د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

ازبکستان ته د جمهوررئیس غني سفر

۰۸ وری ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ «د سولې، امنیتي همکاریو او د سیمه‌ییزو متقابلو همکاریو په اړه د تاشکند نړیوال کنفرانس» کې د ګډون په موخه د دوشنبې ورځې په ماسپښین، ۵ وری ۱۳۹۷، په دوه ورځني سفر ازبکستان ته ورسېد.

د جمهوررئیس غني ددې سفر موخه دا وه، چې د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړي. جمهوررئیس غني په دې سفر کې د سیمه‌ییز اتصال په ځانګړي ډول د ټاپي، کاسا زر او چابهار بندر پروژو په اړه خبرې وکړې او وې ویل، چې موږ پرېکړه کړې، چې په تېرو ستونزو بریالي شو او د سیمې له شریکانو او ګاونډیانو غواړو، چې د امنیت او هوساینې لپاره زموږ له ګډې داعیې سره یو ځای شي.

جمهوررئیس د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس په حاشیه کې د ازبکستان له جمهوررئیس، د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازې او د بهرنیو اړیکو له مسؤولې او د کنفرانس د یو شمېر کډون کوونکو هېوادونو له استازو سره وکتل.

جمهوررئیس غني په کنفرانس کې تر وینا او د ازبکستان له جمهوررئیس او د یو شمېر نورو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنې وروسته، د سې‌شنبې ورځې په ماښام، ۷ وری ۱۳۹۷، کابل ته راوګرځېد.


 

د ازبکستان له جمهوررئیس سره لیدنه

محمد اشرف غني ازبکستان ته د خپل سفر په لومړۍ ورځ د ازبکستان له جمهوررئیس شوکت میرضیایوف سره د هغه هېواد د جمهوري ریاست په کوک‌سرای په ماڼۍ کې وکتل. دواړو لوریو د سولې پروسې، په امنیتي برخه کې په همکاریو او پر سیمه‌ییز اتصال او د دوه اړخیزه اړیکو په غښتلتیا، پر سیمه‌ییزو پروژو او بېلابېلو برخو خبرې اترې وکړې.

د مزارشریف ـ هرات رېل پټلۍ پروژې کار پرمختګ او د افغانستان، ازبکستان او د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو لپاره یې اقتصادي اهمیت؛ د پلخمري برېښنا؛ او د ازبکستان له لارې قزاقستان ته د میوو، سابو او د افغانستان د مرمر ډبرو صادرات د دغو خبرو اترو یوه بله برخه وه. د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو اړوندو مسؤولینو ته لارښوونه وکړه، چې له وړاندې د پیل شوې نوري فایبر پر هوکړه شوې پروژې اقدام وکړي.

جمهوررئیس غني د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس له امله د ازبکستان د کوربه توب مننه وکړه او هغه یې یوه تاریخي ورځ وبلله هغه همدا راز د سیمې هېوادونو د اقتصادي پرمختګ په برخه کې سیمه‌ییزه اجماع هم مهمه وبلله.

  

د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي سره لیدنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس په حاشیه کې، د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ګرېټ بیلي سره وکتل او له افغانستان سره د برېتانیا د مرستو، د سولې په پروسه کې د هغه هېواد په رول او په سیمه‌ییزو همکاریو یې خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس غني په سیمه‌ییزو همکاریو او ثبات کې د برېتانیا او همکارو هېوادونو رول ارزښتناک وباله او ښاغلي ګرېټ له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او ډاډ یې ورکړ، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.

 

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره لیدنه

جمهوررئیس غني ازبکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د امریکا متحده ایالتونو د بهرنیو چارو له مرستیال وزیر سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو لوریو د افغانستان لپاره د تاشکند په کنفرانس، سولې پروسې او له افغانستان سره د امریکا متحده ایالتونو په همکاریو خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې د امریکا متحده ایالتونو له مرستو او په تاشکند کنفرانس کې د هغه هېواد د یوه جګپوړي پلاوي له ګډون څخه مننه وکړه او وې ویل، چې د سویلي آسیا په تړاو د امریکا متحده ایالتونو نوې ستراتېژۍ اغېزناکه ده او په تطبیق سره یې به یې په افغانستان او سیمه کې مثبت بدلونونه ولیدل شي.

