د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خوست ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور

۲۶ وری ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د دوشنبې ورځې په سهار، د ۱۳۹۷ کال د وري په ۲۰ نېټه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر خوست ولاړ ته ولاړ.

دې ولایت ته د جمهوررئیس د سفر موخه د زېربنایي پروژو او تأسیساتو د پرانستو او بنسټ ډبرې اېښودل، د خلکو له مختلفو قشرونو سره کتنه او ددې ولایت د عمومي وضعیت ارزونه وه.

د خوست هوایي ډګر ته له رسېدو او د تشریفاتو قطعې له معاینه کولو وروسته، جمهوررئیس ته د والي، ملکي او پوځي چارواکو، د ولایتي شورا او قومي مشرانو له لوري ګرم هرکلی وشو. هغه د برېښنا د وېش پروژې د بنسټ ډبره کېښوده او د خوست د هوایي ډګر د رنوې د پرانستو ترڅنګ یې، د رادار سیستم، د اطفائیې ودانۍ او د هوایي ډګر داخلي سړک د جوړېدو د کار پیل بنسټ ډبره هم کېښوده. د خلکو د مختلفو قشرونو د غوښتنو او وړاندیزونو اورېدل او هغوی ته وینا کول ددې سفر بله برخه وه. جمهوررئیس غني له نږدې د خوست ولایت د عمومي وضعیت تر ارزونې وروسته، د ۱۳۹۷ د وري په ۲۱ نېټه د سې شنبې په ورځ بېرته کابل ته راوګرځېد. 

د خوست هوایي ډګر د رنوې کرښې پرانستل 

جمهوررئیس غني له مسؤولینو، د ولایتي شورا له وکیلانو او قومي مشرانو سره تر روغبړ وروسته، د خوست د هوایي ډګر رنوې کرښه پرانسته. هغه پخپلو خبرو کې وویل، چې هیله ده د خواست هوایي ډګر د لویې پکتیا لپاره د یوه هوایي لارې په مرکز بدل شي. هغه زیاته کړه، چې په خوست د تمرکز په لړ کې د تولیداتو زیاتول زموږ لومړیتوب دی، څو خلکو ته ګټه ورسوي. جمهوررئیس اړوندو مسؤولینو ته لارښونه وکړه، چې جرمني ته له خوست څخه د لویې پکتیا د جلغوزیو د لېږد لپاره د هوایي کوریډور چارې بشپړې کړي. هغه همدا راز فواید عامې وزارت ته لارښونه وکړه، چې د خوست هوایي ډګر لویه لار وارزوي، چې تر بیارغاونې وروسته به خلک وکولای شي خپل مالونه په اسانۍ ولېږدوي.

وروسته جمهوررئیس د رادار سیستم د ودانۍ، اطفائیې او د خوست د هوایي ډګر د داخلي سړک د جوړېدو د بنسټ ډبره کېښوده.

 

د برېښنا شبکې د بنسټ ډبرې اېښودل کېدل 

د سفر په لومړۍ ورځ جمهوررئیس د برېښنا شبکې د بنسټ ډبره کېښوده. جمهوررئیس غني وویل، چې نن د خیر یو بل ګام اخیستل کېږي، څو خوست ته دوامداره روښنایي ورسېږي. هغه زیاته کړه، چې د ۱۳۹۷ کال د لېندۍ میاشتې تر پایه به د خوست ۱۳ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي او دا به دې ولایت ته د برېښنا رسونې چارو پیل وي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د تولیداتو او صادراتو د زیاتوالي لپاره برېښنا اساسي شرط دی او هڅه کوم، چې دوامداره او ارزانه برېښنا درته برابره کړم.

هغه څرګنده کړه، چې تر اوسه ۶ ولایتونو ته برېښنا رسېدلې یا د رسېدو په حال کې ده او دا چاره به همداسې ادامه ولري. هغه د خوست له خلکو مننه وکړه، چې له انکشافي پروژو څخه یې خپل هر اړخیز ملاتړ اعلان کړی دی. 

