د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

غور ته د جمهوررئیس غني سفر؛ د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي او د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه

۱۵ لړم ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ته سفر وکړ.
جمهوررئیس غني او د هېواد لومړۍ مېرمن ته د فیروزکوه هوايي ډګر ته له رسېدو سره سم، د ځانګړې نظامي قطعې له معاینې وروسته، د معارف یو شمېر تنکیو ځوانانو په هېوادنیو ترانو او د ګلانو د ګیډیو په ډالۍ کولو هرکلی ووایه.
ورپسې په داسې حال کې، چې د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو، د کابینې یو شمېر غړو او د جمهوري ریاست یو شمېر سلاکارانو حضور درلود، د غور ولایت د سیمه‌ییزو مسوولینو، متنفذینو، مشرانو او ځوانانو له تاوده هرکلي سره مخ شول.

په امنیتي غونډه کې ګډون:
جمهوررئیس محمد اشرف غني لومړی په هغه امنیتي غونډه کې، چې د ولایت مقام په ودانۍ کې جوړه شوه او په هغه کې په سترو امنیتي او دفاعي مسؤولینو سربېره، د دغه ولایت سیمه ییزو نظامي مقاماتو حضور درلود،ګډون وکړ او د غور ولایت د امنیتي مسوولینو د اجراآتو راپور یې واورېد.
د دغه ولایت امنیتي مسوولینو په غور ولایت کې د ترسره شویو پلانونو، اقداماتو او امنیتي تدابیرو په اړه مفصل راپور وړاندې کړ او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به په ټول توان سره د غور د خلکو د امنیت د ټینګښت لپاره هر اړخیزې هڅې وکړي او هېڅ ډول تروریستي ډلې ته به اجازه ورنه کړي، چې د خلکو امنیت او ارامتیا ګډ وډه کړي.


د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په دغه ولایت کې د امنیتي مسوولینو د اجراآتو او اقداماتو د راپور له اورېدو وروسته، له ترهګرو سره د مبارزې په موخه د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ په لا تحرک او شریکو هڅو ټینګار وکړ او د غور ولایت امنیتي مسوولینو ته یې لارښونه وکړه، چې د دغه ولایت د خلکو د امنیت په خاطر دې له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي او پرېنږدي، چې د تروریستانو یو شمېر افراد د غور د خلکو د نظم د اخلال او ځورولو لامل شي.

د غور د شهیدانو روح ته دعا:
وروسته جمهوررئیس او ورسره پلاوي د غور ولایت د وروستۍ پېښې د شهیدانو پاک روح ته د دعا او غمشریکۍ په خاطر د هغوی له کورنیو سره وکتل.
دغه ناسته چې په یوې غمجنې فضا کې جوړه شوې وه، جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن د شهیدانو د کورنیو د هر یو غړي پوښتنه وکړه او یو ځل بیا یې هغوی ته خپله ژوره همدردي او غمشریکي څرګنده کړه.


جمهوررئیس په دې کتنه کې وویل، د هر ماشوم او کونډې درد د ټول افغان ملت درد دی. ستاسو غم، د افغانستان د ټولو خلکو او دولت درد دی. د شریعت او قانون په اساس د دغه جنایتکارانو څخه د غچ اخیستو په خاطر ستاسو هر یو پیغام درک کولی شم.
جمهوررئیس وویل، زه، لومړۍ مېرمن او راسره پلاوی راغلي یوو، چې تاسو او د غور خلکو سره غمشریکي وکړو، موږ تیار یو له تاسو څخه یې واورو او ستونزو ته مو رسیده‌ګي وکړو.
په دې ناسته، د شهیدانو یو وارث د ټولو شهیدانو د کورنیو په استازیتوب د جمهوررئیس او لومړۍ مېرمنې له همدردۍ او راتګ څخه مننه وکړه او ویې ویل، چې له تېرو اوو کالو راهیسې یو شمېر تروریستي ډلې خلک په بې رحمۍ وژني چې په دغه موده کې ددغو ډلو جنایتونه له شمېره وتلي دي.
هغه د بېلګې په توګه د غور د عامه دیوان د غړي، د ترافیکیو د مدیریت د څلورو کارکوونکو، په روژه کې د څوارلس ملکيانو او د ملي اردو د سرتېرو د شهادت، د عامه نظم د اخلال، د تښتوونکو او یرغمل نیوونکو یادونه وکړه.
هغه وویل، په وروستي مورد کې دغو ډلو د خلکو ۵۶۱۳ پسونه پټ کړل او د کاسیو ۲۷تنه یې شهیدان کړل. هغه زیاته کړه، د کاسي کلي خلکو خپل ټول شته او مالونه له لاسه ورکړي دي، چې ستاسو پاملرنې ته اړ دي.
د غور پخوانۍ والۍ (والي) سیما جوینده وویل، غور ته ستاسو راتګ خلکو ته یو نوی زېری ورکوي، ستاسو راتګ د غور خلکو په زخمونو پټۍ ده او په خپل راتګ سره مو موږ ته ویاړ راکړ. هغې وویل، په پخواني حکومت کې ورسره د غور د سړک جوړولو ژمنه شوې وه، خو له بده مرغه هغه ژمنه پوره نشوه، له ستاسو جناب څخه تمه لرو، چې د خلکو دې غوښتنې ته پام وکړئ.
همدارنګه جمهوررئیس غني په هغه غونډه کې هم ګډون او وینا وکړه، چې د دغه ولایت د مقام په تالار کې جوړه شوې وه او سپین ږیرو، متنفذینو، علماوو، د ولایتي شورا غړو، مدني او سیاسي فعالانو په کې حضور درلود.

