د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ننګرهار ولایت ته د جمهوررئیس غني د سفر راپور

۱۲ چنګاښ ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د یکشنبې په ورځ، ۱۰ چنګاښ ۱۳۹۷، د یوه لوړ پوړي پلاوي په مشرۍ د دوه ورځني سفر په موخه د ننګرهار ولایت مرکز جلال‌آباد ښار ته ورسېد.

ننګرهار ته د جمهوررئیس غني سفر، د ختیځ زون په زر بستریز روغتیایي کمپلکس د دولتي تصدۍ د کار پیل، ددې ولایت د عمومي امنیتي وضعیت ارزونې او د پوځي او امنیتي مسؤولینو په ګډون له بېلابېلو قشرونو سره د لیدنې په موخه و.

جمهوررئیس غني د ختیځ زون زر بستریز روغتیایي کمپلکس د کار پیل د بنسټ ډبرې تر ایښودو، د ننګرهار د عمومي وضعیت تر ارزونې او له بېلابېلو قشرونو سره تر لیدنې وروسته، د دوشنبې ورځې په مازیګر، له جلال‌آباد څخه لغمان ولایت ته ولاړ.

 

د ختیځ زر بستریز روغتیايي کمپلکس د یوې برخې د بنسټ ډبرې اېښودل

جمهوررئیس غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر پر مهال، د ختیځ زر بستریز روغتیايي کمپلکس د بنسټ ډبره کېښوده. د بنسټ ددې ډبرې په ایښودو سره ددې کمپلکس کار د دولتي تصدۍ له لوري پیل شو.

جمهوررئیس په دې تړاو جوړو شویو مراسمو ته وویل، خوشاله یم چې نن یوه ژمنه ترسره کوو او د یو لوی روغتیايي کمپلکس د جوړولو چارې پيلوو، موږ دې نتیجې ته ورسېدو چې قراردادیان سم کار نه کوي، نو ددې کمپلکس چارې به دولتي تصدۍ پر مخ وړي.

ددې روغتیایي کمپلکس په جوړېدو سره به په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول ننګرهار ولایت کې د خلکو روغتیایي ستونزې حل شي. دغه روغتيايي کمپلکس چې ۲۶۰جریبه ځمکه رانغاړي، نسايي ولادي ۲۰۰بستریز روغتون، د معلولینو لپاره ۱۵۰بستریز روغتون، د توبرکلوز لپاره ۴۰بستریز روغتون او د ننګرهار ولایت د نوي ۶۰۰ بستریز روغتون ودانۍ او د درملو او خوړو زېرمې په‌کې شاملې دي.

 

په امنیتي غونډه کې ګډون

جهور رئیس محمد اشرف غني، د ننګرهار ولایت په شاهي ماڼۍ کې د امنیتي او دفاعي مسؤولینو په ګډون په جوړه شوې غونډه کې ددې ولایت امنیتي وضعیت وارزوه.

جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي مسؤولینو د راپور تر اورېدو وروسته، د اوربند په ورځو کې د هغوی د ښه مدیریت ستاینه وکړه او د خاورې او ولس په دفاع کې یې د دغو ځواکونو قربانۍ او هڅې وستایلې او په موقع سره یې د ځواکونو په ښه اکمال او تجهیز ټینګار وکړ. همدارنګه د را روانو ټاکنو او لویو لارو د امنیت د ټينګښت په موخه یې د امنیتي او دفاعي ارګانونو ترمنځ په لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.

جمهور رئیس امنیتي او دفاعي منسوبینو ته لارښوونه وکړه، چې تر ګواښ لاندې سیمو تر ارزونې او تشخیص وروسته دې د دښمن د ځپلو په خاطر عاجل امنیتي اقدامات وکړي.

هغه د تورخم له امنیتي مدیریت څخه نارضایتي څرګنده کړه او وې ویل، په دې برخه کې شکایتونه موجود دي او لارښوونه یې وکړه، چې د ننګرهار والي دې د دغو شکایتونو په اساس ارزونې پيل او د اصلاح لپاره دې عملي لارې چارې ولټوي.

