د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ترکمنستان ته د جمهوررئیس غني سفر او د ۷ دوه اړخیزه هوکړه لیکونو لاسلیک

۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې ورځې په سهار، ۱۳۹۶ چنګاښ ۱۲، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه ورځني رسمي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ترکمنستان جمهوررئیس په حضور کې د اوو هوکړه لیکونو لاسلیکولو لپاره، د ترکمنستان پلازمېنې عشق آباد ته ورسېد.

په دې سفر کې، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د اقتصاد وزیر عبدالستار مراد، په زېربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، په ستراتیژیکو او د عامه اړیکو په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار شاه زمان میوندي او د منځنۍ اسیا هېوادونو په چارو کې د جمهوررئیس ځانګړي استازي محمد شاکر کارګر، د جمهوررئیس ملتیا کوله.

جمهوررئیس محمد اشرف غني او ورسره پلاوي ته د دوشنبې ورځې تر غرمې وړاندې، د ترکمنستان د جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف له لوري په عشق آباد ښار کې د هغه هېواد د جمهوري ریاست په مقر کې، د رسمي تشریفاتو ترسره کولو پر مهال، چې د دواړو هېوادونو ملي سردونه وغږول شول، ګرم هرکلی وشو.

د جمهوررئیسانو دوه اړخیزه لیدنې

د تشریفانو د قطعې تر معاینه کولو او له دواړو لوریو د پلاوو تر معرفي کولو وروسته، جمهوررئیس غني او جمهوررئیس بردي محمدوف په دوه اړخیزه لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په پراختیا او اقتصادي همکاریو بحث او خبرې اترې وکړې.

د ترکمنستان جمهوررئیس د جمهوررئیس غني سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو لا زیاتې غښتلتیا او اقتصادي همکاریو پراختیا لپاره، اغېزناک وباله.

ښاغلي محمدوف د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګازو انرژۍ لېږد او ترانزیټ په تړاو د همکاریو لاسلیک شویو سندونو ته په اشارې وویل، چې موږ به د برېښنا انرژي افغانستان او له هغې لارې نورو هېوادونو ته صادره کړو.

بردي محمدوف زیاته کړه، چې د برېښنا انرژۍ صادرول او اقتصادي همکارۍ ددې ترڅنګ چې د افغانستان او ترکمنستان اړیکي غښتلې کوي او ورسره به د کار زمینه رامنځته شي، د دواړو هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي پراختیا او پرمختګ لامل هم وګرځي.

هغه زیاته کړه، چې هېواد به یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو ترڅنګ، په فرهنګي او بشري برخو کې هم له دې هېواد سره همکارۍ زیاتې کړي، ځکه چې ترکمنستان او افغانستان؛ ګډ تاریخ، فرهنګ او هنري ارزښتونه لري.

د ترکمنستان جمهوررئیس وویل، چې هېواد یې په مختلفو برخو کې د افغان محصلینو د روزنې او منلو لپاره کافي ظرفیت لري او په دې برخه کې به له افغانستان سره خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

په دې لیدنه کې، د ترکمنستان جمهوررئیس د افغانستان جمهوررئیس ته د آسیایي رزمي سیالیو پرانستې په مراسمو کې د ګډون بلنه ورکړه.

 محمدوف څرګنده کړه، چې زموږ اړیکې په لوړه کچه تامینې شوې او دغه اړیکي به همدا راز پراخې او غښتلې شي.

هغه وویل، چې له ترهګرۍ، افراطیت، نشه‌یي توکو او سازمان شویو جرمونو سره د هېوادونو  ګډې مبارزې او همکارۍ ته اړتیا ده او په دې برخه کې، زموږ او د نړیوالو معتبرو سازمانونو نظر همغږی دی.

