د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د خرقې شریفې زیارت او په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره دعا

۲۲ غبرګولی ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې ورځې تر ماسپښین وروسته، ۲۱ غبرګولی ۱۳۹۷، کندهار ولایت ته سفر وکړ. ددې سفر هدف د خیر د دعا لپاره د خرقې شریفې زیارت ته مراجعه، په هېواد کې دایمي سوله او ثبات او د کندهار ولایت د عمومي امنیتي وضعیت ارزول و. د کندهار نړیوال هوایي ډګر ته د جمهوررئیس له رسېدو سره سم ددې ولایت د ملکي او پوځي مسؤولینو او ددې ولایت د مشرانو له لوري یې ګرم هرکلی وشو. هغه د خرقې شریفې له زیارت وروسته، د کندهار له علماوو او مشرانو سره یو ځای لمونځ او روژه ماتی وکړ. همدا راز جمهوررئیس په امنیتي غونډه کې د کندهار ولایت عمومي وضعیت وارزوه. هغه د یو ورځني سفر په پای ته رسولو سره، د شپې ناوخته بېرته کابل ته راوګرځېد.

 امنیتي ناسته

جمهوررئیس محمد اشرف غني د تشریفاتو قطعې تر معاینې وروسته په امنیتي ناسته کې ګډون وکړ. په دې ناسته کې د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال امام‌نظر، کورنیو چارو وزیر او د پولیسو زون قوماندان جمهوررئیس ته د ښه راغلاست ترڅنګ، له هغه د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ځانګړې پاملرنې له امله مننه وکړه.

جمهوررئیس غني د امنیتي راپور تر اورېدو وروسته، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د سرښندنې او زړورتیا ترڅنګ د هغوی له غوره رهبرۍ او د دښمن د ګواښونو د له منځه وړو له وجې مننه وکړه.

هغه د امنیتي وضعیت د ښه‌والي په موخه امنیتي مسؤولینو ته لازمې لارښوونې وکړې او امنیتي او دفاعي ځواکونو ته په خطاب کې یې وویل، چې تاسو د افغانانو قوي ملاتړ له ځان سره لرئ او هغوی ستاسو سرښندونو ته بشپړ درناوی لري.

جمهوررئیس غني له افغان طالبانو سره د اوربند په ورځو کې امنیتي او دفاعي ارګانونو ته د لومړۍ درجه احضاراتو امر وکړ او ټینګار یې وکړ، چې دغه اوربند د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو د قوت نښه ده.

 

د قران عظیمالشان د نزول نمانځنې په غونډه کې ګډون

جمهوررئیس غني د روژې مبارکې میاشتې د اوه ویشتمې په مناسبت د خرقې شریفې په زیارت کې د قران مجید د نزول نمانځنې په تړاو په جوړو شویو مراسمو کې ګډون وکړ.

د خرقې شریفې متولي محمد نسیم آخندزاده، جمهوررئیس او ورسره پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، دا لیدنه تاریخي وبلله او د پیغمبر(ص) د خرقې شریفې د تبرک او پاکوالي او هغه ته د مسلمانانو د احترام په تړاو یې خبرې وکړې. هغه د الله(ج) دربار ته دعا وکړه، چې د خرقې شریفې په برکت، په هېواد کې جګړه او ناامني پای ته ورسېږي او د افغانانو ترمنځ سوله، ورورولي او ملي یووالی ټینګ شي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس د حکم پر اساس د مبارکې خرقې له متولي څخه وغوښتل شول، چې د مبارکې خرقې د ساتنې ځانګړی صندوق پرانېزي او په ګډه د هېواد د خیر، کامیابۍ، سولې او د جګړې د پای ته رسېدو لپاره دعا وشوه. ددې حکم پر اساس د خرقې مبارکې د ساتنې صندوق پرانستل شو او جمهوررئیس غني، ورسره پلاوي او حاضرینو په ګډه په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره د خدای(ج) دربار ته دعا وکړه.

