د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس کې د جمهوررئیس ګډون

۱۳ تله ۱۳۹۵

د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس (د سولې او بیارغاونې لپاره مشارکت) تر عنوان لاندې د بلجیم په پلازمېنې کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان د یوه عالي رتبه پلاوي، د ۷۵ هېوادونو د استازو، د ۳۰ نړیوالو بنسټونو او د ملګرو ملتونو د سرمنشي بانکي مون په ګډون د تلې میاشتې په ۱۳ او ۱۴ (د ۲۰۱۶ ز کال د اکتوبر په ۴ او ۵) ترسره شو.

د افغانستان له لوري په دې ناسته کې د افغانستان لومړۍ مېرمنې، اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د کار ټولنیزو چارو وزیرې نسرین اوریاخېل، د ښځو چارو وزېرې دلبر نظري، په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي، د عامه او ستراتیژیکو اړیکو په چارو کې د جمهور رئیس ستر سلاکار نادر نادري، د بشري حقونو کمېسیون رئیسې سیما سمر، د سولې عالي شورا مرستیالې ډاکتر حبیبه سرابي، د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مرستیال عتیق الله نصرت هم ګډون درلود.

په دې ناسته کې د افغانستان عالي رتبه پلاوي د اصلاحاتو، ښې حکومتوالۍ، مېرمنو حقونو، د خصوصي سکتور پانګونه، اقتصادي پرخوالی او یو شمېر نورو مواردو کې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې وړاندې کړې.

همدا راز ددې کنفرانس په حاشیه کې د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس په بروکسل کنفرانس کې د ګډون کوونکو هېوادونو له عالي رتبه چارواکو او مشرانو سره په جلا، جلا  ډول ولیدل او خبرې اترې یې وکړې.

"ځواکمنې مېرمنې او آباد افغانستان"

جمهوررئیس محمد اشرف غني د خپل سفر په لومړۍ ورځ له لومړۍ مېرمنې او د پلاوي له نورو غړو سره یو ځای ((ځواکمنې مېرمنې او اباد افغانستان)) تر عنوان لاندې غونډه کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس د هېواد د مېرمنو د لاسته راوړنو او ستونزو په اړه خبرې وکړې وې ویل: افغان مېرمنې د کورنیو په ډوډۍ ګټوونکو بدلې شوې دې او زه د هغوی زړورتیا ستایم.

هغه زیاته کړه: افغان مېرمنو په تېرو پنځلسو کلونو کې اوږده لاره وهلې ده. هغوی کولای شي پخپلې استازولۍ خبرې وکړي او هغو ته چې د دوی په استازولۍ خبرې کوي، اړتیا نه لري. افغان مېرمنې اوس کولای شي پخپلې استازولۍ په یوه لید لوري په وضاحت او ژمنتیا بحث وکړي.

محمد اشرف غني وویل: افغان مېرمنې د خپل ژوند په بېلابېلو اړخونو کې فعالې دي او هغوی د وزیرانو، سفیرانو، معینانو، کروندګرو او متشبیثینو په توګه فعالیت کوي.

هغه څرګنده کړه: زه هیله لرم د هېواد له لومړۍ مېرمنې سره د جمهوررئیس په توګه زما اړیکه ټولو ته د متقابل احترام او الهام په توګه وي.

جمهوررئیس غني وویل، چې د هېواد د اساسي قانون په رڼا کې د افغان مېرمنو لاسته راوړنې په هېڅ صورت د معاملې وړ نه دي. هغه زیاته کړه: مېرمنې به د ډیموکراتیکو ارزښتونو ساتونکې وي او هغوی به خپلې لاسته راوړنې وساتي او هغو ته به پراخوالی ورکړي او پر شا به ونه ګرځي.

جمهوررئیس غني وویل: موږ نشو کولای یوازې د هغو مېرمنو پر سر، چې په حکومت کې د چارواکو په توګه کار کوي خپل ځان بریالی وبولو، بلکې موږ باید هڅه وکړو هغه میلیونونه انجونې واقعي ځواکمنې کړو، چې د هلکانو په څېر ورته فرصتونو ته اړتیا لري، ځکه همدغه موضوع زموږ هېواد هوساینې او رغاونې ته رسوي.