 

په امنیتي غونډه کې ګډون 

د برېښنا د وېش شبکې تر بنسټ ډبرې ایښودو وروسته جمهوررئیس د جګپوړو امنیتي او دفاعي مسؤولینو په ګډون په جوړې شوې امنیتي غونډه کې برخه واخیسته. د خوست امنیتي او دفاعي مسؤولینو ددې ولایت د امنیتي وضعیت په اړه د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، ددې ولایت امنیتي مسایلو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټوله هڅه او بشپړ انسجام د دښمن پلانونه خنثی کوي او خپلو هڅو ته به دوام ورکوي.

د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د خوست د امنیتي وضعیت تر ارزونې وروسته، د هېواد د دفاع په لار کې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو ارواوو ته دعا وکړه او ددې ځواکونو د شهیدانو او ټپیانو کورنیو ته د رسېدنې لپاره یې لازمې لارښونې وکړې او ټینګار یې وکړ، چې په دې برخه کې هېڅ ډول غفلت ورته د منلو نه دی. 

جمهوررئیس د خوست د امنیتي پلان د ارزونې ترڅنګ، امنیتي مسؤولینو ته لارښونه وکړه، چې د راتلونکو ټاکنو د امنیت ټینګښت په برخه کې او همدا راز په دې پروسه کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مداخلې لپاره جدي اقدامات ترسره کړي.

همدا راز هغه ددې ولایت امنیتي او دفاعي مسؤولینو ته لارښونه وکړه، چې د منظمو محاربوي پلانونو او د تحرک د رامنځته کېدو له لارې دښمن وځپي او ددې ولایت د سراسري امنیت ټینګښت په برخه کې د تېر په پرتله لا زیات پام وکړي.

 

له صنعتکارانو سره لیدنه 

جمهوررئیس محمد اشرف غني په امنیتي ناسته کې تر ګډون وروسته د خوست له سوداګرو او پانګه والو سره وکتل. 

سوداګرو، د پانګونې پر وړاندې د خنډونو لرې کولو، امنیت او لازمو اسانتیاوو برابرولو ، د غلام‌خان بندر د پرانستو، د خوست تولیداتو ته د بازار موندنې، د هوایي کوریډور جوړولو، د شرکتونو په ضمانت او د خوست په صنعتي پارک کې پانګه والو ته د ځمکو په وېش د بیا کتنې غوښتنه وکړه. 

محمد اشرف غني د سوداګرو او صنعتکارانو د ستونزو او وړاندیزونو تر اورېدو وروسته وویل، چې د خوست پیسې حلالې دي او له حرامو نه دي ترلاسه شوې؛ دا ځکه چې سلګونه زره خوستوالو د هېواد په داخل او بهر کې زیار اېستی او خپل عزت او آبرو یې ساتلې ده.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان باید په شپږو اقتصادي زونونو بدل شي، چې یو له هغو ولایتونو څخه خوست دی او زه نه غواړم چې د یوه سرحدي ولایت په توګه خوست له دې حق څخه محروم پاتې شي. جمهوررئیس وویل، چې خوست ولایت باید په مهم سیمه ییز ښار بدل شي او د ننګرهار، هرات، بغلان او یو شمېر نورو مهمو ولایتونو په څېر باید متعادل حرکت ولري.

هغه د جلغوزیو اقتصادي اهمیت ته په اشارې وویل، چې د جلغوزیو صادراتو او پروسس ته باید پاملرنه وشي او موږ نشو کولای، چې د جلغوزیو صادرات له شپږو میلیونو ډالرو زیات کړو.

جمهوررئیس په دې ولایت کې د شرکتونو ساختماني چارو د ستاینې ترڅنګ، صنعتکاران وهڅول، چې د کانونو او په ځانګړي ډول په کرومایټ کان پانګونه وکړي.

په پای کې، جمهوررئیس د خوست هوایي ډګر پرانسته ددې ولایت سوداګرو او صنعتکارانو ته مبارکي وویله او ملي تدارکاتو ادارې ته یې لارښونه وکړه، چې د خوست هوایي ډګر تدارکاتي چارې په عاجل ډول بشپړې کړي.

