د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د ناټو غړو هېوادونو ــــــ وارسا په سرمشریزه کې د جمهوررئیس غني ګډون

۲۰ چنګاښ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه یا وارسا کې د ګډون په موخه په یوه درې ورځني رسمي سفر (۱۳۹۵، د چنګاښ ۱۷ ـ ۱۹) پولنډ ته ورسېد.

د افغانستان اسلامي جمهوریت له جمهوررئیس سره په دې سفر کې اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس عبدالسلام رحیمي، د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني، د ملي امنیت شورا سلاکار محمد حنیف اتمر، د ملي دفاع وزیر ډګر جنرال عبدالله حبیبي، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي، د نشه یي توکو پر ضد د مبارزې وزیره سلامت عظیمي، په زیربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار ډاکتر محمد همایون قیومي او د جمهوررئیس ستر سلاکار نادر نادري ملګرتیا کوله.

جمهوررئیس غني د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه کې، چې د ۲۰۱۶ د جولای په ۸ او ۹، د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې جوړه شوې وه، وینا وکړه او په مختلفو برخو په ځانګړي ډول ترهګرۍ سره مبارزې په اړه یې د افغانستان لید لوری تشریح کړ او ددې غونډې په حاشیه کې یې د ناټو غړو هېوادونو له عالي رتبه چارواکو سره په جلا، جلا ډول وکتل.

جمهوررئیس په دې ناسته کې ټینګار وکړ، چې د ناټو او نړیوالې ټولنې ګډ هدف دا دی، څو افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په پټنځای بدل نه شي او ګډون کوونکو هېوادونو ته ګواښ رامنځته نه کړي او په ځانګړي ډول له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او په عمومي ډول د افغانستان له ملت څخه د نړۍ د ملاتړ واضح پیغام یې له ځان سره درلود.

په وارسا ناسته کې ژمنه وشوه، چې د تېر په څېر به تر ۲۰۲۰ ز کال پورې د افغانستان د ۳۵۲ زره امنیتي او دفاعي ځواکونو د تشکیل ملاتړ کوي او په پوره او بشپړ ډاډ به دغو کسانو ته امکانات برابروي، څو خپلې دندې ترسره کړي او په هېڅ صورت به د هغوی په شمېر کې کموالی رانشي.

په مختلفو کچو هممهاله اقدام؛ د تاوتریخوالي پر پنځمې څپې پرېکنده بریالیتوب 

جمهوررئیس محمد اشرف غني په وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په حضور کې وینا وکړه.

جمهوررئیس په پولنډ کې د ناټو د مشرانو په غونډه کې په افغانستان کې د ناټو د غړو هېوادونو له قربانیو مننه وکړه او د افغانستان د پراختیا په تړاو د اقتصادي مرستو لپاره ددې هېوادونو له مالیه ورکوونکو د مننې ترڅنګ یې وویل، چې ناټو د پوځي او ملاتړي ماموریت په ترسره کولو له نړۍ سره د دغه سازمان اړیکي، رغاونه او مؤثر دوام تثبیت کړی دی.

محمد اشرف غني وویل، چې د افغانستان دفاعي او امنیتي ځواکونه له ټولو کمیو سره، سره د همغړۍ او مدیریتي سیستمونو په برخه کې دوامداره پرمختګونه لرلي دي او ددې پرمختګونو په پایله کې په ۲۰۱۶ کال کې د ترهګرو پر بریدونو بریالي شوي دي.

جمهوررئیس غني وویل، چې د ناټو جنګي ماموریت پای ته رسېدلی او له امریکا او ناټو سره امنیتي هوکړه لیکونو ته په اشارې یې د افغانستان او ناټو اړیکي د رغنده مشارکت په توګه وبللې.

هغه د ناټو له غړو هېوادونو او په ځانګړي ډول د امریکا متحده ایالتونو له جمهوررئیس څخه د نورو ځواکونو د استولو او د افغانستان د امنیتي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره د امکاناتو برابرولو له امله، مننه وکړه.