 

له بېلابېلو اقشارو جوړې شوې غونډې ته وینا

جمهور رئیس غني د خپل سفر پر مهال د دغه ولایت د بېلابېلو اقشارو او قومونو له مخورو، علماوو او د ځوانانو له استازو سره وکتل او هغوی ته یې وینا وکړه.

د غونډې په پیل کې د ننګرهار والي حیات‌الله حیات  خوښي وښوده، چې جمهوررئیس د مهمو پروژو د پرانستې او امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه جلال‌آباد ښار ته سفر کړی دی. هغه زیاته کړه، د ننګرهار ولسونه د نظام او ستاسو ټینګ ملاتړي دي.

هغه وویل، سره له دې چې د ننګرهار خلک سوله غوښتونکي دي، خو بیا هم دا ولسونه په ناامنۍ کې ژوند کوي او د طالبانو او داعش تهدید له یوې خوا، د مافیايي کړیو او زورواکو تهدید له بلې خوا خلکو ته جدي امنیتي ستونزې پیدا کړې دي.

 ورپسې د شینوارو، خوګیاڼو، حصارک، مومندو او د متحدو قومونو استازو خبرې وکړې او د امنیت، روغتیا، معارف، مالدارۍ، د کوچیانو څړځایونو، د کرنیزو او انکشافي پروژو د نه تطبیق په برخه کې یې، خپلې ستونزې او وړاندیزونه له جمهور رئیس سره شریک کړل.

هغوی د ځمکو د غاصبینو، وسله‌والو مخالفانو، زورواکو، مافیايي کړیو، مفسدینو، د کانونو د ناقانونه استخراج او د ځنګلونو وهلو د مخنیوي په برخه کې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس غني په خپلو خبرو کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو په چوکاټ کې د ننګرهاري ځوانانو د قربانیو او سرښندنو څخه په مننې وویل، حکومت ژمن دی چې د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته جدي پاملرنه وکړي.

جمهوررئیس وویل، زه د افغانستان د خلکو ولسمشر یم، زه د افغانستان د خلکو او علمای کرامو خبره منم، سوله د ولس غږ دی او دا اوسنی څلويښت کلن جنګ ماته په میراث رسېدلی دی او زما دنده دا ده، چې دا جنګ ختم کړم او هر ځای کې طالبانو سره خبرو ته حاضر یم.

جمهوررئیس د امنیت په برخه کې د ننګرهار د خلکو اندېښنې پر ځای وبللې او دفاعي ځواکونو څخه یې مننه وکړه، چې د داعش په ټکولو کې یې خپله دنده سمه ترسره کړې ده، خو پولیس یې په خپلو کارونو کې پاتې وبلل. هغه زیاته کړه، نوي امنیتي چارواکي مې په همدې خاطر رالېږلي دي، چې اصلاحات عملي او اختطاف او زورواکي ختمه کړي.

جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې هر اړخیزه ارزونه وکړي، هر هغه چارواکی چې کار نه کوي، ور وپېژني چې له دندې یې لرې کړي. جمهور رئیس وویل، د کابل جلال‌آباد دویم سړک چې له کلونو کلونو راهیسې یې چارې ځنډېدلې دي، اوس یې په پنځو برخو وېشلی او د کارونو د چټکتیا په موخه یې د هرې برخې چارې جلا، جلا قراردادیانو ته ورکړل شوې دي.

جمهوررئیس غني د ننګرهار له خلکو وغوښتل چې د امنیت د ښه تأمین په خاطر منطقوي ځواک جوړېږي او د دوو کنډکونو لپاره کسان ورکړي چې د غصب او ګمرکونو د حفاظت لپاره وګمارل شي او په دغه پوځ کې به د ملي اردو هغه سرتېري جذبېږي، چې ترخیص یې اخیستی وي.

جمهوررئیس د ننګرهار په پانګه‌والو غږ وکړ چې د دوی د پانګې له برکته نور ولایتونه آباد شوي، دا ځل زه ورته د پانګونې زمینه برابروم، دوی دې په خپل ولایت کې په برېښنا او نورو برخو کې پانګونه وکړي.

جمهوررئیس د انکشافي پروژو په تطبیق کې ستونزو ته په اشارې وویل، انکشافي پروژې به په جدي توګه ارزول کېږي او د ننګرهار والي ته یې لارښوونه وکړه، چې د پروژو یو بشپړ لېست له مشخصاتو سره ترتیب کړي او کابل ته یې راوړي، چې له وزیرانو سره یې مخامخ کېنوم او ستونزو ته حللارې ولټول شي.