ښاغلي توماس شنان د یادې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره د خپل هېواد ژمنتیا وښوده او وې ویل، چې د امریکا متحده ایالات د افغانستان په رهبرۍ او مالکیت د سولې له پروسې هر اړخیز ملاتړ کوي.

 

 د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سره لیدنه

جمهوررئیس غني د روسیې له بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف سره د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس په حاشیه کې وکتل.

جمهوررئیس غني د سولې له پروسې د روسیې د ملاتړ او د سیمې هېوادونو په همغږۍ کې ددې هېواد رول مهم وباله او ترې مننه یې وکړه.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر د افغانانو په ملکیت او رهبرۍ د سولې له پروسې ملاتړ وکړ او وې ویل، چې زموږ موخه د سیمې هېوادونو ثبات او ترمنځ یې د اقتصادي همکاریو پراختیا ده. هغه وړاندیز وکړ، چې د افغانستان، روسیې او د امریکا متحده ایالتونو درې اړخیزه ناسته دې ترسره شي.

 

د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس کې وینا

د افغانستان لپاره د تاشکند نړیوال کنفرانس په حاشیه کې، جمهوررئیس غني وینا وکړه، چې د ګډو ګواښونو، کابل پروسې، د سولې سیمه‌ییزه اجماع، سیمه‌ییز اتصال او بین‌الافغاني سولې په تړاو موضوعاتو ته یې په کې اشاره وکړه.

جمهوررئیس غني د ازبکستان له دولت څخه ددې غونډې د کوربه توب له امله د مننې ترڅنګ وویل، چې نن موږ ددې لپاره راټول شوي یوو، چې موږ ته ګډ ګواښونه متوجه دي او ددې ناستې هدف د ګډو ګواښونو له منځه وړل دي.

هغه دې ته په اشارې، چې ترهګرې شبکې له یو بل سره نښتې دي او مشترک اهداف لري، زیاته کړه، چې په افغانستان کې د داعش وسله‌والو شمېر له ۲۰۰۰ کم دی، چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه یې پر وړاندې په مېړانه جګړه کوي او له زرو زیات کسان یې له منځه وړل شوي دي، چې ډېری یې په ننګرهار او کونړ ولایتونو کې فعالیت لري.

جمهوررئیس غني څرګنده کړه، چې ترهګرې پېښې نشي کولای افغانستان سولې ته د رسېدو له لارې منحرف کړي. هغه د دولتونو مشرانو ته په خطاب کې وویل، چې د ګډو ستونزو د حل په برخه کې ستاسو رهبري او ژمنتیا، حیاتي ده.

هغه په بریالي ډول د کابل پروسې د ناستې ترسره کېدو په اړه وویل، چې نن موږ دلته د سیمه‌ییزو ناامنیو او پر افغانستان د تحمیل شوې جګړې د حل لپاره خپل دویم سفر پیلوو، څو د سولې لپاره یوې سیمه‌ییزې اجماع ته ورسېږو.

محمد اشرف غني د سیمه‌ییز اتصال په ځانګړي ډول د ټاپي، کاسا‌زر او چابهار بندر په څېر په مهمو پروژو خبرې وکړې او وې ویل، چې موږ تصمیم نیولی، څو پر ستونزو بریالي شو او له خپلو سیمه‌ییزو شریکانو او ګاونډیانو غواړو، چې زموږ د امنیت او هوساینې له ګډې برحقې داعیې سره یو ځای شي.

هغه څرګنده کړه، چې د سیاست، اقتصاد، سولې او ثبات راتلونکی او همدا راز سیمه‌ییزه پراختیا، چې په هغه کې ژوند کوو، ټول ګډ دي او دا یو بېساری فرصت دی، چې باید ترې استفاده وشي.