«د غور د خلکو غم، د ملت غم دی»
په پيل کې د غور والي غلام ناصر خاضع جمهوررئیس، د هېواد لومړۍ مېرمن او ورغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او زیاته یې کړه، د دغه ولایت خلک د وروستۍ بوږنونکې پېښې له امله سخت غمجن دي.
د غور والي زیاته کړه، د جمهوررئیس له لارښوونې سره سم دا مهال په بېلابېلو سیمو کې تصفیوي عملیات روان دي، خلک هم خپلو امنیتي او دفاعي ځواکو سره هر اړخیزه مرسته کوي.


خاضع د غور ولایت د خلکو ستونزو او اړتیاوو ته په اشارې زیاته کړه، په دغه ولایت کې اساسي ننګونه د مواصلاتي لارو او د کافي برېښنا نشتوالی، د کرنې د ودې لپاره د زمینې برابرولو، د ودانیزو توکو او همدارنګه د ارتزاقي موادو نشتوالی، بېکاري او د پولیسو د تشکیل کمښت او د تروریستي ډلو زیاتوالی دی.
هغه زیاته کړه، د امنیتي ځواکونو ترمنځ همغږي شته، دغه ولایت کې ۹ اداري واحدونه فعال دي او د دولت په کنټرول کې دي. هغه وویل، د ولسواليو مواصلاتي لارې د خلکو په مخ پرانیستې دي، خو په ځینو ولسوالیو کې امنیتي ستونزې او ننګونې شته.
دغور والي وویل، خلک په یوه غږ د دفاعي او امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي، هغه د پولیسو د تشکیل د زیاتوالي، د ښوونځیو د کموالي، د سړکونو، د کرنې د میکانیزه کېدو، د خصوصي سکتور له خوا د زیاتې پانګونې، د زیاتو مواصلاتي لارو جوړول، د برېښنا بند جوړولو او د اوبو چمتو کولو په اړه خپل وړاندیزونه مطرح کړل.
په دې مراسمو کې د ولایتي شورا رئیس فضل الحق احسان، د علماوو شورا مشر عصمت الله ندیم، د ښځو استازې هاجره بشیري، د غور ولایت د مدني ټولنې په استازیتوب خدایار واقف، هر یوه جلا، جلا له جمهوررئیس او د هېواد لومړۍ مېرمن څخه د دې غمشریکۍ او همدردۍ له امله مننه وکړه او په یوه اواز یې د حکومت له پروګرامونو ملاتړ وښود.
ویناوالو وویل: له کلونو وروسته لومړی ځل دی، چې ملي زعیم مو په سختو شرایطو کې د خلکو پوښتنه کوي او دغه ولایت ته سفر کوي او دغه راتګ مو د دې کړېدلو خلکو د زړه زور زیاتوي.
دغو ویناوالو د تروریستانو د نابودلو په موخه د عملیاتو د پيلولو په خاطر د جمهوررئیس د قوي ارادې او امر ورکولو مننه وکړه. هغوی ډاډ ورکړ، چې د غور ټول خلک د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي او دغو ځواکونو سره به د دښمن تر نابودولو ولاړ وي.
هغوی د غور د خلکو په استازیتوب له جمهوررئیس څخه غوښتنه وکړه، چې د غور ولایت د وروستیو وژنو عاملانو ته ژر د خپلو عملونو سزا ورکړي، چې خلک په ارامه فضا کې ژوند وکړي.
ویناوالو جمهوررئیس ته د ملي اردو د یوې لوا او د پولیسو تشکیل د زیاتېدو، غور ــــ کابل د مرکزي سړک د کار بشپړولو، د انکشافي او بیارغاونې پروژو د بهیر چټکتیا، روغتیا ته د پاملرنې، په تحصیلي بورسونو کې د سهم، معارف ته د پاملرنې په ځانګړي ډول د ښوونځيو ودانیو جوړولو، سیاسي مشارکت او د متخصصو کادرونو په ځانګړي ډول د ښځو جذب، ښځو سره د تاوتریخوالي مخنیوي او اساسي حقونو ته یې د پاملرنې، د سیمه ییزو منازعاتو د حل په خاطر د کمېسیون جوړولو، په برخه کې مشخص وړاندیزونه مطرح کړل.
جمهوررئیس د غور ولایت د خلکو د ستونزو، وړاندیزونو او غوښتنو له اورېدو وروسته، د غور ولایت خلکو څخه د تاوده هرکلي او د خپلو وړاندیزونو د شریکولو له امله مننه وکړه. هغه وویل: نن زه، لومړۍ مېرمن او همکاران مې ستاسو خدمت ته حاضر شو، چې ووایو ستاسو غم د ټول ملت غم دی او کومه پېښه، چې شوې له امله یې ټول افغانان غمجن دي، زه یو ځل بیا درته تسلیت وایم.