په دې مراسمو کې، د شرعي ملکیتونو د اسنادو د وېش پروګرام عملي کېدو ویډیو خپره شوه او جمهور رئیس یو شمېر کسانو ته، د ملکیت سندونه ووېشل.

همدا راز په دې مراسمو کې، د جلال‌آباد ښار د ګذر وکیلانو د جمهور رئیس د خدمتونو د ستاینې په موخه، هغه ته ستاینلیک ورکړ.


له ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو سره لیدنه

ځوانانو، مدني فعالانو او خبریالانو د پولیسو تشکیل کې د زیاتوالي، حج او اوقافو وزارت سره د جوماتونو او مدرسو د ثبت، اداري اصلاحاتو بهیر چټکول، د تورخم په کمیسارۍ کې د فساد مخنیوي، د ښار پراختیا او کانالیزاسیون ته پاملرنه، په معیاري ډول د ننګرهار پوهنتون ودانۍ جوړول، خصوصي پوهنتونونو ته د ماسټرۍ پروګرام د اجازې ورکول، په خصوصي پوهنتونونو کې د جعلي اسنادو د وېش مخنیوي، ننګرهار ته د ملکي الوتنو پيلول، د کابل ـ جلال‌آباد او تورخم ـ جلال‌آباد په لویې لارې د کار پيل، د سراج العمارت بیارغاونه، د رڼو ټاکنو  کول او د سولې بهیر څخه د ملاتړ په تړاو خپلې غوښتنې وړاندې کړې.

جمهور رئیس غني د ځوانانو او مدني فعالانو غوښتنې او اندېښنې پر ځای وبللې او هغو ته یې د رسېدنې ژمنه وکړه او وې ویل: دا وطن اقتصادي استقلال نه لري، په صدقو روږدي یوو، که غواړو زموږ ملي هیلې ترسره شي، باید په دې وغږېږو چې په خپلو پښو ودرېږو، ځکه دا بهرنۍ مرستې به تل نه وي او یوه ورځ به ختمې شي او اداري اصلاحات ځکه غواړو، چې ځوان نسل ته د خدمت زمینه مساعده شي.

جمهوررئیس وویل، بل کال ته به شپږ سوه میګاواټه وارداتي برېښنا را ورسېږي او قیمت یې هم کم شوی دی او د برېښنا له راتګ سره به اقتصادي وده هم راشي.

په پای کې ځوانانو جمهور رئیس ته هغه بېنر ډالۍ کړ، چې سلګونه کسانو د سولې په ملاتړ پرې لاسلیکونه کړي وو او د سولې په برخه کې یې د جمهور رئیس هڅې وستایلې.

له ښځو سره لیدنه

جمهوررئیس  غني له یو شمېر ښځو او د ښځینه حقونو فعالانو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل او هغوی د ښځو د سیاسي مشارکت، ودې، تعلیم او تربیې، د نجونو ښوونځیو وضعیت، صنعتکارو مېرمنو او د هغوی تولیداتو ته د بازار موندنې او ښځو سره د تاوتریخوالي، کونډو مېرمنو ته د پاملرنې او د پولیسو په لیکو کې د ښځو د زیاتوالي مسائل له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني هغوی ته وویل، چې دا ځل د اصلاحاتو لپاره جدي حرکت پیل شوی دی، لکه څنګه مو چې ولیدل پخواني چارواکي بریالي نه وو، حکومت ژمن دی چې د ښځو ونډه به په ادارو کې د دوی ظرفیت او محدویت ته په پام سره زیاته شي.

هغه وویل، په وزارتونو کې د معینیتونو په کچه او په ولایتونو کې د معاونیت په کچه ښځو ته ونډه ورکړل شوې او ځینو ولایتونو کې ښځینه ولسوالانې هم ګمارل شوې دي، هغه د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس ته لارښوونه وکړه چې په ښاروالیو کې هم د ښځو ونډې ته توجه وکړي.

د امنیتي او دفاعي ځواکونو د کونډو په اړه جمهوررئیس زیاته کړه، دوی سره د مرستو لړۍ پیل شوې او ماشومانو ته به یې په بهترینو شرایطو کې د زده‌کړې زمینه مساعده شي.

