د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

لغمان ولایت ته د جمهوررئیس غني سفر

۱۶ چنګاښ ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني ننګرهار ولایت ته له دوه ورځني سفر وروسته د دوشنبې ورځې په مازیګر، ۱۱ چنګاښ ۱۳۹۷، لغمان ولایت ته ورسېد. د جمهوررئیس غني ددې سفر موخه، د سل بستریز روغتون او د ولایت مقام د نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته سپارل او د څو نورو انکشافي پروژو پرانسته وه.

هغه په دې سفر کې د لغمان ولایت له ملکي او پوځي مسؤولینو، د ښځو له استازو، ځوانانو، علماوو، ولسوالانو، د پوهنتون له استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره وکتل.

جمهوررئیس غني په دې ولایت کې د یوې ورځې له تېرولو وروسته د ۱۳۹۷ د چنګاښ په ۱۲ نېټه بېرته کابل ته راوګرځېد.

 له ښځو سره لیدنه

ښځو او د ښځینه حقونو فعالانو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې په تعلیمي، ټولنیزو چارو، اقتصادي مشارکت او نورو برخو کې د ښځو په اړه شوي پرمختګونه کافي ونه بلل او ټینګار یې وکړ، چې دا باید ټول هېواد په ځانګړي ډول لرې پرتو سیمو ته پراخ شي، ځکه ښځې لا هم له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

جمهوررئیس غني له ښځو مننه وکړه، چې خپلې غوښتنې یې په واضح توګه ورسره شریکې کړې او وې ویل، رښتیا هم اکثره فعالیتونه په مرکز کې شوي چې جامع نه دي، مستوفیانو او ولسوالانو په څېر نورو کلیدي پوسټونو کې د ښځو استخدام ته جدي توجه کېږي.

 

 د پروژو ګټې اخیستنې ته سپارل او پرانسته

جمهوررئیس غني لغمان ولایت ته د خپل سفر پر مهال د ۷۶۳ میلیون افغانیو په ارزښت د۵۱ بشپړو شویو پروژو د پرانستو تر څنګ د یو میلیارد او ۲۷۱ میلیون افغانیو په ارزښت د ۴۷ نویو پروژو د بنسټ ډبرې کېښودې.

ورپسې جمهوررئیس غني په دغه مناسبت د لغمان ولایت د غونډو په تالار کې جوړې شوې غونډې کې، چې د ټولنې بېلابېلو اقشارو په‌کې برخه اخیستې وه، ګډون او وینا وکړه.

ورپسې ویناوالو پخپلو خبرو کې له درېیمې درجې څخه دویمې درجې ته د لغمان ولایت ارتقا، مشرانو جرګه کې له لغمان ولایت څخه د یو سناتور ټاکلو، د اداري واحدونو زیاتوالي، د کله ګوش بند جوړولو، د مهترلام او سرخکان ترمنځ سړک پراخولو، معارف او لوړو زدکړو ته توجه او د لغمان ولایت پوهنتون کې د طب او حقوقو پوهنځیو د ایجاد غوښتنه وکړه.

هغوی د حکومت او د جمهوررئیس د سولې له طرحې ملاتړ وکړ او وې ویل، د لغمان ولسونه سوله غواړي او په دې برخه کې له حکومت سره هر ډول همکاریو ته چمتو دي.

د لغمان ولسونو د سولې، ابادۍ او د خلکو د سوکالۍ په موخه د جمهوررئیس د هڅو ستایلو په خاطر هغه ته د افغانستان نقشه ډالۍ او د عزت پګړۍ یې ور په سر کړه.

جمهوررئیس غني لغمانیان سوله دوسته خلک وبلل او وې ویل، همدا چې لومړی مو د ګلبدین حکمتیار هرکلی وکړ دا ستاسې د سولې غوښتنې لوی ثبوت دی، ځکه هغه اول لغمان ته راغی، کله چې باور ورسره پیدا شو بیا کابل ته هم راغی.

جمهوررئیس وویل، لکه حکمتیار سره چې کومه سوله وشوه، د سولې ټول بهیر باید دغه شان بین‌الافغاني وي، ځکه یوازې افغانان په خپلې ارادې او ښه نیت سوله راوستی شي، بل هېڅ بېګانه موږ سره مرسته نشي کولی چې جنګ بند کړو.

جمهوررئیس غني له درېیمې څخه دویمې درجې ته د لغمان ولایت د لوړېدو غوښتنه ومنله او د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته یې لارښونه وکړه، چې دا موضوع طی مراحل کړي. هغه د لغمان ولایت د اداري واحدونو د زیاتوالي په اړه وویل، چې په دې برخه کې باید ارزونه وشي او د اصولو او مقرراتو پر اساس باید اقدام وشي.