هغه وویل، سره له دې چې موږ غمجن یوو، خو د شهیدانو د وینې د غچ اخېستو کلک عزم او اراده هم لرو، په دې اړه دولت تصمیم نیولی دی، چې عمل به کوي. هغه زیاته کړه: نن د غوري ماشوم اوښکې زما اوښکې دي، د غور د کونډې غږ، د افغانستان د ښځو غږ دی.
جمهوررئیس د غور خلکو ته ډاډ ورکړ او ویې ویل: پرېکړه شوې، چې د دغه ولایت په اړوندو سیمو کې به د دښمن تر نابودۍ پورې پوځي علمیات روان وي او زما له اجازې پرته به دا عملیات بند نشي.
جمهوررئیس په ټینګار وویل، د افغانستان د خلکو دښمنان باید پوه شي، چې امنیتي او دفاعي ځواکونه به یې له مخې لرې نشي او د دوی تر نابودۍ به مبارزه کوي، چې ددې مبارزې پایله به ثبات وي.
جمهوررئیس له امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه چې د افغانستان د خلکو دښمنانو سره د جګړې په لومړۍ کرښه کې جنګېږي او د خلکو آرامتیا لپاره هڅې کوي مننه وکړه. هغه  د ۲۰۷ظفر قول اردو له قوماندان جنرال محی الدین غوري څخه له دې امله، چې تر امر لاندې سیمو کې یې عملیاتو کې انسجام او تحرک راوستی، مننه وکړه.
جمهوررئیس غني وویل، غور د افغانستان زړه دی او زیات ویاړونه لري، دغه ولایت کې قوت او لازم فزیکي معنوي ځواک شته دی. هغه ټینګار وکړ، چې د امنیت د ټینګښت په هکله زموږ ټولو رول مهم دی او په کار ده، ښې لارې ولټول شي.
جمهوررئیس زیاته کړه، د ختیځ او لویدیځ سړک کار، چې په هره بیه وي بشپړ به شي. د برېښنا رسونې په اړه یې ټینګار وکړ، چې د غور ولایت د برېښنا ظرفیت د زیاتوالي لپاره به پاملرنه وکړي.
هغه له خلکو وغوښتل، چې څو میاشتې نور دې صبر وکړي، چې د انکشافي مرستو بستې ورته تدارک کړي. هغه د سیاسي مشارکت او ټولنیز عدالت په اړه وویل، ټول افغانان د مشارکت حق لري او ټولنیز عدالت معیارونه به مشخص شي، ملکي، امنیتي او دفاعي سیستمونه اصلاح کېږي، څو د هر غریب بچی وکولای شي هر مقام ترلاسه کړي.
د هېواد جمهوررئیس ټینګار وکړ، موږ د افغانستان د ستر ملت پر وړاندې مسوولیت لرو، نن د وروستۍ پېښې د هر شهید کورنۍ سره ۱۰۰زره افغانۍ مرسته وشوه او هغوی ته دولت پاملرنه کوي.
جمهوررئیس د غور خلک او ولایتي شورا چې تل د امنیتي او دفاعي ځواکونو تر څنګ ولاړ دي او خلک همکارۍ او امنیت ته راوبولي وستایل. هغه وویل علما کرام د پیغمبر (ص) وارثین دي او خپل رسالت یې په سمه توګه ترسره کړی دی.
جمهوررئیس غني په ملي شورا کې د غور له استازو مننه وکړه، چې په وخت د غور د خلکو اساسي ستونزې له ده سره شریکوي.
جمهوررئیس د سیمه ییزو ستونزو د حل په خاطر پر اجماع ټینګار وکړ او ویې ویل، ډېری ستونزې د قوې له استعمال پرته د خبرو له لارې حل کېدای شي. هغه د دغو ستونزو د حل په خاطر د غور والي ته لارښونه وکړه، چې ولایتي کمېټه جوړه کړي  او له مرکزه به ددې کمېټې ملاتړ کېږي.
د هېواد جمهوررئیس د غور ولایت د ښځو زړورتیا وستایله او زیاته یې کړه، ستاسو غږ لوړ دی،  نن تاسې په عزت په خپله ژبه خبرې کوئ او تاسې د افغانستان د ښځو ویاړ یاست. هغه همدا راز د مدني ارزښتونو په بنسټيزه کولو کې د ځوانانو هڅې وستایلې او د هغوی د مدني او قانوني سیاست مېتود قدرداني يې وکړه.
همدا راز جمهوررئیس له هغو کروندګرو او شپنو، چې په دښتو او صحراوو کې د ژوند معیشت پسې ګرځي په درنښت یادونه وکړه.  هغه وویل، زه ستاسو خادم یم او تاسې حق لرئ، چې له ما څخه حساب واخلئ.
د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، له دې وروسته به زموږ زیات تمرکز په لرو او بېوزله ولایتونو وي، څو د خلکو اړتیاوې او ستونزې له نږدې وارزوو او د حل لپاره یې اساسي اقدام وکړو.


