د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

هند ته د جمهوررئیس سفر

۲۵ وږی ۱۳۹۵

۲۴ ــــ ۲۵ وږی ۱۳۹۵ | 14 – 15 سپټمبر2016

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رسمي بلنه جمهوررئیس محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر (۲۴ ـــــ ۲۵ سنبله ۱۳۹۵) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې، نوي ډیلي ته ورسېد.

د هېواد جمهوررئیس په دې سفر کې د هند له لومړي وزیر، جمهوررئیس او یو شمېر نورو چارواکو او همدا راز سوداګرو، پانګه والو او په دې هېواد کې پر زده کړو بوختو افغان محصلینو سره، ولیدل.

جمهوررئیس غني همدا راز د هند د دفاعي څېړنو او مطالعاتو په انسټېټیوټ کې وینا وکړه. په دې سفر کې له جمهوررئیس سره د بهرنیو چارو وزیر، د ملي امنیت سلاکار، د مالیې، اقتصاد او ترانسپورټ وزیران او په عامه او ستراتیژیکو اړیکو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ملګرتیا کوله.

له لومړي وزیر مودي سره لیدنه؛ یو میلیارد ډالر مرسته

د نوي ډیلي په حیدر آباد هاوس کې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د جمهوررئیس محمد اشرف غني هرکلی وکړ.

د هېواد جمهوررئیس او د هند لومړي وزیر د دواړو هېوادونو د جګپوړو پلاوو په ګډون په لیدنه کې، د اقتصادي همکاریو، د سیمې امنیت او ثبات، د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا او د افغانستان په انکشافي برخه کې د هند د مرستو څرنګوالي په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس له افغانستان سره د هند له مرستو مننه وکړه او د افغان ـــــ هند دوستۍ بند (سلما)، دلارام ــــــ زرنج سړک، د ملي شورا ودانۍ، ستوري ماڼۍ او د چابهار بندر پروژې پرانستې په برخه کې یې ددې هېواد مرستې اغېزناکې وبللې.

جمهوررئیس له دې اړخه، چې د هند مرستو د خلکو په ژوند کې مثبت تغیر راوړی دی، اغېزناکې وبللې.

 په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او هند د راتلونکو همکاریو په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي وویل، چې هېواد به یې د ښوونې او روزنې، برېښنایي حکومتوالۍ، د زیربناوو بیارغاونې او ګڼو نورو برخو کې له افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت مرسته وکړي.

دغه مرستې به د پروژو په ډول نه، بلکې د افغانستان د پراختیا ملي پروګرامونو پر اساس مصرف شي او د وزیرانو په کچه پلاوي به د دغو مرستو د مؤثر مصرف پر جزیاتو کار وکړي.

جمهوررئیس غني او لومړي وزیر مودي، ترهګري د سیمې ګډ ګواښ وباله او ټینګار یې وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید له استثنا پرته د ترهګرۍ د له منځه وړو او په سیمه کې د امنیت او ثبات د ټینګښت لپاره هڅه وکړي او همدا راز د اقتصادي همکاریو د پراختیا لپاره باید په ګډه کار وشي.

جمهوررئیس غني هند د افغانستان د ښه ملګري په توګه یاد کړ، ویې ویل، چې د افغانستان او هند دوستي به دوامداره وي، ځکه د دې ملګرتیا بنسټ پر ګډو ګټو او د دواړو هېوادونو د دولتونو د نیکو اړیکو پر اساس ولاړ دی.

هغه زیاته کړه، چې له افغانستان سره د هند ملګرتیا واقعي او عملي ده.

د جمهوررئیس غني او د هند د لومړي وزیر ددې لیدنې په پای کې، د دواړو هېوادونو چارواکو په مختلفو برخو کې د افغانستان او هند تر منځ درې هوکړه لیکونه لاسلیک کړل.

له جمهوررئیس موکرجي  سره لیدنه؛ د افغانستان ستراتېژیک موقعیت

جمهوررئیس محمد اشرف غني د هند له جمهوررئیس پرناب موکرجي سره د پېژندنې په لیدنه کې د افغانستان او هند ترمنځ د همکاریو په پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اړیکو خبرې وکړې او دواړو هیله وښوده، چې افغانستان او هند به دوست هېوادونه وي.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې ګټې اخیستنې ته د سپارل شویو پروژو په اړه د هند د مرستو یادونه وکړه، ویې ویل، چې د افغانستان حکومت او خلک د هند د مرستو درناوی کوي.

