د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د جمهوررئیس دوره‌یي سفر

۲۲ وری ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بهرني سیاست د پنځو حلقو پر بنسټ، د همکاریو جلبولو او بهرنیو اړیکو غښتلتیا لپاره د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ۱۳۹۶ کال د وري میاشتې په ۱۲ نېټه خپل سفر، اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته پیل کړ.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس، د روان کال د وري میاشتې په ۱۳ نېټه اسټرلیا ته ورسېد او د هغه هېواد د چارواکو له ګرم هرکلي سره مخ شو. هغه ددې هېواد له لومړي وزیر مالکوم ترنبل سره ولیدل، د افغانستان د وروستیو پرمختګونو، اقتصادي همکاریو، ترهګرۍ ضد مبارزې او د مېرمنو او ماشومانو د حقونو تامین په اړه بحث وکړ. د اسټرلیا لومړي وزیر وویل، چې هېواد به یې د ترهګرۍ ضد مبارزه کې د یوه نړیوال ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

د افغانستان جمهوررئیس په دې لیدنه کې یو وار بیا ټینګار وکړ، چې د سیمې او نړۍ هېوادونه باید د ترهګرۍ د خطرونو دفع کولو لپاره خپل امکانات له یو بل سره شریک کړي او باید د ګډې همکارۍ په چوکاټ کې د یوې واضح ستراتیژۍ پر بنسټ له سیمې او نړۍ د ترهګرۍ ګواښ له منځه یوسي.

په همدې حال کې د افغانستان د اقتصاد وزیر او د اسټرلیا د بهرنیو چارو وزیر د بروکسل کنفرانس د ژمنو پر اساس، د څلورو کالو لپاره د ۳۲۰ میلیون ډالرو په ارزښت د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک کړل. پر دې سربېره د دواړو هېوادونو د مشرانو له لوري د تخنیکي او ساینسي همکاریو هوکړه لیکونه هم لاسلیک شول.

محمد اشرف غني ددې سفر په جریان کې د اسټرلیا له دفاع وزیرې مېرمن ماریسه پاین سره، وکتل. په دې لیدنه کې د اسټرلیا دفاع وزیر ټینګار وکړ، چې هېواد به یې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او ملاتړ لپاره تر ۲۰۲۰ ز کال پورې خپلو مرستو ته دوام ورکړي. هغې زیاته کړه، چې اسټرلیا له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې قوي ژمنتیا لري او په دې برخه کې به د یوه ستراتیژیک ملګري په توګه د افغانستان ترڅنګ پاتې شي.

همدا راز د افغانستان د پلاوي یو شمېر غړو د اسټرلیا له چارواکو سره د کرنې او اوبو، انرژۍ، کانونو او عامې روغتیا په برخو کې هر اړخیز تخنیکي بحثونه وکړل. د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، له اسټرلیایي متخصصینو، د دولتي ادارو له یو شمېر مسوولینو او  څېړنیزو مرکزونو لیدنه وکړه او د اوبو او ځمکې د مدیریت، د کرنیزو تولیداتو معیاري کولو، نړیوالو مارکېټونو ته لاسرسی، مالداري او د صادراتو پر زیاتوالي مفصل او تخنیکي بحثونه وکړل. په دې لیدنو کې اسټرلیایي متخصصینو ډاډ ورکړ، چې په دې برخو کې خپل نظرونه او تجربې به د لنډ مهاله او اوږد مهاله پروګرامونو په چوکاټ کې له افغانستان سره شریکې کړي.

د هېواد جمهوررئیس د اسټرلیا له بهرنیو چارو وزیرې مېرمن جولي بیشپ سره وکتل او د دواړو هېوادونو د اړیکو په غښتلیا یې بحث او خبرې وکړې. د اسټرلیا د بهرنیو چارو وزیرې ټینګار وکړ، چې هېواد یې له افغانستان سره مرستو ته ژمن دی او د امنیت تامین، ثبات او د افغانستان د خلکو ژوند وضعیت ښه کولو لپاره به خپلو همکاریو ته دوام ورکړي. مېرمن جولي وویل، چې اسټرلیا په مختلفو برخو کې د افغانستان پرمختګونه درک کوي او د هغو پر اساس له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکوي.

له بل لوري د اسټرلیا ګورنر جنرال کاسګروف له محمد اشرف غني سره په لیدنه کې د افغانستان پرمختګونو ته په اشارې وویل، چې د تېر په پرتله د افغانستان د خلکو ژوند ښه شوی دی. پر وړاندې یې جمهوررئیس محمد اشرف غني وویل، چې افغانستان له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې ځای لري او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د سیمې او نړۍ د ثبات او د ترهګرۍ د منځمهالو ګواښونو پر وړاندې په زړورتیا جګړه کوي. جمهوررئیس په دې لیدنه کې ټینګار وکړ، چې د سیمې او نړۍ د امنیت لپاره د سیمې او نړۍ ګډې مبارزې ته اړتیا ده.

