د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

کورني‌ سفرونه

هلمند ولایت ته د جمهوررئیس د سفر راپور
۱۵ لړم ۱۳۹۵

جمهور رئیس غني هلمند ولایت  ته د سفر په جریان کې په یوه غونډه کې له دیني علماوو، قومي مشرانو، ښځو، ملي سوداګرو، د ولایتي شورا له استازو، مدني ټولنې او د هلمند د امنیتي او دفاعي ځواکونو له منسوبینو سره  وکتل او له هغوی سره یې خبرې وکړې.

د عمومي امنیتي وضعیت ارزونې په موخه کندهار ته د جمهوررئیس سفر
۱۴ سلواغه ۱۳۹۴

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د کندهار ولایت د عمومي وضعیت ارزونې په موخه د  ۱۳۹۴ کال د سلواغې په  ۱۴ نېټه دې ولایت ته سفر وکړ.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته سفر وکړ
۲۶ مرغومی ۱۳۹۴

جمهور رئیس غني کاپیسا ولایت ته په ورتلو له امنیتي چارواکو ، د اداري چارو له رْئیسانو ، مشرانو ، علماوو او په ملي شورا کې د خلکو له استازو سره په ځانګړو غونډو کې ددې ولایت عمومي وضعیت وارزوه.

ننګرهار ته د جمهور رئیس د سفر راپور
۲۵ مرغومی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د روان کال د مرغومې په ۲۰ د ختیځ زون ولایتونو د عمومي وضعیت ارزونې په موخه ننګرهار ولایت ته سفر وکړ.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه میدان وردګو ولایت ته د جمهوررئیس د سفر راپور
۲۷ لیندۍ ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د میدان وردګو ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او همدا راز د یوه توغندي د لګېدو په پېښه کې د قربانیانو د فاتحې او د هغوی له کورنیو سره د غمشریکۍ په موخه، دې ولایت ته سفر وکړ.

لوګر ته د جمهور رییس محمد اشرف غني د سفر راپور
۱۵ لړم ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف لوګر ولایت ته پخپل سفر کې له بېلابېلو اقشارو سره د لیدنې پر مهال د یاد ولایت عمومي امنیتي وضعیت وارزاوه.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه کندز ولایت ته د جمهوررئیس محمد اشرف غني د سفر راپور
۲۴ تله ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني کندز ولایت ته سفر وکړ او د دغه ولایت لپاره یې د درېیمه درجې درې نویو ولسوالیو رامنځته کېدل منظور کړل.