محمد اشرف غني له افغانستان سره د هند د یو میلیارد ډالري مرستو په اړه وویل: د دغو مرستو یوه برخه به د حرفوي زده کړو د کیفیت ښه کولو او په عزت وطن ته د را ستنېدونکو لپاره مصرف شي.

د هند جمهوررئیس په دې لیدنه کې وویل: هند به د ښه ملګري په توګه تل د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

هغه جمهوررئیس غني ته له افغانستان سره د خپل هېواد د مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

جمهوررئیس غني وویل: د افغانستان ستراتېژیک موقعیت او په هغه کې د پانګونې ښه فرصتونه نه یوازې د افغانستان، بلکې د ټولې سیمې لپاره ګټور دي.

هغه زیاته کړه: تر بل هر وخت، د سیمه ییزو اقتصادي همکاریو لپاره غوره شرایط برابر شوي دي او ښه بېلګه یې له افغانستان څخه هند ته د سوداګریزو توکو د لېږد لپاره الوتنې دي، چې په هره اوونۍ کې درې ځله ترسره کېږي.

هغه زیاته کړه، چې په پام کې ده په راتلونکي کې دغه الوتنې نورې هم زیاتې شي.

په افغانستان کې د پانګونې غوره فرصتونه 

د جمهوررئیس د سفر بله برخه د هند د سوداګرۍ خونو له استازو او پانګه والو سره لیدنې ته ځانګړې شوې وه.

جمهوررئیس د هند د سوداګرۍ خونو له استازو سره په لیدنه کې په افغانستان کې د برېښنا د تولید، اوبو مدیریت، کانونو، زیربناوو، کرنې او ځینو نورو برخو کې د پانګونې فرصتونو ته اشاره وکړه او هندي سوداګر یې په افغانستان کې پانګونې ته وهڅول.

جمهوررئیس غني وړاندیز وکړ، چې د هوا له لارې د افغانستان او هند ترمنځ د راکړې ورکړې لپاره دې ګډه کارګو جوړه شي، څو د دواړو هېوادونو سوداګر وکولای شي په اسانۍ خپل سوداګریز توکي له افغانستانه هند او له هغه لوري افغانستان ته ولېږدوي.

محمد اشرف غني د هند له خصوصي سکتور څخه وغوښتل، څو د هند د څلورو کیفیت لرونکو درمل جوړونکو کمپنیو پروپوزل د افغانستان حکومت ته وسپاري.

هغه وویل: موږ غواړو د خپل اړتیا وړ درمل او په ځانګړي ډول د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ټپیانو لپاره درمل له معتبرو کمپنیو څخه ترلاسه کړو.

جمهوررئیس وویل، چې د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي ورسره د تېرې ورځې په لیدنه کې ژمنه کړې، چې هېواد به یې له افغانستان سره د ښوونې او روزنې په برخه کې همکاري وکړي. هغه ټینګار وکړ، چې د هند دغه مرسته به د افغانستان د حرفوي زده کړو په برخه کې مصرف شي، څو د بازار له اړتیاوو سره سم په نویو معیارونو مسلکي کادرونه وروزل شي او هغوی ته به د کار فرصتونه هم برابر شي.

ترهګري؛ ګډ ګواښ

محمد اشرف غني هند ته د خپل سفر پر مهال د هند د دفاعي څېړنو او مطالعاتو په انسټېټیوټ کې جنرالانو، متقاعدو سفیرانو، پروفیسورانو او محصلینو ته وینا وکړه.

جمهوررئیس وویل: ترهګري نه یوازې افغانستان، بلکې ټولې سیمې ته یو منځمهالی ګډ ګواښ دی.

جمهوررئیس ددې مطلب په بیانولو سره، چې د افغانستان اوسنۍ جګړه، کورنۍ جګړه نه ده، بلکې د نورو له لوري تحمیل شوې ده، زیاته کړه: د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه د ترهګرۍ پر وړاندې جګړې په لومړۍ کرښه کې ځای لري او په زړورتیا او اتلولۍ یې پر وړاندې جنګېږي.