هغه زیاته کړه، په سړکونو باندې څیړنې روانې دي او لغمان ته د لمریزې برېښنا پروژه هم په پام کې نیول شوې او د هوايي ډګر د جوړولو لپاره هم یوې کمپنۍ سره خبرې شوې دي، چې امکانات یې وسنجوي.

جمهوررئیس غني وویل، هر ولایت چې خپله بودجه ښه مصرف کړي هغه به تقدیر شي او داسې به د ولایتونو ترمنځ یو مثبت رقابت رامنځته شي.

جمهوررئیس له امنیتي او دفاعي مسوولانو مننه وکړه، چې د دوی د هڅو له برکته د لغمان په امنیتي وضعیت کې مثبت تغییر راغلی دی.

 له علماوو سره لیدنه

د لغمان ولایت علماوو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې د سولې له طرحې ملاتړ څرګند کړ او وې ویل، د جنګ د بندیدو لپاره باید داسې تګلاره غوره شي چې هېچاته د جنګ د دوام پلمه پاتې نشي.

د علماوو کرامو د استخدام، علماوو ته د بورسونو ورکړه، پر مجرمینو د جزا قانون تطبیق، د علماوو د ترور او وژنو مخنیوی، د علماوو شهیدانو کورنیو ته رسیدګي او د دغو وژنو د عاملانو قانون ته سپارل، ښځو ته د دارالعلوم جوړول، لغمان ته د شرعیاتو، حقوقو او اقتصاد پوهنځیو منظوري، په سوله کې بې طرفه جیدو علماوو ته نقش ورکول، په مشرانو جرګه کې علماوو ته انتصابي څوکۍ، د عیدګاه او لویو جامع جوماتو جوړول، د دغو علماوو عمده غوښتنې وې چې مطرح یې کړې.

د هغوی د وړاندیزونو تر اورېدو وروسته جمهوررئیس وویل، چې د جنګ د ختمولو لپاره مو پوره هڅې کړې دي او دوی ته مو د جنګ د دوام هېڅ پلمه نه ده پرېښي، زه حاضر یم هر ځای کې دوی سره مذاکره وکړم، خرقه شریفه، مهترلام بابا او هر ځای کې چې وایي، ورسره خبرې وکړم.

جمهوررئیس وویل، علماوو ته کاري زمینه او جوماتونو کې د روزنې امکانات برابروو، هغه له دیني علماوو څخه وغوښتل، کرنه، احصائیه او فساد سره مبارزه کې راسره برخه واخلئ، پخوا به د اوبو په انتظام او د ځمکو سنجش علماوو کاوه، د دوی نقش په هره برخه کې خورا مهم دی.

 له ځوانانو او مدني فعالانو سره لیدنه

ځوانانو او مدني فعالانو له جمهوررئیس غني سره په لیدنه کې، د اوبو د مدیریت په برخه کې د ځوانانو د ظرفیت په لوړولو، ځوانانو ته د کاري فرصتونو په ایجادولو، د پوهنتون پراختیا، د شاهي کانال بیارغاونه او د ولایت په سطحه د میډیا سنټر جوړولو په هکله خپل وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني د ځوانانو لوړ درک او پوهه وستایله وې ویل او ددې ولایت د پوهنتون د پراختیا او د رسنیو ستونزې د حل په موخه یې لارښوونې وکړې.

 له استادانو او ښوونکو سره لیدنه

جمهوررئیس د پوهنتون له یو شمېر استادانو او د ښوونځیو له ښوونکو سره په کتنه کې د هغوی ستونزې او وړاندیزونه واورېدل. هغوی وویل، چې د پوهنتون ساحه لوړې ژورې لري چې له ماسټر پلان سره سم باید جوړه شې او داخلي سړکونه یې پاخه شي. همدا راز هغوی په ګنبري دښته کې ښوونکو ته د ورکړل شویو نمرو د برخلیک معلومولو غوښتنه هم وکړه.

جمهوررئیس د لغمان والي ته لارښوونه وکړه، چې د قیر پر ځای دې د پوهنتون داخلي سړکونه له ډبرو جوړ کړي او همدا راز د ښوونکو د نمرو ستونزه دې هم په اساسي ډول حل کړي.

 له ولسوالانو سره لیدنه

ولسوالانو له جمهوررئیس سره په لیدنه کې، د عدلي او قضايي ارګانونو نشتوالي، په ولسوالیو کې د نظارت خونو نشتوالي، اداري کمپلکسونه جوړولو، په قرغیو ولسوالۍ کې د ښارګوټي جوړولو، په ولسوالیو کې د سرپرستۍ ختمولو او د معاش او حقوقو کموالي په تړاو خپلې ستونزې او وړاندیزونه مطرح کړل.