 

د رغنیزو پروژو د پرانستو په مراسمو کې وینا

جمهوررئیس غني د رغنیزو پروژو د پرانستو په مراسمو کې د وینا پر مهال د خوست د خلکو له مېلمه پالنې او حوصلې مننه وکړه. هغه وویل، چې په عليشرو ولسوالۍ کې د ښځینه زده کوونکو د شمېر زیاتېدل، د خوست نوی تصویر دی، چې افغانستان ته یې معرفي کوي.

جمهوررئیس وویل، د خوست جلغوزي د افغانستان ملي پانګه ده او د کرنې وزارت ته یې لارښوونه وکړه، چې په پکتیا او خوست کې د جلغوزیو د پروسس مرکزونه جوړ کړي.

هغه څرګنده کړه، چې سږ کال د پوهنې کال دی او د ښوونځیو د ودانیو په ګډون به د معارف ټولو ستونزو ته توجه وشي او والي ته یې لارښوونه وکړه، هر ښوونځی چې ځمکه نه لري ژر تر ژره ورته ځمکه پیدا کړي.

جمهوررئیس غني د اوبو مدیریت ارزښت ته په اشارې وویل، له تخنیکي مطالعې او ارزونې وروسته به په خوست کې د بندونو جوړولو چارې پيل شي او په دې برخه کې یې د کرنې، انرژۍ او د کلیو پراختیا وزارتونو ته لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، د غلام خان بندر د تاسیساتو جوړولو په موخه به مالیې وزارت ته لارښوونه وکړي او همدا راز خوستوالو ته د خوست ګردېز د متبادلې دویمې لویې لارې د بودجې د منظورۍ مبارکي ورکړه.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو مسؤولانو ته په خطاب کې وویل، د ملکي تلفاتو مخه ونیسئ،  ځکه ملکي تلفات د منلو وړ نه دي. هغه د خوست ولسونو، مشرانو، علماوو، ځوانانو، ښځو او د ټولو اقشارو له استازو څخه وغوښتل چې د سولې په برخه کې هلې ځلې وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، د کرنې د ودې په برخه کې خوست او لویې پکتیا ته اساسي توجه کېږي او اړوندو مسوولانو ته یې لارښوونه وکړه چې د کرنې د ودې لپاره واضح پلان ترتیب کړي.

هغه د څیړنیزو او تعلیمي بنسټونو د پیاوړتیا لپاره ټینګار وکړ، چې کرنیزې پروژې دې د شېخ زاید پوهنتون له لارې عملي شي. جمهوررئیس غني د خلکو د ستونزو او قضایاو د حل په موخه لارښوونه وکړه چې په ولسوالیو کې دې د عدلي او قضايي ادارو برخې فعالې شي.

 

له ولسوالانو سره لیدنه 

جمهوررئیس غني د لیدنو په دوام کې د خوست له ولسوالانو سره وکتل او د تشکیلاتو، معاشونو، د قاضیانو او څارنوالانو د نشتوالي، په ولسوالیو کې د امنیه قوماندانیو د ودانیو نشتوالي، د مامورینو کموالي، د ځمکو غصب، د ادارو سرپرستي او په اداري چارو کې د لاسوهنې د مخنیوي په تړاو یې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل.

جمهوررئیس غني د خوست له ولسوالانو مننه وکړه، چې په سختو شرایطو کې خدمت کوي او زیاته یې کړه، د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته مې لارښوونه دا ده، چې د ولسوالانو د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه کړې،  چې په ولسوالیو کې د امنیه قومندانیو د ودانیو د نشتوالي ستونزې ته رسېدنه وکړي.

همدا راز جمهوررئیس غني ولسوالانو ته لارښوونه وکړه، چې په خپلو اړوندو ولسوالیو کې د هغو ښوونځیو لپاره چې ځمکه نه لري، ځمکه مشخصه کړي چې د کلیو او پراختیا وزارت ورسره د ښوونځیو په جوړولو کې مرسته وکړي.