جمهوررئیس وویل: د هغوی د قربانۍ او زړورتیا له برکته، نړۍ قانع شوې، چې د پرمختیا په برخه کې پر مرستو سربېره په پوځي برخه کې هم له افغانستان سره خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه: هېڅوک نه شي کولای په جګړه کې موږ ته ماتې راکړي، ځکه په مبارزه کې زموږ دریځ پر حقه دی او د نړیوالې ټولنې له لوري هم تائید شوی دی.

جمهوررئیس ټینګار وکړ، چې د سیمې هېوادونه باید د ترهګرۍ د له منځه وړو په برخه کې د یوې واضحې عملي ستراتیژۍ له لارې ګډه مبارزه او همکاري وکړي.

هغه زیاته کړه، چې ښه او بد ترهګر نشته دي او هغوی قوم، ژبه او مذهب نه پېژني، ځکه چې ترهګر هېڅ دین او قانون ته درناوی نه لري.

جمهوررئیس وویل: ترهګر خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره د اسلام له مبارک دین څخه د وسیلې په توګه استفاده کوي.

هغه ټینګار وکړ، چې هېچاته به اجازه ور نه کړي، چې خپل د اسلام ضد کړنې د دین د دستوراتو په نوم تعبیر کړي.

 جمهوررئیس غني وویل: د افغانستان او هند ترمنځ ملګرتیا د دواړو هېوادو د ګډو ګټو او اصولو پر اساس ولاړې دي.

هغه زیاته کړه: زموږ اړیکي د هېچا په زیان نه دي او نه هم باید څوک د افغانستان او هند ترمنځ له اړیکو څخه وېره او اندېښنه ولري.

محمد اشرف غني وویل: تر بل هر وخت ډېر د افغانستان او هند ترمنځ اړیکي نږدې شوې دي او دغه دواړه هېوادونه د دوه اړخیزه همکاریو له لارې، د دواړو هېوادونو خلک تر بل هر وخت یو بل ته نږدې کړې دي او له یو بل سره یې همدردي زیاته شوې ده.

محصلین؛ د هېواد بشري پانګه

هند د ډېر شمېر افغان محصلینو کوربه دی، چې ددې هېواد د بورسونو په پروګرام کې یې ګډون کړی دی. له هېواده بهر له تحصیلي فرصتونو څخه مؤثره استفاده د یوه هېواد د بشري ظرفیت لوړولو لپاره لازم دي. اوسمهال په هند کې ۱۶ زره افغان زده کوونکي پر زده کړو بوخت دي او له ۶۰ زرو زیات افغانان د هند له مختلفو پوهنتونونو څخه فارغ شوي دي.

جمهوررئیس غني هند ته د خپل سفر په لړ کې په نوي ډیلي کې د افغانستان په مېشت سفارت کې له یو شمېر افغان محصلینو سره ولیدل.

جمهوررئیس محصلینو ته په وینا کې هغوی د افغانستان بشري پانګه وبلله او ویې ویل، چې د افغانستان خلک باید له بېوزلۍ او بې ثباتۍ څخه وژغورل شي.

په هند کې د افغانستان سفیر شیدا محمد ابدالي جمهوررئیس ته د افغان محصلینو د عمومي وضعیت په اړه معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د یوه میکانیزم په اساس به د افغان محصلینو راتلونکې ستونزې حل کړي.

شریف حضوري، زهره ظاهر او سمیع الله فقیري د نورو محصلینو په استازولۍ خبرې وکړې، په مختلفو برخو په ځانګړي ډول د تحصیلي پاسپورټونو، ویزې، پر وخت د محصلینو د معاشونو نه اجراء کېدو، د سارک غړو هېوادونو په پرتله له افغان محصلینو د زیات فیس اخیستو، د سارک غړو هېوادونو په پرتله د معاشونو او قرطاسیې په برخه کې د لوړو زده کړو وزارت د ژمنو نه عملي کېدل او د عملي کارونو په برخه کې محصلینو ته د اجازې نه ورکولو ستونزې له جمهوررئیس سره شریکې کړې.