جمهوررئیس همدا راز پر هغو ستونزو او خنډونو خبرې وکړې، چې مېرمنې ورسره په افغانستان کې مخ دي. هغه وویل: یوه له دغو ستونزو په حکومت کې حاکم فرهنګ دی؛ زه کولای شم په ټولو برخو کې مېرمنې وګمارم او ما دا کار کړی دی، خو هغه غبرګون چې د هغوی پر وړاندې ښودل کېږي، په حقیقت کې د هغه غبرګون په څېر نه دی، چې د یوه بل همکار پر وړاندې ښودل کېږي.

هغه ټینګار وکړ: د پلار واکۍ فرهنګ زموږ ټولو په وجود کې دی او د مېرمنو رایو ته احترام نه کېږي.

محمد اشرف غني د مېرمنو زده کړو ته په اشارې وویل، چې د کمیت له اړخه زموږ تعلیمي سیستم پام وړ ښه والی موندلی دی، خو د کیفیت له اړخه یې ښه پرمختګ نه دی کړی.

هغه وویل: دا چې ولې انجونې په یوه ځانګړي عمر کې ښوونځي ته ځي او وروسته په سیستماتیک ډول له زده کړو پاتې کېږي، باید ورته جدي توجه وشي.

هغه ټینګار وکړ، چې د مېرمنو د انکشاف او پرمختګ پر وړاندې تړل شوې لارې باید پرانستل شي.

جمهوررئیس غني د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې وویل، چې باید په اساسي ډول د مېرمنو تولیداتو ته د بازار موندنې په اړه فکر وشي.

هغه زیاته کړه: افغان مېرمنې خیرات ته اړتیا نه لري، ځکه خیرات هغوی ځواکمنولی نه شي، خو د هغوی تولیداتو او محصولاتو ته د مارکېټ لاسری کولای شي هغوی ځواکمنې کړي.

محمد اشرف غني وویل: هغه تولیدات، چې نن په ۴۰ ډالرو پلورل کېږي کولای شوو په ۴۰۰ ډالرو یې وپلورو، خو دا کار هغه مهال کېدای شي، چې هغوی مارکېټونو ته لاسری ومومي.

جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې خوښي وښوده، چې مېرمنې کولای له خپلې لارې هر ډول خنډونه لرې کړي او لا زیاتو پرمختګونو ته ورسېږي.

د دولت جوړونې تړون لاسلیکېدل

د بروکسل کنفرانس په حاشیه کې د دولت جوړونې تړون د مالیې وزیر اکلیل حکیمي او د نړیوالې همکارۍ او انکشاف لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر نیوین میمیکا ترمنځ د جمهوررئیس محمد اشرف غني په حضور کې لاسلیک شو.

د دولت جوړونې تړون یو نوی میکانېزم دی، چې د افغان دولت په واک کې احتیاطي مالي منابع ورکوي او د عامه پالیسیو، د لوی اقتصاد چوکاټ، مالي مدیریت، بودجوي شفافیت او نورو برخو کې د اصلاحاتو عملي کولو پروسې ته چټکوالی ورکوي.

ددې تړون پر اساس اروپایي ټولنه د ۲۰۱۷ او ۲۰۱۸ ز کال په لومړۍ ربع کې ۲۰۰ میلیون یورو له افغان دولت سره مرسته کوي.

د نړیوالې همکارۍ او انکشاف لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر په دې تړاو غونډې ته وویل، چې دا تړون له افغانستان سره د اروپایي ټولنې د مرستو ډېرېدو او مؤثریت په برخه کې زموږ ژمنتیا ښیي او په ورته مهال د اصلاحاتو پرمخ وړو په برخه کې پر افغان حکومت زموږ د باور ډېرېدل ښیي.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې د سخاوتمندانه مرستو په اړه د مننې ترڅنګ وویل، اروپایي ټولنه له افغانستان سره د هغو مرستندویانو له ډلې ده، چې له درېیو میلیاردو ډالرو ډېرې مرستې ژمنه یې کړې ده. هغه زیاته کړه، چې د اروپایي ټولنې د مرستو شاوخوا ۷۸ سلنه یې د امانت صندوق له لارې د افغانستان حکومت ته ورکول کېږي.