 

له استادانو او زده کوونکو سره لیدنه 

جمهوررئیس د خوست له ولسوالانو سره تر لیدنې وروسته ددې ولایت د پوهنتونونو او ښوونځیو له استادانو او زده کوونکو سره وکتل.

د استادانو او زده کوونکو استازو د معارف او لوړو زده کړو په برخه کې د جمهوررئیس هلې ځلې وستایلې او وې ویل، ستاسو د ملاتړ له برکته متحده عربي اماراتو ۳۰ میلیون ډالره مرسته کړې ده، چې اته میلیون ډالر یې په کادري روغتون، یو میلیون داستادانو په وسایلو او یو میلیون د لیلیې په ودانۍ لګېدلي دي.

هغوی طالبانو ته د جمهوررئیس د سولې د وړاندیز هرکلی وکړ او وې ویل، چې که سوله راشي خوست په هره برخه کې د چټک پرمختګ ظرفیت لري. هغوی له جمهوررئیس څخه د امنیت د تامین سربېره د لوړو زده کړو او معارف په برخه کې د کیفیت لوړول، ډیورنډ کرښې ته څیرمه سیمو ته پاملرنه، ښوونځیو ته ودانۍ، مجهز لابراتوارونه، کتابونه، ورزشي لوبغالي، ښوونکو ته د استوګنې نمرې او لېسانس ښوونکو ته د ماسټرۍ پروګرام برابرولو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس د هغوی د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته د خوست له ټولو ولسونو په ځانګړي ډول د ښوونکو او د پوهنتون له استادانو مننه وکړه، چې تل یې د حکومت او نظام ملاتړ کړی دی. جمهوررئیس غنی زیاته کړه، زموږ هدف معلوم دی او ترې نه شاته کېږو، د سولې کوم وړاندیز چې موږ کړی دا ضعف نه؛ بلکې زموږ د قوت نښه ده. جمهوررئیس طالبانو ته د حکومت د سولې وړاندیز ته په اشارې وویل، زموږ غېږه باید لویه وي او ټول هېوادوال په غېږ کې ونیسو، دا کار ټینګه ملي اراده غواړي، هغوی چې په جنګ اخته او روږدي دي، د سولې عادت نه لري. جمهوررئیس وویل، د پاکستان صدراعظم ته مې وویل، څو کاله وروسته به خوست، پکتیا او ننګرهار له ډیورنډ کرښې هاخوا خلکو ته برېښنا ورکړي، ټل او واڼه له موږ څخه هیر نه دي. هغه زیاته کړه، ولس بېساری کار کوي او هغه د سرحدي سیمو ساتنه ده، موږ باید په خپلو ستونزو پوه شو او په صداقت کار وکړو چې کومه ستونزه کوم وخت حل کړو. 

جمهوررئیس د خوست د خلکو له حوصلې څخه په مننې وویل، بیارغاونه مو له هرات او د افغانستان له نورو سیمو پيل کړې ده، غلام خان بندر حیاتي ارزښت لري او دا به جوړېږي.

هغه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو اهمیت ته په اشارې وویل، موږ رڼې ټاکنې غواړو او په دغه بهیر کې د هر ډول مداخلې مخه نیسو، ولس ته باید د آزاد، شفاف او عادلانه انتخاب حق ورکړل شي او په دغو ټاکنو کې د ولس ګډون مهم دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، ستاسو په استازیتوب مې د اماراتو له امیر څخه مننه کړې ده، د اماراتو شیخ د خوستوالو صداقت او زحمت وستایه، امارات یو کنفرانس جوړوي او موږ به د افغانستان پوهنتونونو ته د هغوی ملاتړ راجلب کړو. هغه ژمنه وکړه چې ددې کال تر پایه به د پوهنتونونو اساسي زېربنا تشخیص او استادانو سره به منظمې ناستې ولري.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، په ښوونځیو کې د کتابونه ستونزه په اساسي توګه حل کېږي، تر شپږم ټولګې پورې نصاب اصلاح شوی دی او لرې پرتو ښوونځیو ته د نوري فایبر له لارې د باکیفیته زده کړو زمینه برابروو.

