سره یوځای کړي او د تحقق لپاره یې د سیمې له هېوادونو سره په ګډه کار وکړي.
افغانستان بریالی شوی چې د اسیا زړه کنفرانس څوارلس غړي او ۱۷ ملاتړي هېوادونه او ۱۳ ملاتړي سازمانونه د افغانستان پر محوریت پر سیمه‌ییزې هم‌پالنې قانع کړي؛ خو د غړیو هېوادونو له ډلې پاکستان مستثنی دی او پاکستان د سیمې په کچه د اساسي خنډ په توګه یادېږي.
اما پاکستان خپله له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دی. پاکستان له افغانستان سره ستونزې لري. د کشمیر مسئلې پر سر له هند سره اړیکې پېچلې او له ستونزو ډکې دي. په کور دننه له جدي اقتصادي ستونزو سره مخ دی. له اقتصادي ستونزو ورهاخوا د بلوچستان او بلوڅ ملت‌پالو مسئله په‌خپل ځای پاتې ده. همداراز په قبایلي سیمو او سوېلي پنجاب کې د بنسټ‌پاله افراطیت له ګواښ سره مخامخ دی او په کراچۍ کې قومي شخړې ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو دي.
له یوې خوا د پاکستان دغو ستونزو او له بلې خوا د سیمه‌ییزو او نړۍوالو فشارونو زیات‌والي په کتو؛ باور دا دی چې پاکستان مجبورېږي، څو د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزې په برخه کې خپل اوسنی دریځ بدل او د ترهګرو له ملاتړ څخه لاس پر سر شي. په هغه صورت کې چې پاکستان په‌خپل اوسني دریځ کې مثبت بدلون رامنځته نه‌کړي؛ پاکستان به له انزوا سره مخ کېږي (پاکستان عملا له انزوا سره مخ دی، د امرتسر په غونده کې د سرتاج عزیز ګډون؛ له انزوا څخه د وتلو په هدف بلل شوی دی).
باور دا دی چې د دغه خنډ په له‌منځه وړلو سره؛ سیمه د همکاریو نوي پړاو ته دننه کېږي. دغه پړاو د اقتصادي ځان‌بسیاینې او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پړاو دی چې ورسره جوخت به سیمه روښانه راتلونکې ولري.


شریکول