همدارنګه هغه صنعتکارو ښځو ته په اشارې وویل، د ښځو د تولیداتو لپاره به په کور دننه او بهر په اساسي ډول بازار موندنه او د دوی د صنعت د ودې لپاره به جدي پاملرنه وشي، ځکه زه غواړم د یو تولیدي افغانستان اساس کېږدم او په نږدې راتلونکي کې به د ننګرهار والي د غالي اوبدونکو ښارګوټی پرانېزي.

جمهوررئیس غني د ننګرهار والي او عدلي او قضايي ارګانونو ته لارښوونه وکړه، چې ښځو سره د تاوتریخوالی یو واضح تحلیل ترتیب او د قانون د حاکمیت عالي شورا یوې ځانګړې غونډې ته له وړاندیزونو سره مطرح کړي، چې هلته ورباندې تصمیم ونیول شي.

 

له علماوو سره لیدنه

جمهور رئیس غني د یکشنبې ورځې په ماښام د ننګرهار له دیني عالمانو سره هم وکتل.

په پیل کې مولوي عبدالبصیر بصیرت د سولې په برخه کې د جمهور رئیس له سیاستونو بشپړ ملاتړ وکړ او په دې برخه کې یې د جمهوررئیس هلې ځلې وستایلې. هغه په خپلو خبرو کې د هدیرې لپاره د پراخې ځمکې، علماوو ته د حج سهمیه کې زیاتوالي، د دارالافتا، کتابتون او د غونډو لپاره د یوه صالون جوړولو غوښتنه وکړه، وې ویل چې د ننګرهار د عیدګاه جومات دې له ښاروالۍ څخه حج او اوقافو ریاست ته انتقال شي او همدارنګه یې د شخصي مدرسو د رسمي کېدو او تمویلولو غوښتنه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس وویل، چې په روژه کې یې د ۳۴ ولایتونو له حافظانو او د حج او اوقافو له رئیسانو سره وکتل او د هغوی ستونزې یې واورېدې.

هغه زیاته کړه، حکومت د افغانستان په کچه د دیني مدارسو او حفظ حلقو ته د ودې لپاره پروګرام لري او په ټول هېواد کې مې د یو میلیون قران کریم د نسخو د وېش امر کړی دی. جمهوررئیس د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه چې د قاسم‌آباد نمرو د غصب موضوع وڅېړي او په اړه یې جمهوري ریاست ته مشخص وړاندیز وکړي او زیاته یې کړه، چې غصب په شرعي جایداد نشي بدلېدی. جمهوررئیس ژمنه وکړه چې حج او اوقافو وزارت کې به فوق‌العاده تغییرات راشي او په دې وزارت پانګونه کېږي، چې مسلکي برخه یې عیاره شي او د دارلافتا د جوړولو په اړه د علماو د شورا رئیس مولوي کشاف د یوې کمېټې په مشرۍ کار کوي، همدارنګه یې د عیدګاه جومات د ملکیت په اړه د څېړنو لارښوونه وکړه.

په دې ناسته کې، جمهوررئیس غني په جلال‌آباد ښار کې وروستی ترهګریز برید وغانده او د قربانیانو روح ته یې دعا وکړه.

 

له صنعتکارانو او سوداګرو سره لیدنه

د ننګرهار صنعتکارانو او سوداګرو له جمهوررئیس سره په کتنه کې په تورخم بندر کې د تخلیې او بارونې په برخه کې د اسانتیاوو، په ربع‌وار ډول د مالیې د بیلانس درولو، د ویزې او وسلې کارت اخیستو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کولو، له ښار څخه بهر د سوداګریزو مالونو د تخلیې لپاره د ځمکو وېش، د اوسپنې داغمه جاتو او غذایي توکو د قاچاق مخنیوي، د برېښنا ستونزې له منځه تلو او د نیم‌کاره صنعتي پارکونو د بشپړولو په برخه کې خپلې غوښتنې وکړې.