جمهوررئیس ښوونکو ته د استوګنې نمرو د ورکړې په اړه وویل، په ښارګوټو کار روان دی، د ځمکې بانک د جوړېدو په حال کې دی چې د نمرو په ورکړه کې به ښوونکو، راستنېدونکو او د شهیدانو کورنیو ته لومړیتوب ورکړل شي.

جمهوررئیس وویل، په معارف کې به مسلکي برخه مستقله شي او یوازې سږکال به ۲۴ مسلکي ښوونځي جوړ شي او تر راتلونکو دوو کالو پورې به هره ولسوالۍ یو مسلکي ښوونځی ولري. هغه زیاته کړه، پوهنې وزارت ته مې لارښوونه کړې، چې له شپږم، نهم او دولسم ټولګي وروسته باید زده کوونکي د خپل ژوند جهت درک او معلوم کړي.

 

د قومي شوراګانو له استازو سره لیدنه 

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني خوست ولایت ته د سفر د لومړۍ ورځې په پای کې ددې ولایت د قومي شوراګانو له استازو او مشرانو سره وکتل. قومي مشرانو جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ په مختلفو برخو کې  د هغه د لاسته راوړنو ستاینه وکړه. هغوی طالبانو ته د جمهوررئیس د سولې د وړاندیز هرکلی وکړ او د کوچیانو د استوګنو سیمو او د ښوونځیو د ودانیو د کموالي ستونزې د حل غوښتنه یې وکړه. 

جمهور رئیس د سولې په برخه کې د ولسونو رول مهم وباله او له همدې امله یې له هغوی وغوښتل چې په دې برخه کې همکاري وکړي او همدا راز د لویې پکتیا مشران دې د لوی کندهار او د هېواد د نورو سیمو له مشرانو او ولسونو سره په ګډه هلې ځلې وکړي.

د هېواد جمهور رئیس د کلیو پراختیا وزیر ته لارښوونه وکړه چې د ولسي تړون پروګرام کې د کوچیانو د ستونزو حل ته د پاملرنې ترڅنګ د سرحدي ولسوالیو پروګرام کې د یادو سیمو خلکو ته د اساسي ستونزو حل ته توجه وکړي.

محمد اشرف غني وویل، د کوچیانو د سراسري شورا په جوړېدو سره به د اساسي قانون مطابق د کوچیانو د مېشتېدنې او نورې اړوندې ستونزې په اساسي توګه حل شي. هغه په وسله والو مخالفینو غږ وکړ چې که افغانان یاست، نو باید د نورو لپاره خپل وطن خراب او برباد نه کړئ.

 

له علماوو سره لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني خوست ته د خپل سفر په دویمه ورځ له دیني عالمانو سره وکتل.

په دې کتنه کې دوو عالمانو د نورو په استازیتوب خبرې وکړې او د سولې په تړاو د جمهوررئیس له وړاندیز او د حکومت له انکشافي او د فساد ضد پروګرامونو یې ملاتړ وکړ.

هغوی د لا زیاتو انکشافي پروژو د پیلولو، ځوانانو ته د کار موندنې، فساد ضد جدي مبارزې او د سولې په بهیر او راتلونکو ټاکنو کې د دیني عالمانو د رول لوبولو ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس زیاته کړه، تاسو چې کومه لار غوره کړې ده، دا سمه لار ده او زموږ هدف هم د عدالت تامینول دي، ټولې فیصلې به د اساسي قانون مطابق له اسلامي اصولو سره سمې کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، چې زه سولې ته د رسېدو او د بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو لپاره د هېواد د ازادۍ له قربانولو پرته هرې قربانۍ ته تیار یم.

