د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

بلخ ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور

۱۲ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر په موخه د چهارشنبې ورځې په سهار، ۹ غبرګولی ۱۳۹۷ نېټه، بلخ ولایت ته روان شو. په دې سفر کې، د حکومتي چارواکو یوه پلاوي هم د جمهوررئیس ملتیا کوله. د مولانا جلال‌الدین محمد بلخي هوایي ډګر ته د جمهوررئیس له رسېدو سره سم د بلخ د سیمه ییزو چارواکو او خلکو له لوري یې ګرم هرکلی وشو. ددې سفر موخه، د اوبو رسونې د دوو پروژو پرانسته، د شمالي ولایتونو د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه او په دې ولایت کې د وروستۍ وچکالۍ او سیلابونو له امله له زیانمنو سره لیدنه وه. جمهوررئیس بلخ ولایت ته د خپل دوه ورځني سفر له پای ته رسولو وروسته، د پنجشنبې ورځې تر غرمې وړاندې، ۱۰ غبرګولی ۱۳۹۷ نېټه، بېرته کابل ته وګرځېد.

 

د خلم ولسوالۍ د برېښنا کوټ او د مارمول ولسوالۍ د برېښنا وېش شبکې پرانسته

جمهور رئیس محمد اشرف غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ، د خلم ولسوالۍ  ۲۰/۲۲۰  کیلوولټه برېښناکوټ او د مارمول ولسوالۍ د ۰٫۴/ ۲۰ کیلوولټه برېښنا د وېش شبکه پرانیسته.

دغه پروژې د جرمني له بلاعوضه مرستو څخه په ۷،۶ میلیون یورو بشپړې شوې دي، چې ۱۸ زره کورنۍ به ترې برخمنې شي.

ددې برېښناکوټ او برېښنا وېش شبکې د پرانستو په مراسمو کې، چې د بلخ د سلګونه اوسېدونکو په حضور کې جوړ شوي وو، د بلخ والي محمد اسحق رهګذر، جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ، د هغه ولایت د لاسته راوړنو، ستونزو او اړتیاوو په اړه خبرې وکړې.

د بلخ والي، په دې ولایت کې د وچکالۍ او سېلابونو له امله ستونزو ته اشاره وکړه او وې ویل، د بلخ ولایت په ځينو ولسوالیو کې د کرنې وړ ځمکې په قسمي ډول زیانمنې شوې دي.

د خلم او مارمول ولسوالیو خلکو هم د فقر، بېکارۍ، د معیاري سړو خونو د نشتوالي، د فابریکو جوړولو، د کرنې د میکانیزه کولو، د بندونو جوړولو، د ښوونځیو نشتوالي او ښوونې او روزنې ته د پاملرنې په برخه کې خپلې غوښتنې او ستونزې مطرح او په دې برخه کې د جمهوررئیس د پاملرنې غوښتونکي شول. هغوی د انکشاف، کوچنیو، متوسطو او سترو پروژو د تطبیق برخو کې د حکومت د پروګرامونو قدرداني وکړه او له ملي وحدت حکومت یې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 جمهور رئیس د بلخ ولایت د خلم ولسوالۍ د برېښنا کوټ او د مارمول ولسوالۍ د برېښنا د وېش شبکې د پرانستې مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې له یوه کال راپدېخوا د هېواد ۹ ولایتونه د برېښنا له انرژۍ څخه برخمن شوي او دا بهیر به په نورو ولایتونو کې هم پلی شي.

جمهوررئیس وویل، شمالي ولایتونو ته د وچکالۍ او سېلابونو له امله جدي زیانونه اوښتي دي او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ او کلیو پراختیا وزارتونو ته یې لارښوونه وکړه، چې زیانمنو سره دې عاجلې مرستې وشي او د بې‌ځایه شویو د ستونزو پر ارزولو یې هم ټینګار وکړ.

جمهوررئیس غني وویل، په ټول هېواد کې به د ولسوالیو په ګډون شپږ زره ښوونځي جوړ شي، چې په دې برخه کې ۱۷ ساړه ولایتونه په لومړیتوب کې قرار لري.

جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، موږ د اوبو مدیریت او د برېښنا د انرژۍ تامین ته ژمن یوو. هغه زیاته کړه، څو هېوادونو ته د افغاني محصولاتو د صادراتو زمینه برابره شوې او دا مهال د منځنۍ اسیا او نورو هېوادونو دروازه زموږ پر مخ پرانیستې ده.

جمهوررئیس زیاته کړه، د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره د ښو اړیکو په جوړولو سره به د بلخ په ګډون شمالي ولایتونه پرمختګ وکړي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، زموږ نظام اسلامي جمهوریت دی نه استبدادي جمهوریت؛ تاسې ددې خاورې مالکان یاست او زه ستاسې په اراده خپله تګلاره ټاکم. هغه له دولت سره د انکشافي او زېربنایي برنامو د ملاتړ په برخه کې د بلخ ولایت د خلکو د همکارۍ قدرداني وکړه.

په دې مراسمو کې همدا راز د ټاکنو په اړه هم بحث وشو. د بلخ ولایت والي وویل، چې خلکو په راتلونکو ټاکنو کې د پراخ ګډون لپاره نوملیکنه کړې ده.

جمهوررئیس وویل، ولسواک نظام د ټاکنو پر اساس رامنځته کېږي او په ټاکنو کې سلیقه نه وي، بلکې دا د وطندارۍ فرض دی، چې په دې برخه کې اساسي قانون خلکو ته فرصت ورکړی دی. هغه څرګنده کړه، د افغانانو دښمنان چې زموږ د خلکو له همغږۍ او یووالي ډارېږي د نوملیکنې او ټاکنو په مرکزونو بریدونه کوي.

 

په امنیتي غونډه کې ګډون

جمهوررئیس د برېښناکوټ او برېښنا وېش شبکې تر پرانستو وروسته، په امنیتي غونډه کې ګډون وکړ، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو په مقر کې د لوړپوړو امنیتي او دفاعي منسوبینو په حضور کې جوړه شوې وه.

امنیتي او دفاعي مسؤولینو د شمالي ولایتونو د امنیتي وضعیت، لاسته راوړنو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د اعاشې او غوره تجهیزاتو په تړاو راپور وړاندې کړ.

د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان په شمالي ولایتونو کې د امنیتي وضعیت په اړه د راپورونو له اورېدو وروسته د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو هڅې او اتلولۍ وستایلې او پر وخت یې د وسله‌والو ځواکونو د اکمالاتو په برخه کې پر رسېدنې ټینګار وکړ.

د هېواد جمهوررئیس امنیتي او دفاعي منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې تر ګواښ لاندې سیمو له تشخیص او مطالعې وروسته دې د دښمن د ځپلو په خاطر بیړني امنیتي پلانونه عملي کړي. هغه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ.

 

د وچکالۍ او سیلابونو له زیانمنو سره کتنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې سفر کې د فاریاب، جوزجان، سمنګان، سرپل او بلخ ولایتونو د سیلابونو او وچکالۍ له امله له زیانمنو شویو خلکو سره جلا، جلا وکتل.

په دې لیدنو کې، والیانو او د یادو ولایتونو د زیانمنو کورنیو استازو، د وچکالۍ وضعیت د څرنګوالي، کورنیو بېځایه شویو او د سیلابونو او وچکالۍ له امله د رامنځته شویو زیانونو په تړاو معلومات ورکړل او د حکومت له ترسره شویو مرستو د مننې ترڅنګ یې، د مرستو پر زیاتېدا ټینګار وکړ.

هغوی د تصفیوي عملیاتو، د امنیتي او دفاعي ځواکونو دلا زیاتولو او تجهیزولو، د ګازو له سرچینو څخه د استفادې او د بندونو، سړکونو او د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو په برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندېزونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني په دې کتنو کې هغو کورنیو ته چې خپل عزیزان یې د وروستیو سیلابونو له امله له لاسه ورکړي د تسلیت او خواخوږۍ مراتب څرګند کړل، دغه راز یې د فاریاب ولایت مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د کمانډو په ګډون هوایي او ځمکني تقویتي ځواکونه به دې ولایت ته واستول شي او د پوځي عملیاتو د پیلېدو ډاډ یې ورکړ.