جمهوررئیس غني د سیاسي تاوتریخوالي په چوکاټ کې د تاوتریخوالي ډول او پرمخ وړل د تاریخ په اوږدو کې له پخواني تاوتریخوالي څخه الهام اخیستل وبلل او د جرمي اقتصاد او جرمي سیاستونو ترمنځ د یووالي شبکې یې د نړیوال ثبات پر وړاندې د یو منځمهالي خنډ د څپې په توګه یاد کړل.

هغه زیاته کړه، چې پر دغو خنډونو د بريالي کېدو لپاره په ملي، سیمه ییزه، اسلامي او نړیواله کچه هممهاله اقداماتو ته اړتیا ده.

جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د ملي وحدت حکومت د بریالیتوب کیلي د فساد له ریښه لرونکي سیستم څخه پر خلکو څرخېدونکي سیستم ته، د حکومتوالۍ بدلول دي.

 محمد اشرف غني له نړیوالو مرستندویانو وغوښتل، چې خپلې مالي مرستې د افغانستان بودجې ته ولېږدوي.

جمهوررئیس زیاته کړه، چې د دولت له لوري په چټک ډول د باکیفیته خدمتونو وړاندې کولو او د ځواب ویلو لپاره لازمه ده د اصلاحاتو افغاني اجنډا د شرایطو او ضوابطو پر اساس له یوه نړیوال قرارداد څخه په یوه ملاتړي بودجوي قرارداد بدل شي، څو دولت وکولای شي د خلکو اړتیاوې او په ځانګړي ډول د مېرمنو، ځوانانو او بېوزله قشر غوښتنې د دولت په اصلاحي اجنډا سره نږدې کړي.

جمهوررئیس په افغانستان کې د سولې د تحقق په اړه وویل: سولې ته رسېدل د جګړې د ماهیت درک کولو ته اړتیا لري، چې پر موږ تحمیل شوې ده.

هغه زیاته کړه: دغه جګړه مختلف اړخونه لري او پر اسلامي ټولنې سربېره د سیمه ییزې همکارۍ جلبولو لپاره د همکاریو ترلاسه کول دي، څو مختلف ګروپونه په ګډه دغه جګړه له ماتې سره مخ کړي.

هغه زیاته کړه؛ په داسې حال کې، چې د افغانستان سیمه ییزو نوښتونو له ګاونډیو سره پام وړ پایلې لرلې دي، خو پاکستان د څلور اړخیزه پروسې پر اساس په واضحو ژمنو عمل نه کوي او لا تر اوسه هم د ښه او بد ترهګر ترمنځ تفکیک شته دی.

جمهوررئیس غني له ګاونډیو دولتونو سره د چارو پر مخ وړو لپاره د هوکړه شویو قوانینو نشتوالي ته په اشارې وویل، چې افغانستان د سیمه ییز او نړیوال ملاتړ په لټه کې دی، څو دغه ډول قوانین رامنځته شي، چې موږ په ټولیز ډول انسجام او امنیت ته ژمن کړي.

هغه افغانستان ته د نړۍ له ستراتیژیکې توجه مننه وکړه او هغه یې استثنایي وبلله

جمهوررئیس غني په پای کې وویل، چې غواړي له هغه څخه « د سولې او پراختیا جمهوررئیس» په نوم یادونه وشي، هغه جمهوررئیس چې د یوه اسانچاري په توګه هڅه کوي یو وار بیا افغانستان د اسیا پر څلورلارې بدل کړي.

د یادونې وړ ده، چې د پولنډ په پلازمېنه کې د ناټو د غړو هېوادونو له لوري هوکړه وشوه، څو تر ۲۰۲۰ ز کال پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ وشي او د غوڅ ملاتړ ماموریت هم تر ۲۰۱۷ ز کال پورې وغځېد.