 قربانقلي بردي محمدوف زیاته کړه، چې افغانستان او ترکمنستان د دوه اړخیزه اړیکو ترڅنګ، د سیمې له هېوادونو سره هم نېکې اړیکې لري او دا هېواد د سیمې له هېوادونو سره د لا ښو اړیکو لپاره یوه طرحه لري، چې د هېوادونو د روښانه راتلونکې او اقتصادي پراختیا او پرمختګ لپاره به اغېزناکه وي.

جمهوررئیس د ترکمنستان د جمهوررئیس له شانداره هرکلي او ګرمې مېلمستیا مننه وکړه او له افغانستان سره یې په مختلفو برخو کې ددې هېواد له همکاریو مننه وکړه.

هغه وویل، چې د ترکمنستان بې پرې او مثبت سیاست د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره یو مثال دی او له همدې اړخه، افغانستان او ترکمنستان د یو بل نېک دوستان دي.

جمهوررئیس غني همدا راز زیاته کړه، چې دواړه هېوادونه د ګډو تاریخي ارزښتونو پر اساس هم ښې اړیکې لري.

جمهوررئیس غني د ترکمنستان له جمهوررئیس، چې د اتامراد ـ آقینه اوسپنیزې کرښې پرانستو لپاره یې سفر کړی و، مننه وکړه او هیله یې وښوده، چې ډېر ژر د تورغونډۍ ـ ترکمنستان اوسپنیزه کرښه هم پرانستل شي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني، د ترکمنستان په کوربه توب «د تلپاتې ترانسپورټ نړیوال کنفرانس»، چې تېر کال په عشق آباد کې ترسره شو، د ترانزیټ د قوي کولو په برخه کې یو اساسي ګام وباله او زیاته یې کړه، چې د انرژۍ د لېږد په برخه کې د دواړو هېوادونو همکاري ورځ تر بلې زیاتېږي، ځکه د زېربنا لپاره د برېښنا انرژي، زېربنا جوړوي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې د افغانستان له لارې سویلي آسیا ته د مرکزي آسیا د انرژۍ په لېږد به آسیا په بل ډول شي او دا یوازې یوه اړیکه نه، بلکې یو نښلوونکی دهلېز دی، چې په اساسي ډول افغانستان او ترکمنستان له آسیایي او اروپایي هېوادونو سره نښلېږي.

 

۷ دوه اړخیزه هوکړه لیکونه 

ددې لیدنې په پای کې د دواړو هېوادونو د جمهوررئیسانو په حضور کې، د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو اوه هوکړه لیکونه لاسلیک شول، چې لاندې موارد په کې شامل دي:

  • جوزجان او بادغیس ولایتونو ته د ترکمنستان برېښنا د لېږد لپاره د دواړو هېوادونو د اوبو او برېښنا وزارتونو ترمنځ همکاري؛
  • د لویو لارو نړیوال ترانسپورټي سیستم پر سر هوکړه لیک؛
  • د قالینو صنعت پر سر هوکړه لیک؛
  • د دواړو هېوادونو ترمنځ په آقینه ـ امام‌نظر سرحدي تمځایونو کې د اوسپنیزې کرښې د اړیکو تنظیم مقررات؛
  • د دواړو هېوادونو په سرحدونو کې د اوسپنیزې کرښې پوستو پر سر هوکړه لیک؛
  • د مختوم‌قلي او جوزجان پوهنتونونو ترمنځ د علمي ـ روزنیزو همکاریو هوکړه لیک؛
  • د ۲۰۱۸ ـ ۲۰۱۹ کال لپاره د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزارتونو د همکاریو پروګرام.

ګډ مطبوعاتي کنفرانس 

په دې سفر کې، د دواړو هېوادونو جمهوررئیسان په یوه ګډ مطبوعاتي کنفرانس کې را څرګند شول.

په دې مطبوعاتي کنفرانس کې، د ترکمنستان جمهوررئیس دې هېواد ته د جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي د سفر په اړه د خوښۍ ترڅنګ وویل، چې په لیدنو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو، د سیمې او مرکزي آسیا پر وضعیت، ستونزو او د نړۍ د سولې او ثبات لپاره د ترهګرۍ د خطرونو په مخنیوي، بحث او خبرې اترې ترسره شوې.

