د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

کورني‌ سفرونه

د خرقې شریفې زیارت او په هېواد کې د دایمي سولې او ثبات لپاره دعا
۲۲ غبرګولی ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دوشنبې ورځې تر ماسپښین وروسته، ۲۱ غبرګولی ۱۳۹۷، کندهار ولایت ته سفر وکړ. ددې سفر هدف د خیر د دعا لپاره د خرقې شریفې زیارت ته ...

بلخ ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور
۱۲ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د دوه ورځني سفر په موخه د چهارشنبې ورځې په سهار، ۹ غبرګولی ۱۳۹۷ نېټه، بلخ ولایت ته روان شو. په دې سفر کې، د حکومتي چارواکو یوه پلاوي هم د جمهوررئیس ملتیا...

خوست ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور
۲۶ وری ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د دوشنبې ورځې په سهار، د ۱۳۹۷ کال د وري په ۲۰ نېټه د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر خوست ولاړ ته ولاړ.

غور ته د جمهوررئیس غني سفر؛ د شهیدانو له کورنیو سره غمشریکي او د عمومي امنیتي وضعیت ارزونه
۱۵ لړم ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د غور ولایت د وروستۍ پېښې کورنیو سره د غمشریکۍ او د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت د ارزونې په موخه د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د دغه ولایت مرکز فیروزکوه ته سفر وکړ.

هلمند ولایت ته د جمهوررئیس د سفر راپور
۱۵ لړم ۱۳۹۵

جمهور رئیس غني هلمند ولایت  ته د سفر په جریان کې په یوه غونډه کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، ښځو، ملي سوداګرو، د ولایتي شورا له استازو، مدني ټولنې او د هلمند د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو سره  وکتل او له هغوی سره یې خبرې وکړې.

د عمومي امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ته د جمهوررئیس سفر
۱۴ سلواغه ۱۳۹۴

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د کندهار ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه د  ۱۳۹۴ کال د سلواغې په  ۱۴ نېټه دې ولایت ته سفر وکړ.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ
۲۶ مرغومی ۱۳۹۴

جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته په ورتلو له امنیتي چارواکو ، د اداري چارو له رْئیسانو ، مشرانو ، علماوو او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره په ځانګړو غونډو کې ددې ولایت عمومي وضعیت وارزوه.