د مالیې وزیر د دولت جوړونې تړون په اړه وویل، چې دغه تړون د افغان دولت د پالیسیو او د پرمختیایي ستراتیژیو د لومړیتوبونو عملي کولو لپاره لا زیات مالي امکانات برابروي.

سیمه ییزه اجماع او رغاونه 

(سیمه ییزه اجماع او رغاونه) د بروکسل کنفرانس یوه بله غونډه وه، چې د ۱۱نړیوالو سازمانونو او څو هېوادونو د استازو په ګډون ترسره شوه.

د نړیوالې همکارۍ او انکشاف لپاره د اروپایي ټولنې کمېشنر نیوین میمیکا، د اسیا انکشافي بانک رئیس وینکای ژانک او د هېواد د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني ددې غونډې له ویناوالو څخه وو، چې یو وار بیا یې د سیمه ییزې اجماع په پراخوالي او رغاونې او ددې اجماع په اغېز خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني هم په دې ناسته کې جامع وینا وکړه. هغه خپله وینا په دې خبرې پیل کړه، چې د آسیا سیمه ییزه اجماع د هېچا پر ضد نه ده، بلکې د ټولو په ګټه ده.

جمهوررئیس غني وویل، چې ترهګري یوازې زموږ پر وړاندې ګواښ نه دی، بلکې زموږ ټولو پر وړاندې ګواښ دی. اوسمهال هېڅوک هم د ترهګرو لیدونکی نه دی، بلکې موږ ټول د هغوی له لوري په نښه شوي یوو.

محمد اشرف غني زیاته کړه، چې موږ غواړو افغانستان د اتصال په مرکز بدل کړو او د نښلونې په دې  موضوع کې فزیکي خنډونه نشته، بلکې ذهني نظریات لوی خنډ دی.

هغه وویل، چې هېڅوک هم نشي کولای له نورو سره ددې نښلونې پر وړاندې خنډ وګرځي او ویې ویل، چې افغانستان په تازه کې له هند سره په یوه نوښت کار پیل کړی دی، څو د هوا له لارې د ابریښمو لاره ورغاوي او هغوی چې ددې دوو هېوادونو د نښلونې خنډ ګرځي، حاشیې ته به واستول شي.

دغه غونډه د زیربناوو جوړولو، سوداګرۍ او سیمه ییز ترانزیټ په اړه په ازادو بحثونو پای ته ورسېده.

په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار همایون قیومي د افغانستان د زیربنایي ملي پلان په اړه، چې د برېښنا د جریان او سوداګریزو توکو لپاره یوه لار نقشه ده، خبرې وکړې. همدا راز په افغانستان کې د اسیا انکشافي بانک رئیس توماس پنیلا د هغو پروژو په اړه، چې د سیمې لپاره لومړیتوب لري او د سیمې په اقتصادي انکشاف کې مهم رول لري، معلومات وړاندې کړل.

په همدې ترتیب په افغانستان کې د نړیوال بانکي ګروپ رئیس رابرټ ساوم د سیمه ییزې سوداګرۍ، ترانزیټ، فرصتونو او خنډونو او د اې سي سي آی اجراییوي رئیس عتیق الله نصرت خصوصي سکتور ته په تمرکز د سوداګرۍ د اسانتیاوو او سیمه ییز ترانزیټ په اړه خبرې وکړې.

په پای کې د افغانستان اسلامي جمهوریت اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې غونډه کې پخپلې اختتامیه وینا کې، له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې له همکارۍ او مرستې د مننې ترڅنګ د سیمه ییزې اجماع، هوساینې او د سیمې هېوادونو د رغاونې په اړه خبرې وکړې.

د بیارغاونې او سولې لپاره مشارکت

د ملګرو ملتونو د سرمنشي په ګډون د ۷۵ هېوادونو او ۳۰ نړیوالو سازمانونو استازو د بروکسل کنفرانس د ناستې په دویمه ورځ د ((د بیارغاونې او سولې لپاره مشارکت) تر عنوان لاندې غونډه کې ګډون وکړ.

جمهوررئیس غني پخپلې وینا ددې غونډې پرانسته وکړه. هغه وویل: موږ دلته د همکارو هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د استازو په توګه، د ډیموکراسۍ د ارزښتونو، بشري حقونو او د نړۍ امنیت ته د ترهګرو د ګواښونو خطر په درک کولو سره؛ راټول شوي یوو.