په وارسا کې د جمهوررئیس د وینا متن (دری)

په وارسا کې د جمهوررئیس د وینا متن (انګلیسی)

 

ګډه اعلامیه

 په غوڅ ملاتړ کې د همکارو هېوادونو مشرانو، جمهوررئیس او د افغانستان اسلامي جمهوریت اجراییوي رئیس په وارسا کې د ناټو غړو هېوادونو د مشرانو په غونډه کې د افغانستان په تړاو د ګډې اعلامیې په خپرولو سره، په افغانستان کې د دوامداره ثبات، امنیت تامین او دوه اړخیزه ژمنو ډاډ ورکړ.

ددې یوولس ماده یي اعلامیې پر اساس، ناټو او ورسره عملیاتي ګډونوالو یې تر ۲۰۱۶ ز کال وروسته د غوڅ ملاتړ ماموریت پر دوام او د ۲۰۲۰ تر وروستیو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو مالي ملاتړ او د افغانستان او ناټو ترمنځ د غښتلتیا او دوامداره مشارکت پر لوړونې ژمنه وکړه.

په دې اعلامیه کې ویل شوي، چې افغانستان به د ګډو لاسته راوړنو د ساتنې او غښتلتیا په موخه د ټاکنیزو اصلاحاتو، د مېرمنو د ځواکمنتیا، فساد ضد مبارزې، د نشه یي توکو پر ضد مبارزې، د امنیت او ثبات د تامین، د کارونو ایجاد او د اقتصادي فرصتونو پراختیا ـــ چې دا موضوع پر کډوالۍ ډېر اغېز لري ـــ لپاره هڅه کوي. 

ددې اعلامیې په اساس افغانستان ژمن دی، چې د امنیتي ځواکونو په بنسټونو کې د رهبرۍ مهارتونه غښتلي کړي، څو وکولای شي بشري حقونو او اساسي قانون ته په پام سره بشپړ امنیت تأمین کړي.

همدا راز افغانستان باید د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره د خپلې مالي برخې اداینې ته دوام ورکړي، څو د ۲۰۲۴ ز کال د تحول تر وروستۍ لسیزې پورې یې مسوولیت پر خپله غاړه واخیستلی شي.

افغانستان د ناټو د ژمنو پر وړاندې، ژمنه کړې، چې اصلاحات به راولي او په ځانګړي ډول د فساد ضد مبارزه به کوي، شفافیت به تامینوي او اقتصادي پراختیا به زیاتوالی مومي او د مېرمنو د ځواکمنتیا په برخه کې به وروستۍ لاسته راوړنې غښتلې کوي. همدا راز د وسله والو نښتو په ترڅ کې به د ماشومانو د ساتنې په موخه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۶۱۲ پرېکړه لیک او د اړوندو نورو سازمانونو د منشورونو په اساس اقدام کوي او د عامو خلکو د ژوند ساتنې په موخه به د افغانستان د امنیتي بنسټونو ظرفیت لوړوي.

په دې اعلامیه کې د اسیا زړه د سیمې په ملاتړ د استانیول پروسې د رول هرکلی شوی دی او د سیمې له هېوادونو غوښتل شوي، چې د افغانانو په مشرۍ د سولې او روغې پروسې ته احترام وکړي.

په غوڅ ملاتړ ماموریت کې د همکارو دولتونو مشرانو ټینګار وکړ، چې لا یې دنده پای ته نه ده رسېدلې او د افغانستان د امنیت او سولې په تړاو به خپلې ژمنې، یووالی او قاطعیت وساتي.

 

د اعلامیې د متن ژباړه:

۱۹ چنګاښ ۱۳۹۵ | ۹ جولای ۲۰۱۶ 

دغه اعلامیه د دولتونو د مشرانو، د افغانستان اسلامي جمهوري دولت، ملاتړو هېوادونو او په غوڅ ملاتړ ماموریت کې د عملیاتي شریکانو له لوري، صادرېږي.

۱.  په غوڅ ملاتړ ماموریت کې موږ د همکارو دولتونو مشران او د افغانستان اسلامي جمهوريت د ملي وحدت حکومت جمهوررئیس او اجراییه رئیس نن په وارسا کې ولیدل، څو یو وار بیا د افغانستان د دوامداره امنیت او ثبات د تامین لپاره په دوه اړخیزه ژمنو ټینګار وکړو.