په هند کې د سید جمال الدین افغان لیسې استادې مېرمن هما، په هند کې ددې ښوونځي ستونزې بیان کړې، وې ویل، سره له دې چې ددې لیسې له تاسیس څخه ۲۴ کاله تېرېږي، خو د حکومت د نه توجه له امله له ډېرو ستونزو سره لاس و ګرېوان دي.

جمهوررئیس غني په دې ناسته کې د سید جمال الدین افغان ښوونځي د تمویل حکم لاسلیک کړ او افغان محصلینو ته یې ډاډ ورکړ، چې د هغوی ستونزې به په اساسي ډول حل شي.

جمهوررئیس په هند کې د افغانستان سفیر ته لارښوونه وکړه، چې د هند له پوهنتونونو سره په اړیکه کې واؤسي، څو افغان محصلین هم له هغو اسانتیاوو برخمن شي، چې د سارک سازمان غړي هېوادونه ترې برخمن دي.

هغه په ټینګار سره لارښوونه وکړه، هغه محصلین چې پخپلو درسونو کې ټنبلي کوي یا ناسم چلند کوي باید بېرته هېواد ته وګرځول شي او د هغوی له وجې باید نور محصلین هم له ستونزو سره مخ نه شي.

جمهوررئیس وویل، چې لوړو زده کړو وزارت ته یې لارښوونه کړې، چې په هند، ایران او پاکستان کې له مختلفو پوهنتونونو د فارغانو د اسنادو ارزونې لپاره دې یوه کمېټه موظفه کړي.

همدا راز جمهوررئیس لوړو زده کړو وزارت ته لارښونه وکړه، چې له محصلینو سره د معاشونو د ورکړې، قرطاسیې او کتابونو برابرولو په برخه کې کړې ژمنې عملي کړي.

جمهوررئیس غني محصلینو ته ډاډ ورکړ، چې تر دې وروسته به د یوې شفافې پروسې له لارې ځوانان پر دندو ګمارل کېږي.

هغه زیاته کړه، چې تېر کال کانکور ازموینې د خلکو قناعت ترلاسه کړی و، ځکه خو ډېری وړ او مستحق ځوانان د خپلې خوښې په څانګو کې پر زده کړو بوخت شول.

محمد اشرف غني وویل، چې کانکور ازموینه، تعلیمي نصاب، د پوهنتونونو او ښوونځیو تدریسي بهیر اصلاحاتو او اساسي بدلونونو ته اړتیا لري، ځکه د پوهنې او لوړو زده کړو وزارت روزل شوي زده کوونکي او محصلین، نه خپل ځان او نه هم ټولنې ته ګټور واقع کېږي. هغه ددې ستونزې لامل دا وباله، چې هغوی د اوسني وخت له شرایطو او معیارونو سره سم نه دي روزل شوي.

جمهوررئیس وویل، چې وزارتونه لا تر اوسه هم د مدیریت په برخه کې اساسي ستونزې لري، ځکه د هغوی دندې نه دي تعریف شوې او د ظرفیت په برخه کې هم نیمګړتیاوې لري.

هغه زیاته کړه: د دغو ستونزو د حل لپاره، د بشري منابعو عالي شورا جوړه شوې ده.

جمهوررئیس طرحه او لید لوری اساسي وباله، خو په ټینګار سره یې وویل، چې له مدیریت، طرحې او لید لوري پرته دواړه بې معنی دي او زموږ د سیاسي قشر لویه ستونزه دا ده، چې منځمهالی لید لوری نه لري.

محمد اشرف غني څرګنده کړه، چې افغانستان دا مهال د کانونو، اوبو مدیریت او نورو برخو کې علمي او ځوانو کادرونو ته اړتیا لري، نو ځکه باید د هېواد اړتیاوو ته په کتو باید مسلکي څانګې انتخاب شي.

جمهوررئیس له محصلینو وغوښتل، چې د ستونزو پر شریکولو سربېره باید د ستونزو د حل لپاره هم مناسبې لارې وړاندیز کړي.

هغه وویل، چې محصلین باید ووایي، چې حکومت له محصلینو بهر ته د زده کړو لپاره تر تللو وړاندې، د زده کړو په جریان کې او تر فراغت وروسته څه غوښتنې لري.


شریکول