هغه څرګنده کړه، چې ترکمنستان او افغانستان په دې نظر دي، چې د نړۍ ستونزې باید له سیاسي لارو او مذاکراتو حل شي، ځکه جګړه د حل لار نه ده.

هغه له ټاپي پروژې د جمهوررئیس غني ملاتړ او مرستې مننه وکړه او ویې ویل، چې د ټاپي پروژې کارونه به پخپل ټاکلي وخت ترسره شي

بردي محمدوف زیاته کړه، چې د اتامراد ـ آقینه اوسپنیزه کرښه به، چې تېر کال پرانستل شوه، همدا راز د افغانستان په خاوره کې دوام پیدا کړي.

د ترکمنستان جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د ترکمنستان نوي سب سټېشنونه او په دې برخه کې لازم ظرفیتونه رامنځته شوي دي او اوس کولای شو افغانستان ته د برېښنا انرژۍ صادرات څو برابره کړو.

محمدوف د افغانستان ستراتیژیک موقعیت ته په اشارې وویل، چې افغانستان د سیمې هېوادونو په نښلوونې کې اساسي رول لري او نور هېوادونه دې د فرصت په توګه له دې موقعیت څخه استفاده وکړي.

محمدوف زیاته کړه، چې د روان کال په نومبر میاشت کې به په عشق آباد کې د افغانستان لپاره د نړیوالو اقتصادي همکاریو کنفرانس ترسره شي، چې په هغه کې به د ۷۲ هېوادونو استازي برخه واخلي او د مهمو موضوعاتو په تړاو به بحث او خبرې اترې وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د سوداګریزې راکړې ورکړې لپاره پرېمانه فرصتونو ته په توجه به نوي مسیرونه رامنځته کړي او له هغه به استفاده وکړي، ځکه چې موږ په دې برخه کې ډېر ظرفیت او پوټنشیل لرو او د افغانستان په سرحدونو کې به سوداګریز مرکزونه جوړ کړو.

قربانقلي بردي محمدوف د هېواد جمهوررئیس ته بلنه ورکړه، چې رزمي آسیایي سیالیو پرانستو په مراسمو کې ګډون وکړي. هغه زیاته کړه، چې دا نه یوازې یوه نړیواله سیالي ده، بلکې د هېوادونو ترمنځ د سیاسي او ټولنیزو اړیکو تامینولو لپاره ډېرې مهمې دي.

د ترکمنستان جمهوررئیس ددې ترڅنګ چې له ګاونډیانو سره نېکو اړیکو ته اشاره وکړه وویل، چې دواړه هېوادونه د یو بل ملي ګټو او ښو اړیکو ته ژمن دي. هغه هیله وښوده، چې په افغانستان کې دوامداره سوله او ثبات تامین شي

وروسته، جمهوررئیس غني خبرې وکړې او د دولت، ملت، خصوصي سکتور او د افغانستان ملي شورا په استازیتوب یې، د ترکمنستان له جمهوررئیس، دولت او د هغه هېواد د خلکو له ګرم هرکلي او عالي کوربه توب مننه وکړه.

د هېواد جمهوررئیس د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ اړیکو ته په اشارې وویل، چې د ترکمنستان د دولت او خلکو په مرسته، موږ په دوه نیمو کلونو کې د لسو کلونو فاصله وهلې ده.

هغه زیاته کړه، موږ ټولو ته ثابته شوه، چې موږ کولای شوو ستونزې په فرصتونو واړو او اوس باید له پنځو تر پنځوسو کلونو لید لوری رامنځته کړو.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې ترکمنستان افغانستان ته د یوه نېک ګاونډي له دیده د فرصت او د اړیکو د یوه پُل په سترګه ګوري.

هغه د ترکمنستان له جمهوررئیس مننه وکړه، چې د ټاپي لویه پروژه یې له نظر څخه په عمل بدله کړه.