جمهوررئیس غني وویل، چې په ځینو برخو کې ستونزه په حکومت او ځینو نورو کې بیا ستونزه په تاسو کې ده. هغه څرګنده کړه، د موټرو وزن مو زیات کړی چې له امله یې سړکونه ویجاړ شوي، د ګمرکونو رئیسان را غواړم که اصلاحات یې راوستل ښه خبره ده او کنه دندې به پرېږدي.

جمهوررئیس وویل، د سکېنرونو جوړولو لارښوونه مې کړې، د صنعت او صادراتو د نوي مرکز په اړه والي سره نتیجې ته ورسېږئ او د مالیې په برخه کې به مالیې وزارت ته هدایت ورکړم، که نتیجې ته ورسېدئ ښه، کنه بیا زه فیصله کوم او پر تعرفې هرو درېیو میاشتو کې د اقتصاد په عالي شورا کې بحث او پرېکړه کېږي.

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، هغه صنعتکارانو چې د شیخ مصري په صنعتي پارک کې ځمکې اخېستې دي او فابریکې په‌کې نه جوړوي، ځمکې به ور څخه بېرته واخیستل شي، حکومت ژمن دی چې نیم‌کاره صنعتي پارکونه بشپړ کړي.

جمهوررئیس دوی ته سپارښتنه وکړه، چې وړې پانګې سره یو ځای او سهامي شرکتونه جوړ کړي، څو د ضایعاتو مخه ونیول شي. هغه د کانونو په اړه وویل، حاضر یم که سمه پانګونه وکړئ د لنډمهال او منځمهال لپاره کانونه درسپارم او زما غوښتنه دا ده، چې ننګرهار باید صنعتي شي.

 

د پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره لیدنه

د ننګرهار د پوهنتون استادانو او د ښوونځیو ښوونکو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د پوهنتون د ځمکو د استملاک، د نویو ځمکو د وېش، د ننګرهار د طب پوهنځي د پراختیا، د کمپیوټر ساینس پوهنځي لپاره د ودانۍ جوړولو، د پوهنتونو د امنیت ټینګښت او د هغو د ظرفیت لوړولو په برخه کې خپلې ستونزې او غوښتنې مطرح کړې او همداراز د ښوونځیو لپاره د ودانیو جوړولو ته د پاملرنې، د څښاک پاکو اوبو برابرولو، د ځمکو د غصب مخنیوي، ښوونکو ته د پورونو ورکړې، د ښوونکو د ظرفیت لوړونې او د پوهنې په رهبرۍ کې ښځینه ښوونکو ته د لا زیاتې پاملرنې غوښتونکي شول.

په دې لیدنه کې جمهور رئیس غني د پوهنتونونو لپاره د ځمکو د استملاک د منظورېدو لارښوونه وکړه. هغه دې ته په اشارې، چې پوهنتونونه باید د هویت ملي مرکزونه وي، وویل، چې پخپلو ژبو باید زده‌کړو ته اساسي پاملرنه وشي او باید په دې برخه کې تولید ته جدي پاملرنه وشي.

جمهوررئیس لارښوونه وکړه، چې د ښوونځیو د ستونزو د غصب او د کتابونو د وېش ستونزې ته به په عاجل ډول رسېدنه وشي.

 

د ولایتي شورا له غړو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په دویمه ورځ د هغه ولایت د ولایتي شورا له غړو سره وکتل.

د ولایتي شورا رئیس احمدعلي حضرت جمهوررئیس ته د ښه راغلاست تر څنګ د ننګرهار په دولتي اداره کې د وروستیو اصلاحاتو او د ختیځ روغتیايي کمپلکس د جوړولو په کار خوښي وښوده او په اکثره ولسوالیو کې یې ناامني، د هوايي ډګر نشتوالی، د کډوالو او راستنېدونکو فشار، ښار کې د نفوسو ډېروالی، ټاکنو کې د ولسوالانو د کورنیو د غړو کاندیدېدل او په را روانو ټاکنو د تقلب احتمال او اختطاف یې د ولایتی شورا د غړو مهمې اندېښنې وبللې.

جمهوررئیس غني په جلال‌آباد کې ښار کې پر وروستۍ ترهګریزې پېښې، چې زموږ یو شمېر وطنوال په‌کې شهیدان شول، د خواشینۍ څرګندولو پر مهال وویل، ددې پېښې په اړه زما د همدردۍ مراتب ټولو ننګرهاریانو په ځانګړي ډول د قربانیانو کورنیو ته ورسوئ او د ننګرهار والي او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې د قربانیانو له کورنیو سره مرسته او د ټپیانو درملنې ته ځانګړې توجه وکړي.