جمهوررئیس غني وویل، چې د تېر د غلامۍ کړۍ ماتول او په ځواک د راتلونکي پر لور حرکت به د ټولو لپاره د ګټې ــ ګټې پایله ولري، چې لپاره یې لیدلوري، رهبرۍ او مدیریت ته اړتیا ده.

هغه وویل، چې افغانستان د سیمې او نړۍ د امنیت خوندي کولو لپاره له ترهګرۍ سره د مبارزې په لومړۍ کرښه کې ځای لري او زیاته یې کړه، چې سولې او ګډې هوساینې ته د رسېدو لپاره، د همګارۍ ګټې باید د ګټو تقابل له صحنې وباسي.

هغه د کنفرانس له ګډونوالو وغوښتل، چې له خپل نفوذ او ځواک څخه په استفادې، د سولې د بین‌الافغاني پروسې ملاتړ وکړي او د دولت ـ دولت له لارې له پولې هاخوا ترهګرو ډلو او جرمي ډلو پر ضد د سیمه‌ییزو همکاریو میکانېزمونو ته پراختیا ورکړي او د سیمه‌ییز اتصال پروژو او په لویو پایداره پروګرامونو د پانګونې لپاره د همکاریو یو چوکاټ جوړ کړي.

جمهوررئیس غني همدا راز له هغوی وغوښتل، چې له افغانستان سره د مخالو وسله‌والو او راستنو شویو کډوالو په ادغام او د پایداره سولې په برخه کې د پایداره او ټولشموله پراختیا او فرهنګي او روزنیزو مرستو په برخو کې همکاري وکړي.

هغه د پارلماني، ولسوالیو او جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدل عمده لومړیتوبونه وبلل او وې ویل، چې د رایې کارت باید د مرمۍ ځای ونیسي او د سرنوشت او راتلونکې د ټاکلو لپاره باید یو عمده میکانېزم مشخص شي.

په دې کنفرانس کې، د ازبکستان جمهوررئیس او د اروپایي ټولنې استازي او د بهرنیو اړیکو مسؤول هم وینا وکړه او د افغانانو په مشرۍ او مالکیت یې د سولې له پروسې خپل ملاتړ اعلان کړ.

 

 

د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازې او د بهرنیو اړیکو له مسؤولې سره لیدنه

جمهوررئیس غني ازبکستان ته د خپل سفر په دویمه ورځ، د اروپایي ټولنې له ځانګړې استازي او د بهرنیو اړیکو له مسؤولې فدریکا موګریني سره وکتل. په دې لیدنه کې دواړو لوریو د پارلماني، ولسوالیو شورا او د جمهوري ریاست ټاکنو ترسره کېدو، د حرفوي زده کړو لپاره د زمینې په برابرولو، له ښځو ملاتړ، ترهګرۍ ضد مبارزې او د جرمي اقتصادي شبکو په تړاو خبرې وکړې.

جمهوررئیس غني له افغانستان سره د اروپایي ټولنې له همکاریو او مرستې د مننې ترڅنګ، په دغه ډول ناستو کې د اروپایي ټولنې ګډون او د تجربو شریکول مثبت وبلل.

مېرمن موګریني وویل، چې اروپایي ټولنه له هغو غونډو هم ملاتړ کوي، چې د افغان حکومت په نوښت ترسره کېږي او د افغان حکومت او خلکو ترمنځ به پاتې شي.

د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤولې په سیمه کې د تحرک د رامنځته کېدو، د سیمه‌ییز اتصال، ترانزیټ او سوداګرۍ په برخو کې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې وستایلې او وې ویل، چې اروپایي ټولنه د سولې پروسې په هره مرحله کې همکاریو ته تیاره ده.

جمهور رئیس غني د لیدنو له ترسره کولو وروسته، د سې‌شنبې ورځې په ماښام، ۷ وری ۱۳۹۷، له تاشکند څخه بېرته کابل ته راوګرځېد.

 


شریکول