د هېواد جمهوررئیس وویل، چې د افغانستان خلکو ددې پروژې د پرانستو ګرم هرکلی وکړ او همدا راز ددې هېواد پانګونه او باور یې ونمانځه.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ ګډ سرحد د سیمه ییزو همکاریو پر بېلګې بدل شوی دی.

جمهوررئیس زیاته کړه، چې د بادغیس ولایت خلکو او ددې ولایت اړوند سرحدي ولسوالیو لپاره دا ښه خبر دی، چې له ترکمنستانه واردېدونکې برېښنا به یې کورونه روښانه کړي او په ژوند کې به یې مثبت تغیرات رامنځته کړي.

جمهوررئیس بردي محمدوف، افغانستان یو ښه همکار او مدافع وباله، چې په سیمه ییزو او نړیوالو بحثونو کې د افغانستان د موقعیت اهمیت مطرح کوي.

 

جمهوررئیس غني د خبرو په پای کې د ترکمنستان جمهوررئیس ته په رسمي توګه افغانستان ته د سفر بلنه ورکړه.

هغه محمدوف ته په خطاب کې وویل: تاسو دوه ځله افغانستان ته سفر کړی او افغانستان ته هر سفر مو، د اړیکو د تحرک او غښتلتیا لامل ګرځېدلی دی.

 

لیدنې

جمهوررئیس د سفر په پای کې، له خپل سیال سره، د اسونو له روزنځي لیدنه وکړه. په داسې حال کې، چې په اسونو سورو کسانو له ځانونو سره د افغانستان بیرغونه لېږدول، د اسونو د مختلفو ډولونو په اړه هم معلومات ورکړل شول.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي، د زلزلې د قربانیانو منار ته هم ولاړل او قربانیانو ته د درناوي په پار یې په منار د ګلونو ګېډۍ کېښوده. وروسته یې د موزیم له مختلفو برخو، تصویرونو او هلته له موجودو تابلوګانو لیدنه وکړه.

جمهوررئیس غني او ورسره پلاوي یې، په هغې ماښامنۍ مېلمستیا کې هم ګډون وکړ، چې د ترکمنستان د جمهوررئیس له لوري جوړه شوې وه.

ددې مېلمستیا پر مهال، د ترکمنستان جمهوررئیس د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د همکاریو هوکړه لیکونو لاسلیکېدو ته په اشارې وویل، چې هغوی به ډېر ژر د تطبیق او عمل په مرحله کې وي. نوموړي همدا راز وویل، چې په علمي او فرهنګي برخو کې هم همکارۍ زیاتېږي او د افغانستان د اقتصادي پرمختګ لپاره به متخصصو کادرونو ته، روزنه ورکړي.

قربانقلي بردي محمدوف څرګنده کړه، چې هېواد یې تیار دی په مزار شریف کې د روغتیایي او سوداګریزو مرکزونو جوړولو په برخه کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ به سوداګریزه راکړه ورکړه له میلیاردونو ډالرو هم زیاته شي.

محمدوف په دوام وویل، چې په آسیایي رزمي سیالیو کې به افغان ورزشکارانو ته د ګډون بلنه ورکړل شي، څو په دې سیالیو کې هم د افغانستان بیرغ ورپوي.

د ترکمنستان جمهوررئیس دې سفر ته په اشارې سره وویل، چې د افغانستان او ترکمنستان اړیکي غښتلې کېږي.

جمهوررئیس غني په دې مېلمستیا کې، چې یو شمېر سفیران او د مختلفو هېوادونو ډیپلوماتان هم حاضر وو، خبرې وکړې او د ترکمنستان له جمهوررئیس او ددې هېواد له خلکو یې د ګرم هرکلي او مېلمه پالنې له امله مننه وکړه.