هغه د سیمه‎ییزه ارګانونو ادارې ته لارښوونه وکړه، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې سره په همغږۍ دې د شمالي ولایتونو له وروستیو سیلاب ځپلو کورنیو سره بېړنۍ مرستې وشي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، د وچکالۍ موضوع اوس د حکومت په کاري لومړیتوب کې قرار لري او په دې برخه کې ټولو زیانمو شویو سیمو ته لومړنۍ مرستې استول شوې، خو کافي نه دي.

جمهوررئیس غني د کلیو پراختیا او کرنې او مالدارۍ وزارتونو ته لارښونه وکړه، چې د سیلابونو د مهارولو د ارزونې په خاطر دې یو پلاوی شمالي ولایتونو ته واستوي او دغه راز دې له تفکیک وروسته د زیانمنو سیمو اوسېدونکي دولتي ساحو ته ولېږدول شي.

 

د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو په عمومي غونډه کې ګډون

جمهوررئیس غني بلخ ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ، په هغه عمومي غونډه کې، چې د وسله والو ځواکونو د لوړپوړو مسؤولینو، سرتېرو، بریدملانو او د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو د افسرانو په ګډون ددې قول‌‌اردو په مقر کې جوړه شوې وه، وینا وکړه او سیلاب ځپلو ته د مرستو رسولو په بهیر کې د برخې اخیستو له امله یې له هغوی مننه وکړه.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو او د هغوی معلولینو ته د رسېدنې ترڅنګ د شهیدانو وارثینو ته پاملرنه د حکومت کاري لومړیتوب وباله او د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو مؤظفینو ته په خطاب کې یې وویل، چې تاسو پخپل لوړ همت او ارادې، د دښمن شومې توطئې له منځه وړې دي.

هغه زیاته کړه، چې د څلور کلن امنیتي پلان پر اساس به افغانستان د پایداره امنیت ټینګښت ته ورسېږي او زموږ هوایي ځواکونه به لا زیات تجهیز شي.

د وسله والو ځواکونو اعلی سرقوماندان د امنیتي او دفاعي ارګانونو پر مسلکي کېدو او د هغوی پر نه سیاسي کېدو ټینګار وکړ او وې ویل، چې په امنیتي او دفاعي بنسټونو کې د اصلاحاتو بهیر دوام لري او د ترفیع میکانېزم به تدوین شي، څو له بریدملۍ څخه افسرۍ ته د ترفیع زمینه برابره شي.

هغه د غیرمسؤولو وسله والو حضور د نه منلو وړ وباله او د وضعیت پر بدلون یې ټینګار وکړ. جمهوررئیس د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، چې د عامه نظم او سرحدي ځواکونو د مسلکي کېدو لپاره هغوی ته روزنیزې دورې ترتیب کړي.

په دې مراسمو کې، د ملي دفاع وزارت لوی درستیز او د ۲۰۹ شاهین قول‌اردو قوماندان د خپلو خبرو پر مهال جمهوررئیس ته ډاډ ورکړ، چې د افغانستان ستراتېژیکې موخې، سوله، امنیت، ثبات، انکشاف او د خلکو هوساینه به تأمینوي او امنیتي او دفاعي ځواکونه به په هېڅ ډول سیاسي پروسه کې مداخله ونه کړي.

جمهوررئیس غني له سرتېرو، بریدملانو او افسرانو سره په جلا، جلا کتنو کې د اعاشې، تجهیز، ترفیع، اکرامیې، د مکافاتو او مجازاتو فرهنګ د عملي کېدو، د تشکیلاتو زیاتېدو او د هوایي ځواکونو د تقویت په برخو کې د هغوی ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې.

جمهوررئیس هغوی ته ډاډ ورکړ، چې تر غور وروسته به یې غوښتنو ته رسېدنه وشي. هغه پر وخت د وسله والو ځواکونو پر اکمالاتو او اعاشې ټینګار وکړ.

 


شریکول