جمهوررئیس پخپلو خبرو کې دا د افغانانو لپاره یوه تاریخي ورځ وبلله، چې د درېیم ځل لپاره د خرقې شریفې زیارت ته رجوع کېږي او د خرقې مبارکې د ساتنې د صندوق په پرانستو سره د خدای(ج) په دربار کې دعا کېږي. هغه هیله وښوده، چې د خرقې شریفې په برکت به په هېواد کې د سولې، یووالي، ورورۍ او ثبات فضا حاکمه شي.

جمهوررئیس غني د خرقې شریفې له متولیاتو د خرقې شریفې د ښې ساتنې له امله مننه وکړه.

هغه وویل، د افغانستان اسلامي جمهوریت خرقې شریفې ته هماغومره احترام لري لکه څومره چې احمد شاه بابا درلود او زیاته یې کړه، چې دا د ټولې اسلامي نړۍ لپاره یو ارزښتناک میراث دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، چې د افغانستان په تاریخ کې د درې زره عالمانو متفقه فتوا بېسارې ده او د هغه پر اساس، موږ د اوربند اعلان کړی، چې یو مثبت اقدام دی، چې په تعقیب یې طالبانو هم د اوربند اعلان وکړ. هغه زیاته کړه، چې عالمان باید ټولو لوریو ته ووایي، چې ستونزې د خبرو اترو، سیاست او جرګو له لارې حل کېدای شي.

په دوام کې، په سویل لویدیځه حوزه کې د سولې په چارو کې د جمهوررئیس استازي محمد مسعود اخندزاده، په هېواد کې د سولې او ثبات لپاره د خرقې شریفې شفیع ګرځول، وستایل. هغه همدا راز د طالبانو له لوري د اوربند په اعلانولو سره مننه وکړه او وې ویل، چې حکومت او جمهوررئیس غني د سولې، ښې حکومتولۍ، ملي او اقتصادي پروګرامونو د عملي کولو لپاره قوي ملاتړ له ځان سره لري.

د خرقې مبارکې له زیارت وروسته، جمهوررئیس او ورسره پلاوی د احمد شاه بابا د ارامځي لیدو ته ورغلل او د هغه روح ته یې دعا وکړه. وروسته د کندهار علماوو او مشرانو لمونځ او روژه ماتی وکړ.

 د ۲۰۵ اتل قول اردو له مؤظفینو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د ۲۰۵ اتل قول اردو له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره په جلا، جلا ډول وکتل. د قول اردو مؤظفینو له جمهوررئیس څخه د هغوی غوښتنو او وړاندیزونو ته د رسېدو له امله مننه وکړه او وې ویل، چې په لوړه روحیه به خپل کار ته دوام ورکړي.

جمهوررئیس د هغوی د ستونزو او وړاندیزو تر اورېدو وروسته، د امنیت په ټینګښت کې د افسرانو، بریدملانو او سرتېرو له زړورتیا او سرښندونو مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د هغوی ستونزو او وړاندیزونو ته به په جدي ډول رسېدنه وشي. هغه د هېواد زړورو او اتلو بچیانو ته په خطاب کې وویل، چې ستاسو په برکت د افغانستان بقا تأمین شوې ده.

جمهوررئیس هغوی ته زېری ورکړ، چې په نږدې راتلونکې کې به غوڅ ماموریت ملاتړ ۵۰ هلیکوپټرې افغان هوایي ځواک ته وسپاري.

جمهوررئیس همدا راز د ۲۰۵ اتل قول اردو په تالار کې ددې قول اردو مسؤولینواو مؤظفینو ته وینا وکړه او امنیتي او دفاعي مسؤولینو ته یې لارښوونه وکړه، چې د مؤظفینو د ترفیع او امتیازاتو ستونزه حل کړي.

هغه زیاته کړه، چې د لومړي خادم په توګه مې له تاسو سره ژمنه یو طرفه نه ده او ستاسو اتلولۍ هېڅکله هم نه هېرېږي.

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس د سفر له پای ته رسېدو وروسته، د شپې ناوخته بېرته کابل ته راوګرځېد.


شریکول