 د هېواد جمهوررئیس د هېواد د موقعیت او تاریخي رول یادونه وکړه، زیاته یې کړه، چې تېر موږ ته له دې امله مهم دی، چې د راتلونکي بنسټ جوړوي. موږ د همکاریو درې زره کلن تاریخ لرو، چې د ۱۹ او ۲۰ پېړۍ په وروستیو کې د نړیوالو تحولاتو او پېښو له وجې یې بدلون موندلی او افغانستان حاشیې ته ولاړ.

جمهوررئیس غني وویل، چې افغانستان او ترکمنستان به د ابرېښمو نوې لارې او سیمې، څلور لاری وي. زموږ لید لوری دا دی، چې د ټاپي پروژې اقدامات سرتاسري شي، ځکه چې ټاپي یوازې یوه پروژه نه، بلکې مواصلاتي دهلېز دی.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان د آسیا زړه په توګه، د نښلونې نقطه ده او د ترکمنستان له جمهوررئیس یې مننه وکړه، چې د احترام او ګډو ګټو پر اساس او سیمې ته د راتلونکو رامنځته شویو ګواښونو د دفع کولو لپاره، د اقتصادي او فرهنګي همکاریو زمینه برابروي.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، چې د اتامراد ـ آقینه اوسپنیزه کرښه به له قرغیزستان، تاجکستان او چین سره ونښلول شي او دغه ډول اقدامات په سیمه کې د اقتصادي همکاریو لپاره اسانتیاوې او زمینه برابروي، چې هیله ده دغه پروژه آسیا بدله کړي.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې موږ به د ابرېښمو لار بیا ورغاوو او همدا راز د افغانستان او ترکمنستان له بندرونو او سرحدونو په استفادې به د سوداګریزو مرکزونو په جوړولو، همکاریو ته پراختیا ورکړو.

محمد اشرف غني وویل، چې ترکمنستان په سیمه کې د انرژۍ لوی تولیدونکی هېواد دی او زموږ موخه دا ده، چې د تاسیساتو په جوړولو به دا انرژي لومړی افغانستان او وروسته پاکستان او هند ته ولېږدول شي

جمهوررئیس زیاته کړه، چې افغانستان او ترکمنستان په تېرو دوه نیمو کلونو کې طرحې د کاغذ له مخې په عمل کې پلې کړې دي او د اتامراد ـ آقینې اوسپنیزه کرښه، لومړنۍ پروژه ده، چې په کمه موده کې عملي شوې.

جمهوررئیس غني د ترکمنستان جمهوررئیس او خلکو ته د مثبت او بې پري سیاست خپلولو له امله، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ یې ښه ګاونډیتوب برابر کړی، مبارکي وویله او زیاته یې کړه، چې ترکمنستان، ازبکستان، تاجکستان او افغانستان په سوداګریزو شریکانو بدل شوي دي.

د هېواد جمهوررئیس د ترکمنستان له جمهوررئیس څخه مننه وکړه، چې د هغه د نه ستړي کېدونکو هلو ځلو له امله، آسیایي سیالۍ په نړیوالو سیالیو بدلې شوې او ډاډ یې ورکړ، چې په عشق آباد کې د آسیایي رزمي سیالیو پرانستو په مراسمو کې به، ګډون وکړي.

جمهوررئیس غني وویل، چې ورزش د ترهګرۍ او افراطیت له ګواښونو د ژغورنې، همپالنې او همکارۍ ژبه ده، چې ځوانان په هغه کې خپله روښانه راتلونکې ویني.

د هېواد جمهوررئیس زیاته کړه، چې په ترکمنستان کې «د افغانستان لپاره نړیوال اقتصادي کنفرانس» جوړېدل به له پنځو تر لسو کلونو د همکاریو لید لوری رامنځته کړي، دغه همکاري به زموږ خلک له فقر، محرومیت او انزوا څخه وباسي.

جمهوررئیس او ورسره پلاوی یې د مېلمستیا تر پای ته رسېدو وروسته، د دوشنبې په شپه، هېواد ته را وګرځېدل.


شریکول