محمد اشرف غني د اسټرلیایي او افغان څېړونکو او متخصصینو په هغه ګډه غونډه کې ګډون وکړ، چې له نړۍ سره د افغانستان د ښو اړیکو د جوړېدو په تړاو جوړه شوې وه او په دې تړاو یې بحث او خبرې اترې وکړې. جمهوررئیس هغوی وهڅول، چې د تخینکي ټیمونو د مفصلو بحثونو له لارې په راتلونکې کې خپلې تجربې او نظرونه د افغانستان له اړوندو ادارو سره شریک کړي.

محمد اشرف غني ددې سفر په جریان کې په اسټرلیا او نیوزلېنډ کې د مېشتو افغانانو له یو شمېر استازو سره ولیدل او د مختلفو موضوعاتو په تړاو یې ورسره بحث او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، اسټرلیا ته تر خپل رسمي سفر وروسته، د وري میاشتې په ۱۶ نېټه د اندونیزیا پلازمېنې جاکارتا ته ورسېد.

د اندونیزیا جمهوررئیس جوکو ویدودو په هغه غونډه کې، چې د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ښه راغلاست لپاره جوړه شوې وه وویل، چې دې هېواد ته د جمهوررئیس غني سفر د دواړو هېوادونو د خلکو او حکومتونو ترمنځ د اړیکو او همکاریو د غښتلتیا او پراختیا لپاره اساسي رول لري. هغه، جمهوررئیس غني د نړۍ د یوه غښتلي جمهوررئیس په توګه یاد کړ.

د اندونیزیا جمهوررئیس له جمهوررئیس محمد اشرف غني سره په لیدنه کې، بین الافغاني سوله او له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې هوکړه لیک لاسلیک یوه مهمه لاسته راوړنه وبلله او وې ویل، چې اندونیزیا د افغان سولې د تامین لپاره هر ډول همکاریو ته چمتو ده او په راتلونکي کې به یو پلاوی افغانتسان ته واستوي، څو په دې تړاو د افغان چارواکو تجربې او نظرونه واوري.

د اندونیزیا جمهوررئیس همدا راز وویل، چې هېواد به یې د اسلامي علومو د زده کړې یو لوی مرکز جوړ کړي او ددې مرکز له لارې به د دواړو هېوادونو د عالمانو ترمنځ اړیکي غښتلې شي او هغوی به وکولای شي خپله پوهه او اسلامي معلومات له دې لارې له یو بل سره شریک کړي.

د اندونیزیا جمهوررئیس، ترهګري او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې او نړۍ امنیت او ثبات ته یو جدي ګواښ وباله وې ویل، اندونیزیا له سیمې او نړۍ ددې دوو ستونزو د ریښو له منځه وړو او ګواښونو دفع کولو لپاره، هر ډول همکاریو ته تیاره ده.

هغه څرګنده کړه، چې هېواد یې د افغان مېرمنو د ظرفیت لوړونې لپاره د همکارۍ ترڅنګ چمتو دی، چې د ډیپلوماسۍ په برخه کې افغان ځوانانو ته تحصیلي بورسونه ورکړي.

همدا راز ددې لیدنې په پای کې د پوهنې، کرنې، احصائیې، د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو، ساینس او ټکنالوژۍ او لوړو زده کړو په برخه کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري د همکاریو هوکړه لیکونه لاسلیک شول.

اندونیزیا ته د سفر پر مهال جمهوررئیس ددې هېواد له مرستیال جمهوررئیس یوسف کالا، سره وکتل. ښاغلي کالا د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ د وروستیو همکاریو هوکړه لیکونو لاسلیک ته په اشارې سره وویل، چې هېواد یې له افغانستان سره د پوهنې، کرنې، سوداګرۍ، لوړو زده کړو، احصائیې او مالي پالیسو لپاره د سیستمونو جوړولو په برخه کې هر راز همکاریو ته چمتو دی.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، اندونیزیا ته د خپل سفر په جریان کې، له یو شمېر اندونیزیایي سوداګرو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د پانګونې د فرصتونو او په ځانګړي ډول سوداګرۍ غوړېدنې په اړه خبرې وکړې. جمهوررئیس وویل، چې افغانستان د سیمې د  سوداګرۍ غوړېدنې لپاره، ځانګړی موقعیت او ظرفیت لري او افغان حکومت هڅه کوي د لویو لارو، ترانزیټي دهلېزونو او اوسپنیزو کرښو له لارې له آسیا، اروپا او د نړۍ ټولو هېوادونو ته د سوداګرو د مالونو لېږد زمینه برابره کړي.