جمهوررئیس ګډونوالو ته په وینا کې وویل: تاسو د نړیوالې ټولنې رهبران زموږ دوستان وئ او د افغانستان د خلکو د راتلونکو هیلو لپاره مو رول لوبولی دی او نړیوالې ټولنې د جګړو، بېوزلۍ او بدبختۍ په کلونو کې موږ ته د مرستې لاس اوږد کړی دی.

محمد اشرف غني د نړیوالې ټولنې د سخاوتمندانه مرستو یادونه وکړه او زیاته یې کړه: په هغه هېواد کې، چې د ماشوم هیله یې ښوونځي ته تلل و، تاسو ښوونځي جوړ کړل، چېرته چې ژوند د ناروغۍ له ګواښ سره مخ و، تاسو هلته کلینیکونه او روغتونونه جوړ کړل او ډاکتران او روغتیاپالان مو وروزل، زموږ هغه ښوونځي او کروندې، چې د ماین چاودنو له وجې ویجاړ شوي وو او زموږ ماشومان یې د لوبو پر مهال له لاسونو او پښو محرومول، ستاسو په مرسته له خطرونو پاکې شوې او باغونه او کروندې مو له سره بیا جوړ کړل

جمهوررئیس څرګنده کړه: په تېرو پنځلسو کلونو کې افغان مېرمنو تاریخ جوړ کړ، سره له دې چې ورسره زور او تاوتریخوالی کېده، خو ماتې یې ونه منله او خپل فعالیتونه یې د اساسي قانون په چوکاټ او ټولو هېوادوالو ته د برابرو مساعدو شویو فرصتونو په اساس، مخ ته یوړل.

جمهوررئیس غني وویل، چې بېوزلي یوه دوامداره ستونزه ده او زموږ ۳۹ سلنه خلک د بېوزلۍ تر کرښې لاندې ژوند کوي، چې ورځنی عاید یې ۱،۳۵ ډالرو ته رسېږي. دا په دې معنی ده، چې په ورځ کې یو یا دوه ځلي ډوډۍ خوري او ماشومان ښوونځیو ته د تللو کم امکانات لري

جمهوررئیس زیاته کړه، زه ستاسو د نویو سخاوتمندانه ژمنو له امله د خپل هېواد د بېوزلو خلکو په استازولۍ مننه کوم او موږ به د بېوزلۍ د کمولو او له منځه وړو په برخه کې نه ستړې کېدونکې هلې ځلې وکړو.

جمهوررئیس وویل، چې له ۲۰۰۲ ز کال راهیسې د افغانستان پر امنیتي او دفاعي ځواکونو ستاسو پانګونې موږ ته دا وړتیا راکړې، څو د ترهګرۍ، جرمونو او بې ثباتۍ پر وړاندې د خپلې مبارزې رهبري او مدیریت وکړو.

جمهوررئیس څرګنده کړه: د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو د افغانستان د خلکو په پراخ باور او نړیوالې ټولنې په هر اړخیزه ملاتړ له دښمن سره مخامخ دي او پرې بریالي کېږي، چې د دښمن د ماتې وروستۍ بېلګه کندز و.

جمهوررئیس وویل: د رهبرانو دا غونډه، ددې ښودنه کوي، چې نړیواله ټولنه د افغانانو د راتلونکي خوندي کولو ته ژمن دي او هېڅکله هم د دښمن تر تبلیغاتو لاندې نه راځي. د ازادۍ دښمنان کولای شي ددې خبر جریان متاثره کړي، خو هېڅکله هم نشي کولای زموږ اراده کمزورې او عزم مو کم کړي. دوی همدا راز زموږ پر وړاندې خنډ نه شي جوړولی، چې د یوه قوي دولت د جوړېدو، مارکېټونو او ټولنیزو بنسټونو ته زموږ لاسرسی کم کړي، چې لرل یې د هر ازاد او خپلواک ملت اړتیا ده.