 د شهیدانو کورنیو ته هر اړخیزه رسېدنه کېږي:
 جمهوررئیس د سفر په پای کې، د فیروزکوه یو شمېر متنفذینو او مشرانو سره وکتل او ورسره یې خبرې وکړې. دغو مشرانو د جمهوررئیس او ورسره پلاوي څخه د غور خلکو سره د غمشریکۍ له امله مننه وکړه  او د غور ولایت په اساسي ستونزو یې خبرې وکړې او جمهوررئیس ته یې ډاډ ورکړ، چې په ټول قوت سره د حکومت د پروګرامونو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ملاتړ کوي.
هغوی وویل: خلک د جنایتکارانو له لاسه په تنګ شوي، ځینو دغو افرادو د خلکو مالونه او څاروي هم له ځان سره وړي دي. دغو مشرانو ټینګار وکړ، چې جنایتکارانو ته باید د اعمالو سزا ورکړل شي، ځکه هغوی په هېڅ ارزښت باور نه لري.
 هغوی وړاندیز وکړ، چې د امنیتي ځواکونو د شهیدانو او د غور د وروستۍ پېښې د شهیدانو کورنیو ته دې ډېره پاملرنه وشي او هغوی چې تروریستانو سره مبارزه کې هڅې کړې دي، ودې ستایل شي.
د هېواد جمهوررئیس د دولت له پروګرامونو څخه د غور ولایت د مشرانو متنفذینو د ملاتړ له امله مننه وکړه او زیاته یې کړه، د شهیدانو کورنیو ته هر اړخیزه پاملرنه کېږي. هغه والي ته لارښونه وکړه، چې د هر شهید د کورنۍ د غړو بشپړ لېست له مشخصاتو سره ترتیب او جمهوري ریاست ته وسپاري.


شریکول