د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

کورني‌ سفرونه

کندهار ولایت ته د جمهوررئیس غني د سفر راپور
۱۹ غبرګولی ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس جلالتمآب محمد اشرف غني د کندهار ولایت د امنیتي وضعیت د څېړنې او د خلکو د ستونزو اورېدو په موخه د روان کال د غبرګولي په ۱۹ دغه ولایت ته سفر وکړ.

د عمومي وضعیت ارزونې په موخه بدخشان ولایت ته د جمهور رئیس د سفر راپور
۲۹ وری ۱۳۹۴

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني، د بدخشان ولایت د امنیتي وضعیت د ارزونې او په جرم ولسوالۍ کې د وروستۍ پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.