 جمهوررئیس د خصوصي پانګې د جذب په برخه کې د حکومت د بریالیتوبونو په اړه وویل: په تېرو درېیو میاشتو کې موږ د ۱،۱ میلیارد ډالرو په ارزښت له خصوصي سکتور څخه د پانګونې ژمنتیا ترلاسه کړې ده. هغه زیاته کړه، چې د یوې ترکي کمپنۍ له لوري د هلمند په کجکي بند د دوه سوه میلیونه ډالرو پانګونه، چې سل میګاواټه برېښنا به تولید کړي، نړیواله ټولنه به خوشاله کړي.

 جمهوررئیس وویل، چې په تېرو څلویښتو کلونو کې په لومړي ځل موږ د برېښنا د دوو بندونو چارې بشپړې کړې، چې کولای شي ۶۰ میګاواټه برېښنا تولید کړي او ۵۶۰ میلیون متر مکعب اوبه ذخیره کړي. هغه په دوام وویل: په راتلونکو درېیو کلونو کې به موږ لا ډېر بندونه جوړ کړو، څو د کروندګرۍ لپاره نږدې ۲۶ میلیارد متر مکعب اوبه ذخیره کړو، چې د تېرو ۲۵۰ کلونو په پرتله به دا کار بې جوړې وي.

محمد اشرف غني وویل، چې د اوسپنې پټلۍ له لارې افغانستان ته د چین د سوداګریزو توکو لومړنی کتار رسېدل او د صادراتو او وارداتو لپاره د هغه د کم او زیات حجم په ارزښت له هند سره د هوایي دهلېز جوړول، د سیمه ییزې همکارۍ د پرخوالي لپاره یو ښه زېری دی.

جمهوررئیس زیاته کړه: زه خوښ یم، ما، ډاکتر عبدالله او د کابینې غړو له ټول افغانستان څخه د ۲۴۰ هېوادوالو په شتون د یو میلیارد ډالرو په ارزښت د ولسي تړون پروګرام پرانست، چې په جنوري میاشت کې به د هېواد ۱۲ زره کلیو ته لومړنۍ روغتیایي اسانتیاوې، پوهنه، برېښنا ورسوي او د څښلو پاکې اوبه به ورته برابرې کړي.

جمهوررئیس غني په لندن کې د اداري فساد ضد مبارزې غونډې ته په اشارې وویل: خوښ یم، چې نه یوازې د فساد پر وړاندې د مبارزې عدلي او قضایي مرکز په هر اړخیز ډول فعال شوی، بلکې په دې اړه د نیونې لومړی اقدام هم شوی دی.

هغه وویل، چې ترهګر پوله نه پېژني، د ښه او بدو ترهګرو ترمنځ باید توپیر رامنځته نه شي او هغوی ته د پټنځایونو ورکول باید پټ نه کړو. ترهګر نه یوازې افغانستان ته ګواښ دی، بلکې ټولې نړیوالې ټولنې ته ګواښ دی.

محمد اشرف غني زیاته کړه: موږ په یووالي، متمرکزو هڅو او ډیالوګ ته ژمن یوو او د سولې هوکړه لیک مو لاسلیک کړی دی. وروستی هوکړه لیک د کورنۍ اجماع په پایله کې لاسلیک شوی، نه د بهرني وساطت په اساس. دغه هوکړه لیک د بین الافغاني مذاکراتو په دوام اساسي قانون سره په مطابقت ترسره شوی دی.

جمهوررئیس غني ټینګار وکړ، چې د افغانستان خلک سوله غواړي، موږ به سولې ته رسېږو او رغاونکي سیاست ته ژمن یوو، نه ورانوونکي سیاست ته.

جمهوررئیس غني وویل، چې متاسفانه ترهګرۍ یوه لنډ مهالې پدیده نه ده او د ترهګرۍ څلورو څپو (موجونو) ته په کتو، دغه پدیده منځمهاله ده او موږ یې پر وړاندې د مبارزې لپاره د ځواک منسجم کولو ته اړتیا لرو، څو خپل تمرکز وساتو او په ګډه مخ پر وړاندې حرکت وکړو.

د هېواد جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې وویل: موږ د ملګرۍ لاس ته اړتیا لرو، څو باور ولرو، چې ددې ملت د تېرو څلویښتو کالو درد ته، چې کله مو هم خپلو ګاونډیو ته ګواښ نه دی رامنځته کړی او د نړیوالې ټولنې همکارۍ ته مو هرکلی کړی دی، د پای ټکی کېږدو.