جمهوررئیس د اندونیزیا د مشرانو جرګې له رئیس سره په کتنه کې د افغانستان موقعیت ته په اشارې وویل، چې د افغانستان ثبات د اسیا او سیمې د ثبات په معنی دی، ځکه افغانستان د اسیا د څلور لاري په توګه، د مرکزي او سویلي اسیا او د سیمې نور هېوادونه سره نښلوي.

جمهوررئیس له اندونیزیایي سوداګرو سره تر لیدنې وروسته ددې هېواد له خپلواکۍ جامع جومات څخه هم لیدنه وکړه او د اندونیزیا د اسلامي مرکزونو له مشرانو سره یې وکتل. جمهوررئیس په دې لیدنه کې وویل، علما د اسلام په مبین دین کې ځانګړی مقام او ځای لري او دوی مسوولیت لري، چې د ټولنې د اصلاح، عامه ذهنیتونو روښانولو، حق لارې او سوله ییز ژوند په برخه کې خلک وپوهوي

د هېواد جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د اندونیزیا له جمهوررئیس سره په لیدنه کې د اندونیزیا او افغانستان د عالمانو ترمنځ د همکاریو او اړیکو رامنځته کولو لپاره د عالمانو د غښتلي رول پرسر هوکړې ته رسېدلي او ډېر ژر به د دواړو هېوادونو د عالمانو ګډو غونډو او تګ راتګ ته زمینه برابره شي.

په همدې حال کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د اندونیزیايي مېرمنو له یوې ډلې سره وکتل، چې په پلان کې لري په اسلامي هېوادونو کې د مېرمنو د رول او ظرفیت لوړونې لپاره اسلامي کانګرېس جوړ کړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د روان کال د وري په ۱۸ اندونیزیا پرېښوده او سنګاپور ته ولاړ.

جمهوررئیس غني د سنګاپور له جمهوررئیس ډاکتر تونيتان کېنګ‌یام سره په کتنه کې وویل، چې افغانستان په مختلفو برخو کې د پانګونې لپاره ښه فرصتونه لري، چې د تخنیکي پوهې په رڼا کې د نړیوالو تجربو او مهارتونو شریکان باید له دې فرصتونو استفاده وکړي. په همدې حال کې جمهوررئیس محمد اشرف غني، ترهګري او د نشه یي توکو قاچاق د سیمې او نړۍ امنیت، ثبات او پرمختګ ته یو جدي خطر وباله او ددې ګواښ د له منځه وړو لپاره یې ددې پدیدې پر وړاندې د ټولو هېوادونو پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ. پر وړاندې یې د سنګاپور جمهوررئیس تیاری وښود، چې هېواد به یې د پوهنې، ښې حکومتوالۍ او ظرفیتونو په لوړولو کې له افغانستان سره همکاري وکړي.

په دې سفر کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني، د سنګاپور له لومړي وزیر سره هم وکتل. دواړو لوریو د تخنیکي همکاریو او د سنکاپور او افغانستان تر منځ د همکارۍ د شته فرصتونو او همدا زار د ترهګرۍ او نشه یي توکو پر وړاندې مبارزې په تړاو خبرې اترې وکړې. د سنګاپور لومړي وزیر وویل، چې هېواد یې تیار دی، څو له افغانستان سره په مختلفو برخو کې همکاري وکړي او د دواړو هېوادونو د جګپوړو رسمي پلاویو سفرونه کولای شي افغانستان او سنګاپور ته زمینه برابره کړي، چې دواړه هېوادونه خپلې مشورې او تجربې سره شریکې کړي.

ددې لیدنې په پای کې د دواړو هېوادونو د چارواکو له لوري د تخنیکي همکاریو تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

ددې سفر په حاشیه کې جمهوررئیس د سنګاپور د انکشاف او کورونو د مدیره هئیت دفتر له رئیس چسن بېنګ سره وکتل. چسن بېنګ د افغانستان د ښارونو او کور جوړولو برخې د کارکوونکو د ظرفیت لوړولو په برخه کې له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو تیاری وښود.

جمهوررئیس درېیو هېوادونو ته د دوره‌یي سفر په پای ته رسولو، د وري میاشتې په ۱۹ نېټه بېرته هېواد ته وګرځېد.

د بهرنیو سفرونو په لړ کې د جمهوررئیس غني دوره یي سفر له نړۍ سره د اړیکو د ټینګښت او د ثبات ټینګښت ته د هېوادونو د توجه جلبولو له امله یو له مهمو او لاسته راوړنو ډک سفر وبلل شو.

د اندونیزیا، سنګاپور او اسټرلیا په څېر هېوادونه، له دولت سره د دولت اړیکو پر اساس، له افغانستان سره همکاري کوي. افغانستان د بنسټ جوړونې، سوداګرۍ او اقتصادي پراختیا په برخه کې د اسټرلیا، سنګاپور او اندونیزیا په څېر هېوادونو تجربو ته اړتیا لري.


شریکول