محمد اشرف غني په تېرو ټاکنو کې د دیني علماوو له مثبتو هڅو په مننې وویل، ټاکنې به په خپل وخت او له اساسي قانون سره سمې وشي او ستاسې غږ د اساسي قانون د حفاظت او تطبیق لپاره حیاتي ارزښت لري او زیاته یې کړه: ټاکنو کمېسیون کې اصلاحات راغلي او د ټاکنو په بهیر کې به مفسدینو او زورواکو ته د مداخلې اجازه ورنه کړل شي.

 

د ولایتي شورا او ولسي جرګې له وکیلانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د خوست ولایتی شورا او ولسي جرګې له وکیلانو سره په کتنه کې، د شیخ زاید پوهنتون د نړیوال کېدو، د شخصي پوهنتونونو جوړېدو، د ماسټرۍ پروګرامونو پیلېدو، د ولسوالیو د ځینو برخو تشکیل او همدا راز د ځمکې پرسر د قومونو ترمنځ د ستونزو حل، د ځمکو غصب، صنعتي پارک، د کډوالو ښارګوټي غصب، په ادارو او پروژو کې فساد، د ولسوالیو د ودانیو نشتوالي او د لویو قراردادونو د ستونزو په اړه د هغوی وړاندیزونه واورېدل.

جمهور رئیس غني د ولایتي شورا د استازو وړاندیزونه معقول وبلل او زیاته یې کړه، خصوصي پوهنتونونه د فوق العاده امر نه، بلکې د معیارونو پر اساس جوړېږي او لوړو زده‎کړو وزارت به په دې برخه کې خپله ارزونه ترسره کړي.

جمهور رئیس د زده‏کړو په برخه کې د خوستوالو مرسته او توجه د قدر وړ وبلله او زیاته یې کړه، خوست پوهنتون ته د لا ډېرو امکاناتو برابرولو لپاره به د متحده عربي اماراتو له مقاماتو سره خبرې وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، د خوست د ولسوالیو د بېلابېلو تاسیساتو او ودانیو د کموالي د ستونزې حل ته به پام وشي. هغه وویل، خوست د دغه ولایت د وروڼو قومونو ګډ کور دی او د دوی په ګډو هلو ځلو اباد شوی دی، نو د دوی تر منځ شته معضلې باید په اساسي توګه حل شي.

جمهور رئیس په ټینګار سره وویل، د ځمکو غصب د منلو وړ نه دی او د یاد ولایت امنیتي مسوولینو ته یې لارښوونه وکړه چې د غصب مخه دې ونیسي او هر څوک چې په دې برخه کې مقاومت کوي، نو عدلي او قضایي ارګانونو ته دې ور وپېژندل شي.

 جمهور رئیس غني وویل، د ځمکو او جایدادونو د غصب د مخنیوي په موخه به په خوست ولایت کې اساسي ارزونه ترسره شي. هغه زیاته کړه، په ادارو کې د شته فساد د مخنیوي ترڅنګ باید د خوست د لا ښه پرمختګ زمینې برابرې شي.

 

له ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د خپلو لیدنو په دوام کې په دوه جلا، جلا کتنو کې د خوست له ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره وکتل.

ویناوالو په مختلفو برخو کې د جمهوررئیس هڅې وستایلې او په دولتي ادارو کې د ښځو د ګمارنې؛ د ښځو لاسي صنایعو ته د بازار موندنې؛ د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د دفتر پرانستو؛ ځوانانو ته د کاري زمینو برابرولو، تفریحي پارکونو، باچاخان نړیوال پوهنتون، د ډیورنډ کرښې د هغې غاړې قبایلو لپاره د مسلکي ښوونځیو جوړولو؛ د غلام خان بندر بیارغاونې؛ د خوست په هوایي ډګر کې د ترمینل جوړول او د هوایي دهلېز لپاره له هغه استفاده؛ د ښوونځیو ودانۍ؛ د ټاکنیزو حوزو زیاتوالي؛ د ځمکو د غصب مخنیوي؛ د فساد ضد مبارزه، د کلدارو د استفادې مخنیوي او د ۳۰۰ بستریز روغتون جوړولو په اړه خپل وړاندیزونه او ستونزې شریکې کړې.