د کنفرانس حاشیه

 د بلجیم له پادشاه اعلیحضرت فلیپ سره د جمهوررئیس لیدنه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت رئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس په حاشیه کې، د بلجیم له پادشاه اعلیحضرت فلیپ سره ددې هېواد په شاهي ماڼۍ کې ولیدل.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د بلجیم او افغانستان ترمنځ د همکاریو او خپلمنځي اړیکو د لا پراختیا او د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس د کار پرمخ وړو د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني په دې لیدنه کې د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس د ښه کوربه توب له امله له بلجیم څخه مننه وکړه.

د یو شمېر هېوادونو او نړیوالو بنسټونو له استازو سره د جمهوررئیس لیدنه

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان په اړه د بروکسل کنفرانس په حاشیه کې د ناټو سازمان له سرمنشي ینس سټولټنبرګ، د سویډن د لومړي وزیر مرستیالې مېرمن آسا رومسن، د بریتانیا د نړیوال انکشاف وزیر، د امریکا د نړیوالې انکشافي ادارې اجراییوي مدیرې مېرمن کیلي سمیټ، والاحضرت شهزاده آغا خان او د افغانستان لپاره د هند استازي سره په بېلابېلو لیدنو کې وکتل.

جمهوررئیس او د ناټو سازمان سرمنشي پخپله لیدنه کې له ترهګرۍ سره د مبارزې، د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د غښتلي کولو او سیمه ییزو مسایلو په اړه بحث او خبرې وکړې.

په دې لیدنه کې له والاحضرت کریم آغا خان سره د فرهنګي مسایلو د همکارۍ، د تورېزم د فرصتونو په پراخوالي او د افغانستان د فرهنګي میراثونو د ساتنې پر څرنګوالي خبرې وشوې او هغه جمهوررئیس ته د همکاریو ژمنه ورکړه.

جمهوررئیس د امریکا د نړیوالې انکشافي ادارې له اجراییوي مدیرې مېرمن کیلي سمېټ سره په لیدنه کې د کورنۍ او بهرنۍ پانګونې د جلب لپاره د انرژۍ په برخه کې د پانګونې د ضمانت په اړه بحث او خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني د سویډن د لومړي وزیر له مرستیالې مېرمن آسا رومسن سره په لیدنه کې، له افغانستان سره ددې هېواد د مرستو مننه وکړه او مېرمن رومسن له افغانستان سره د خپل هېواد د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس افغانستان لپاره د هند له ځانګړي استازي سره په لیدنه کې هند د افغانستان د خلکو پخوانی دوست وباله، په مختلفو او په ځانګړي ډول د زیربنایي پروژو په رغاونه کې یې ددې هېواد د سخاوتمندانه مرستو، مننه وکړه.

په همدې ترتیب جمهوررئیس غني د بریتانیا د نړیوال انکشاف له وزیر سره په لیدنه کې د افغان حکومت په انکشافي پروګرامونو خبرې وکړې او په انکشافي برخو کې له افغانستان سره د بریتانیا د مرستو پر دوام بحث او خبرې اترې وکړې.

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په بروکسل ښار کې د امریکا له بهرنیو چارو وزیر جان کیري، د اروپایي اتحادیې مرستیالې او د بهرني سیاست مسوولې مېرمن فیډریکا موګریني، د اسیا انکشافي بانک له مرستیال وینکای ژانک او د ازبکستان له بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف سره په جلا، جلا ډول وکتل.

 په دې لیدنو کې دواړو لوریو د مختلفو مسایلو په ځانګړي ډول د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس، له ترهګرۍ سره مبارزه او سیمه ییزې همکاري بحث او خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس غني په مختلفو برخو، له هغې ډلې د ښې حکومتوالۍ، فساد پر وړاندې مبارزې، مېرمنو حقونو، د خصوصي سکتور پانګونې او د اقتصادي زیربناوو د رغاولو په اړه د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنو په اړه معلومات ورکړل.

جمهوررئیس غني بانکي مون ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال ورکړ

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال د ملګرو ملتونو سرمنشي بانکي مون ته ورکړ.