جمهوررئیس غني په ولسوالیو کې د عدلي او قضايي برخو فعالول مهم او ضروري وبلل او زیاته یې کړه، چې د کمپلکسونو په جوړولو کې باید له محلي موادو استفاده وشي، خو نقشې باید رسمي وي او د سیمه‌ییزو ارګانونو د خپلواکې اداري رئیس ته یې لارښوونه وکړه، چې د ولسوالیو د سرپرستۍ ستونزه حل کړي.

 له ۲۰۱ سیلاب قول اردو لیدنه

جمهوررئیس له افسرانو، بریدملانو او سرتېرو سره په جلا، جلا ډول وکتل. هغوی ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو او د هغو د شهیدانو کورنیو ته د جمهوررئیس له پاملرنې مننه وکړه او خپلې ستونزې او وړاندیزونه یې ورسره شریک کړل.

په دې غونډه کې د قول اردو مؤظفینو ژمنه وکړه، چې د ټاکنو د ملي پروسې د امنیت د تامین په خاطر به په پوره بې‌طرفۍ هڅه وکړي او پر وخت یې د شهیدانو او ټپیانو د انتقال، د مسلکي زده‎کړو زیاتولو، د محاربوي قابلیتونو لوړولو، ترفیعاتو، د مجازاتو او مکافاتو تطبیق، د تاسیساتو د حفظ و مراقبت او قول اردو ته د دایمي برېښنا د ورکړې موضوعات مطرح کړل او په دې برخه کې یې د حکومت پاملرنه وغوښته.

د هېواد جمهوررئیس پخپلې وینا کې، له امنیتی او دفاعي ځواکونو او د دوی له کورنیو څخه مننه وکړه، چې خپل بچیان یې خلکو او وطن څخه د دفاع په خاطر د امنیتي او دفاعي ځواکونو لیکو ته لېږلي دي. هغه زیاته کړه، ملي دفاع وزیر ته مې لارښوونه کړې ده، چې د ترفیعاتو زمینه برابره کړي او د قول اردو قومندان جنرال وزیري ته مې هدایت کړی چې د مجازاتو او مکافاتو اصل تطبیق کړي.

جمهوررئیس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو افسرانو، بریدملانو او سرتېرو ته په خپلې وینا کې وویل، څلور کاله پخوا چې د هېواد بقا په خطر کې وه، ټولو داسې فکر کاوه چې افغانستان نور په پښو نشي درېدلی، خو تاسې په خپلو قربانیو او سرښندنو ثابته کړه، چې دا وطن به زرهاوو کاله نور هم په خپل ځای وي.

د هېواد جمهوررئیس د امنیتي او دفاعي ارګانونو منسوبینو ته په خطاب کې وویل، تاسې کولی شوای چې کډوال شئ، شخصي کاروبار وکړئ او ښې پیسې وګټئ، خو تاسې د وطن او خلکو څخه د دفاع لار غوره کړه، همدا زما او ټول ملت لپاره لوی ویاړ دی.

هغه څرګنده کړه، څرنګه چې د ټول ملت او زما غوښتنه باعزته سوله ده او په اوربند سره مو د جنګ سیاسي وضعیت بدل کړ، اوس د افغانستان خلک په بل چا باور نه لري او یوازې تاسې خپل مدافع ګڼي، ټول باید په دې پوه شئ چې زه سوله غواړم، جرائت یې لرم او نورو ته قناعت هم ورکولی شم، خو که د افغانستان دښمنان درسره جنګ کوي سر اعلی قومندان مو د دښمن د ویشتو امر درکوي.

جمهوررئیس زیاته کړه، د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو کورنیو ته د رسېدنې لپاره چې کومې ژمنې شوې دي، ژر تر ژره به ترسره شي، ځکه د شهیدانو کورنیو هېرول د منلو نه دي، دغه راز به په راتلونکي کې د شهیدانو کورنیو ته د کور جوړولو لپاره نمرې ورکړل شي او د کورنیو غړو ته به یې په مقرریو او بورسیو کې هم لومړیتوب ورکړل شي.

په پای کې جمهوررئیس غني د ملي دفاع وزارت لوی درستیز ته لارښوونه وکړه، هغه افسران چې د څو کالو راهیسې یې ترفیع نه ده اخیستې، د هغوی دې یوه سرتاسري ارزونه وشي او د ترفیع لپاره دې وړاندیزونه وشي. همدا راز هدایت یې ورکړ، چې افسرۍ ته د بریدملانو د ارتقا زمینه برابره کړي.

جمهور رئیس غني لغمان ولایت ته د یو ورځني سفر تر پای ته رسېدو وروسته، د سې شنبې په ورځ، ۱۲ چنګاښ ۱۳۹۷، کابل ته راوګرځېد.


شریکول