۲.  موږ په ټوله هڅه د افغانستان د امنیتي او دفاعي قواوو د غړو او د غوڅ ملاتړ ماموریت احترام کوو او د هغو کسانو د قربانیو او خاطرو درناوی کوو، چې ددې ماموریت له پیله یې تر اوسه هڅه کړې او په دې لاره کې یې خپل ځانونه له لاسه ورکړي یا ټپي شوي دي.

۳.  افغانستان به یوازې نه وي. زموږ او د نړیوالې ټولنې هدف دا دی، چې افغانستان یو وار بیا د ترهګرو په خوندي پټنځای بدل نه شي، چې زموږ امنیت ته جدي ګواښ دی او دا چې افغانستان یو وار بیا پر دې بریالی شي، څو د امنیت او حکومتوالۍ په برخه کې پر ځان بسیا شي. همدا راز ټولنیز او اقتصادي پرمختګونه د ټولنې ټولو اقشارو په ځانګړي ډول مېرمنو او ماشومانو ته دوام ومومي.

۴.  د ولز له غونډې تر اوسه، افغانستان د نړیوالې ټولنې په ملاتړ د ډیموکراتیک بهیر، پوهنې، روغتیایي خدمتونو، بشري حقونو ــــ د مېرمنو او ماشومانو په ګډون ــــ او ازادو رسنیو په برخو کې خپلو پرمختګونو ته دوام ورکړی دی. خو لا هم افغانستان له سختو ستونزو سره لاس و ګرېوان دی او دغه هېواد د ګډو لاسته راوړنو د ساتنې او غښتلتیا لپاره لا ډېرو هڅو ته اړتیا لري. دغه هڅې عبارت دي له ټاکنیزو اصلاحاتو، د مېرمنو ځواکمنتیا، فساد ضد مبارزه، د نشه یي توکو پر وړاندې مبارزه، د امنیت او ثبات ساتل، د کارموندنې فرصتونو رامنځته کول او د اقتصادي فرصتونو پراختیا، چې پر کډوالۍ به ډېر اغېز ولري.

۵.  د ۲۰۱۵ ز کال را پدېخوا د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په ټول هېواد کې د امنیت د تامین بشپړ مسوولیت لري. له هغه وخته تر اوسه، د ملي وحدت حکومت په غوښتنه، د غوڅ ملاتړ غیر جنګي ماموریت د مشورې ورکولو او روزنې تر کچې دی، څو افغانستان ددې وړتیا ومومي، چې خپل امنیتي او دفاعي ځواکونه وروزي او تجهیز یې کړي. سره له دې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو بنسټونه خپلې پراختیا او پرمختګونو ته دوام ورکوي، هغوی (د وړتیا له اړخه) له ستونزو او خالیګاوو سره مخ دي، چې د نړیوالې ټولنې ملاتړ ته اړتیا لري.

 ۶.  په پایله کې، ناټو او ورسره عملیاتي شریکان یې نن ژمنه کوي، چې:

  • له ۲۰۱۶ کال وروسته هم د غوڅ ملاتړ ماموریت د یوې انعطاف منونکې طرحې په اساس د روزنې د دوام، مشورې او د پولیسو په ګډون د افغانستان له امنیتي بنسټونو، هوایي ځواکونو او خاصو عملیاتي ځواکونو سره مرستې لپاره دوام مومي.
  • د ۲۰۲۰ ز کال تر وروستیو پورې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ لپاره ملي (هېوادونو) همکارۍ دوام مومي. موږ همدا راز د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ په برخه کې د نړیوالې ټولنې ـ په پراخ ډول ـ پر ګډون ټینګار کوو.
  • د ناټو او افغانستان ترمنځ دوامداره مشارکت لوړول او غښتلي کول ـ چې د لېزبون په غونډه کې په ۲۰۱۰ ز کال کې د دوامداره مشارکت لپاره د سیاسي خبرو اترو او عملي همکاریو لپاره رامنځته شوی و ـ يراخوالی ورکول.