هغه د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس او د ننګرهار والي ته لارښوونه وکړه، چې د ولسوالیو شوراګانو د کاندیدانو په ګټه هېڅ ولسوال، امنیه قومندان او د لواګانو قومندانانو ته د فعالیت اجازه ور نه کړي.

جمهوررئیس وویل، پاکستان سره په خبرو لګیا یوو او پاکستان سره د ډیورنډ کرښې په سر هېڅ بحث نه دی شوی، دا د ولس صلاحیت دی، خو دغه هېواد سره باید په اقتصادي طرحو نتیجې ته ورسېږو چې خودکفا شو. هغه ټینګار وکړ چې پاکستاني موټرو ته ځکه اجازه نه ورکوو چې په مقابل کې یې موږ هم ورڅخه د هند تر امرتسره د ځمکني ترانسپورټ او رېل پټلۍ لار غواړو.

جمهوررئیس د ننګرهار له خلکو مننه وکړه، چې کډوالو او بېځایه شویو ته یې غېږه پرانیسته او جذب یې کړل او ژمنه یې وکړه چې د هوايي ډګر ستونزه به یې په اساسي توګه حل شي او که د روغتیايي کمپلکس په چارو کې هر چا ناغیړي وکړه کار به ورڅخه واخیستل شي.

 

د ملکي ادارو له نویو ګمارل شویو مسؤولینو سره لیدنه

د ملکي ادارو نویو مقررو شویو مسوولینو د خپلو اړوندو ادارو په اړه د معلوماتو د شریکولو تر څنګ د اصلاحاتو بهیر پر وړاندې شته خنډونه له جمهوررئیس سره شریک کړل.

جمهوررئیس غني د اصلاحاتو بهیر د ښه تطبیق په موخه د بشپړ ملاتړ ډاډ ورکړ او د ننګرهار والي په ګډون یې ټولو اداري مسوولینو ته وویل، د اداري اصلاحاتو د تطبیق له پلوه ننګرهار باید په نمونه‌یي ولایت بدل شي او ددې لپاره یې دوی ته د یوې جامع او هر اړخېزې طرحې  برابرولو لارښوونه وکړه.

 

د شهید مولوي عبدالظاهر حقاني د کورنۍ له غړو سره لیدنه

جمهوررئیس غني د شهید حقاني د کورنۍ غړو ته په خطاب کې وویل، مولوي عبدالظاهر حقاني د وطن لپاره لویه قرباني ورکړې، چې د ده سرښندنه به هېڅ وخت هېره نه شي او د مولوي حقاني مشر زوی حاجي عبدالباقي ته یې د استوګنې نمرې د ملکیت سند ورکړ.

د شهید حقاني د کورنۍ غړو د جمهوررئیس له تسلیت او ډاډګېرنې څخه په مننې وویل، مولوي حقاني د هېواد، نظام، امنیتي ځواکونو او د ملي ګټو د پالنې او ملاتړ په خاطر خپل ځان قرباني کړ او د نوموړي قرباني به زموږ عزم لا پیاوړی کړي.

 

له ولسوالانو سره لیدنه

ولسوالانو له جمهوررئیس غني سره په کتنه کې له افغان طالبانو سره سولې ته د چمتووالي لپاره  د یو اړخیز  اوربند د نوښت په خاطر د جمهور رئیس قدرداني وکړه.

هغوی د ښوونځیو د ودانیو او څښاک اوبو د نشتوالي، د ښوونکو د کموالي، په ځانګړو امتیازاتو لېرې پرتو ولسوالیو ته د ښځینه ښوونکو د استولو، د بندونو جوړولو، کابل ـ جلال‌آباد او جلال‌آباد ـ تورخم د لویو لارو د چارو  پېلولو، د ځنګلونو د ساتنې او احیا لپاره د تشکیل رامنځته کولو، له نشه‎يي توکو سره د مبارزې په برخه کې د معیشت بدیل او په ولسوالیو کې د سترو او کوچنیو پروژو د تطبیق لپاره وزارتونو ته د جمهوررئیس د لازمو لارښوونو غوښتنه وکړه.