په هغو مراسمو کې، چې په دې اړه په بروکسل ښار کې د اروپایي اتحادیې په مقر کې جوړ شوي وو، جمهوررئیس د ملګرو ملتونو د سرمنشۍ پر مهال د ښو خدمتونو د ترسره کولو لپاره ښاغلي بانکي مون ته دغه مډال ورکړ او د هغه هڅې یې وستایلې.

جمهوررئیس غني د یوه فرمان په اساس، په مختلفو برخو کې د ملګرو ملتونو د غښتلتیا، د تلپاتې انکشاف او پراخوالي، په ټولنیزو چارو کې د مېرمنو د رول ملاتړ، په بحران کې راګیرو هېوادونو ملاتړ او د نړیوالو ستونزو حل په برخه کې د ښاغلي بانکي مون د خدمتونو د ترسره کېدو په بدل کې هغه ته د غازي امان الله خان عالي دولتي مډال منظور کړ.

د یادونې وړ ده، چې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه د بانکي مون دنده په نږدې راتلونکې کې پای ته رسېدونکې ده.

۱۵،۲ میلیارد ډالر، د څلورو کلونو لپاره ژمنه

بروکسل کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسېد. نړیوالې ټولنې د افغانستان د ژمنو د عملي کولو تر ارزونې وروسته، د راتلونکو څلورو کلونو لپاره د افغانستان د انکشافي لومړیتوبونو په برخه کې ۱۵،۲ میلیارد ډالر ژمنه وکړه.

ددې کنفرانس په پای کې جمهوررئیس محمد اشرف غني د اروپایي اتحادیې له مرستیالې او د بهرني سیاست له مسوولې مېرمن فیډریکا موګریني سره په ګډ خبري کنفرانس کې ګډون وکړ.

په دې کنفرانس کې مېرمن موګریني وویل، چې بروکسل کنفرانس په بریالیتوب پای ته ورسېد او دا له افغان دولت سره زموږ د همکاریو یوه مهمه برخه وه، چې له افغانستان سره یې د نړیوالې ټولنې پراخ ملاتړ وښود.

هغې په دې کنفرانس کې د افغانستان د مشرانو او په ځانګړي ډول د جمهوررئیس غني ګډون او له اروپایي اتحادیې سره په ګډه کار وستایه.

موګریني جمهوررئیس غني ته په خطاب کې وویل: تاسو افغانستان ته بېرته په ګرځېدو ښه دلایل لرئ او موږ هم ښه خبرونه لرو، چې نړیواله ټولنه په قوي او تلپاتې ډول د افغانستان د خلکو ترڅنګ درېدلې.

د اروپایي اتحادیې د بهرني سیاست مسوولې وویل: موږ باوري یوو، چې د افغانستان د خلکو د ملاتړ او غښتلتیا لپاره په افغانستان کې پانګونه په حقیقت کې د نړیوال ثبات لپاره پانګونه ده.

وروسته جمهوررئیس غني خبرې وکړې، د اروپایي اتحادیې له بریالیو هڅو او په بریالیتوب په بروکسل کنفرانس کې له افغانستان سره د سخاوتمندانه مرستو له وجې یې د نړیوالو بنسټونو له ګډون څخه هم، د افغانستان د حکومت او خلکو په استازولۍ مننه وکړه.

جمهوررئیس په بریالیتوب د بروکسل کنفرانس ترسره کېدل د اروپایي اتحادیې او افغان حکومت د ګډو کاري ټیمونو نه ستړې کېدونکې او د ګډو هڅو پایله وبلله.

هغه له دولت سره په خبرو او د بروکسل کنفرانس په بریالیتوب کې د مدني ټولنو، رسنیو او خصوصي سکتور رول مهم وباله.

محمد اشرف غني وویل، چې د ۱۵،۲ میلیارد ډالرو نوې ژمنه او د افغانستان په خصوصي سکتور کې په تېرو درېیو میاشتو کې له ۱،۱ میلیارډ ډالرو زیاته پانګونه، یو مثبت تغیر ښیي.

جمهوررئیس وویل: د نړیوالې ټولنې له تازه ژمنو سره، د افغانستان له لوري کار همدا سبا پیلېږي او دا پروسه به په باوري، ډاډه، امانتدارۍ او شفافیت سره پرمخ وړل کېږي.


شریکول