جمهوررئیس غني په دواړو غونډو کې د ځوانانو، خبریالانو او مدني فعالانو د غوښتنو او وړاندیزونو له اورېدو وروسته له هغوی څخه په مننې وویل، دا ډېرې وړې غوښتنې دي او دا مو حق دی چې ورته رسېدنه وشي، خو زه ددغو غوښتنو د عملي کولو تر څنګ تاسو او د خوست لپاره تر دې لوی پروګرامونه لرم. 

هغه زیاته کړه، د خوست په دولتي ادارو کې باید د ښځو ونډه زیاته شي او لږ تر لږه باید څلور ریاستونه د شفافې پروسې له لارې وړ ښځو ته ورکړل شي او ښځو ته جوړ شوی پارک به ښځو چارو ریاست ته وسپارل شي. 

جمهوررئیس وویل، د قبایلو لېسې جوړولو لپاره یو میلیون ډالره ورکول شوي او غواړو چې اقتصاد او تجارت غیر سیاسي شي. هغه زیاته کړه، د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون دفتر او باچاخان نړیوال پوهنتون چې د ولس غوښتنه ده جوړېږي.

جمهوررئیس ځوانانو ته ډاډ ورکړ چې د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون د ازادې سیالۍ له لارې به دولتي بستونو ته تکړه او ځوان کادرونه جذب شي او ټینګار یې وکړ، هغه رئیسان چې له څلورو کلونو زیات په یوې دندې پاتې شوي پر ځای به یې نوي کسان وګمارل شي.

جمهوررئیس د کلدارو د بندېدو په اړه وویل، زه به کلداره په دولتي ادارو کې بنده کړم او تاسو یې په ولس کې بنده کړئ او زیاته یې کړه کله چې ستاسو جلغوزي په افغانیو واخیستل شي او دلته په افغانیو پانګونه وشي له دې سره کلداره خپله بندېږي.

له ځوانانو سره د دویمې غونډې په پای کې جمهوررئیس وویل، چې غواړم له خپلو شخصي امکاناتو تاسو ته د ورزشي سټېډیم جوړولو لپاره ۱۷ جریبه ځمکه ډالۍ کړم او تمه لرم، چې دغه سټېډیوم د احمدشاه بابا یا میرویس نیکه په نوم ونومول شي.

 

له قومي مشرانو او متنفذینو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني خوست ته د خپل سفر د دویمې ورځې په پای کې د خوست د مختلفو قومونو له مشرانو او متنفذینو سره وکتل.

قومي مشرانو په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس د لاسته راوړنو ستاینه وکړه او د پلونو، سړکونو او بندونو جوړولو، زده‏کړو، روغتیایي خدمتونو، پانګونې ته د زمینې برابرولو او د ځنګلونو د بیارغاونې ترڅنګ یې په خوست کې د ځایي خلکو او کوچیانو ترمنځ د ستونزو د حل لپاره د یو باصلاحیته پلاوي د استولو وړاندیز وکړ.

جمهور رئیس غني د دوی له ملاتړه د مننې ترڅنګ د مشرانو رول ته په اشارې وویل، د مشرانو ګډه او بې طرفه جرګه دې په خوست کې د قومونو معضلې حل او خپلې وروستۍ پرېکړې له ده سره شریکې کړي.

جمهور رئیس د ورزش، پوهنتون، معارف او امنیت په برخو کې د خوست د ولسونو هلې ځلې وستایلې او څرګنده یې کړه، د خوست ولایت هر اړخیزې ودې او د ځنګلو بیارغاونې ته اساسي توجه کېږي.

ددې غونډې په پای کې د خوست د بېلابېلو قومونو مشرانو او متنفذینو جمهور رئیس غني ته د عزت پګړۍ ور په سر او هغه ته یې په چارو کې د لا زیات بریالیتوب ترڅنګ د اوږد او هوسا ژوند هیله وکړه.

 

 


شریکول