جمهوررئیس وویل، چې ولسوالان د حکومت او ولس ترمنځ د پُل حیثیت لري، تاسې باید ولسونو ته دا واضح کړئ، چې غوښتنې یې پر وخت او امکاناتو ته په پام پوره کېږي.

جمهوررئیس غني د امنیت د ښه‌والي په برخه کې له ولسوالانو څخه د واضح طرحو او وړاندیزونو برابرولو غوښتنې ترڅنګ وویل، د لویو لارو او نورو پروژو عملي کولو په برخه کې باید ولسونه قانع کړئ، چې د پروژو په تطبیق کې خپله هر اړخیزه همکاري وکړي.

هغه وویل، چې ولس اصلاحات غواړي او د اصلاحاتو د راوستو په برخه کې د زورواکو او غاصبینو په ګډون هېچاته ددې اجازه نه ورکوو، چې  پر وړاندې یې خنډ شي.

 

د روغتیایي ټولنې له کارکوونکو او د عامې روغتیا ریاست له مسؤولینو سره کتنه

د ننګرهار د روغتیایي ټولنې کارکوونکو او د عامې روغتیا ریاست مسؤولینو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د روغتیایي کارکوونکو د امنیت ټینګښت او د روغتیایي نوي سکتور د ودې په تړاو خپل وړاندیزونه او غوښتنې له هغه سره شریکې کړې.

جمهور رئیس غني خلکو ته د ډاکترانو د خدمتونو وړاندې کولو له امله د هغوی ستاینه وکړه او د ننګرهار والي او نورو چارواکو ته یې لارښوونه وکړه، چې د ډاکترانو د امنیتي ستونزو د حل په موخه یوه ګډه امنیتي کمېټه جوړه کړي.

جمهوررئیس د خدمتونو وړاندې کولو، د پولیسو د روغتونونو د ستونزو له منځه وړو او د ملکي روغتونونو وضعیت ته د رسېدو لپاره د لازمو معیارونو په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

 

د معلولینو له استازو سره لیدنه

د معلولینو استازو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې له داخلي زورواکو څخه د خلاصون، د شفافو او رڼو ټاکنو د ترسره کېدو، د معلولینو د ځمکو غصبولو، پر خپل وخت د معلولینو حقونو نه اجرا کېدو، معلولینو ته د زده کړې د زمینې برابرولو، معلولینو ته په ازموینو کې د ځانګړو اسانتیاوو د ورکړې، په ولسي جرګه کې د یوې څوکۍ د ورکړې، روغتیایي اسانتیاوو برابرولو، په تصامیمو کې د حق  ورکولو او نورو برخو کې خپلې غوښتنې او وړاندیزونه شریک کړل.

جمهوررئیس وویل، ستونزه د جګړې په دوام نه حلېږي، داخلي زورواکو او قانون ماتوونکو ټولو ډلو ته مې واضح پیغام دا دی، چې قانون ته غاړه کېږدي.

هغه وویل، د شهیدانو کوچنیانو او معلولینو لپاره لیلیه ښوونځي او د روغتیا په برخه کې به داخلي امکانات زیات کړو.

 

له یتیمانو سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د ننګرهار له یتیمانو سره په شاهي ماڼۍ کې وکتل.

په دې کتنه کې د یتیمانو په استازیتوب غلام اسحاق خبرې وکړې او د جګړې له ښکېلو غاړو یې د جګړې ودرېدو غوښتنه وکړه. هغه په ننګرهار کې د یتیمانو لپاره د انسټېټیوت او لیلې جوړولو غوښتنه هم وکړه.

د هېواد جمهوررئیس یتیمانو ته په خطاب کې وویل، تر هغو چې ژوندی یم تاسې به راڅخه هېر نه شئ. د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د کورونو او لیلیه لېسو ترتیبات نېول کېږي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، تاسې سره کتنه ننګرهار ته زما د سفر ښه شېبه ده او حکومت به ستاسې د معیشت د ښه‌والي په برخه کې توجه وکړي.

جمهوررئیس غني د دوشنبې ورځې په مازیګر، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۷، له جلال‌آباد څخه لغمان ولایت ته ولاړ.


شریکول