۷.  افغانستان هم د ناټو او ورسره عملیاتي شریکانو په ملاتړ ژمنه کوي، چې:

  • افغانستان د امنیتي ځواکونو او بنسټونو د رهبرۍ د مهارتونو لوړونې او غښتلي کولو لپاره به لا ډېره هڅه کوي. همدا راز افغانستان باید ډاډ ورکړي، چې امنیتي ځواکونه او بنسټونه په بشپړ ډول کولای شي د افغانستان د خلکو امنیت تامین کړي، د عملیاتو پر مهال د ملکي خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وکړي، بشري حقونو ته احترام وکړي او د اساسي قانون مطابق او د قوانینو د حاکمیت په پیروۍ به عمل کوي.
  • هماغسې چې د افغانستان اقتصاد او عواید د غوړېدو په حال کې دي، افغانستان به د خپلو امنیتي او دفاعي ځواکونو د مالي ملاتړ د برخې په زیاتولو سره د ۲۰۲۴ ز کال د تحول تر وروستۍ لسیزې پورې د دغو ځواکونو مالي مسوولیت پخپله غاړه اخلي ـ د ۲۰۱۲ ز کال د شیکاګو غونډې د اعلامیې پر اساس.
  • د فساد له منځه وړل او د اصلاحاتو پر دوام، د شفافیت رامنځته کول، ځواب ویل او د اقتصادي پراختیا زیاتوالي ته به دوام ورکوي.
  • د ښځو د ځواکمنتیا په برخه کې وروستۍ لاسته راوړنې به ساتل کېږي، څو ښځې وکولای شي د افغانستان د ټولنې په ټولو برخو کې؛ له هغې ډلې د افغانستان په امنیتي او دفاعي ځواکونو کې خدمت وکړي، د ملګرو ملتونو د ۱۳۲۵ پرېکړه لیک په رڼا کې، چې په افغانستان کې د ملي عمل پلان په نوم یادېږي، د بشپړ تطبیق لپاره یې په سیاسي بهیر کې شاملې وي.
  • د جګړو پر مهال به د ماشومانو خوندیتوب ته پام کوي او د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د ۱۶۱۲ پرېکړه لیک او اړوندو سازمانونو د منشورونو پر اساس به د ملکیانو د ژوند خوندیتوب لپاره د افغانستان د امنیتي ځواکونو او بنسټونو ظرفیت لوړوي.

۸ ـ له ګاونډیو سره ښې اړیکي او سیمه ییزه همکاري د یوه با امنه او باثباته افغانستان لپاره اړین دي. موږ د اسیا زړه سیمې د ملاتړ لپاره، چې افغانستان هم په کې شامل دی د استانبول پروسې ملاتړ کوو. یو باثباته او پر ځان بسیا افغانستان د باثباته او پر ځان بسیا سیمې په معنی ده.

۹ـ  موږ باوري یوو، چې د افغان سولې او روغې یوه پراخه پروسه، چې پخپله د افغانانو په مشرۍ پرمخ یوړل شي او په هغه کې د افغانستان اساسي قانون او په ځانګړي ډول د مېرمنو حقونو ته درناوی وشي، د دوامداره ارامۍ لپاره یوه ښه حل لاره ده. د سیمې (هېوادونه) او نړیواله ټولنه باید دغه ډول پروسې او پایلو ته احترام وکړي.

۱۰ـ  هغه هڅې چې د ناټو له لوري ترسره شوې، پراخو نړیوالو هڅو ته زمینه برابروي او موږ د روان کال په اکتوبر میاشت کې د افغانستان په تړاو د بروکسل کنفرانس ته منتظر یوو.

۱۱ـ  زموږ دنده لا تر اوسه نه ده بشپړه شوې او د یوه باامنه او باثباته افغانستان په تړاو موږ پخپلو ژمنو او یووالي ټینګ ولاړو یوو.

 

د جمهوررئیس لیدنې

ــــ د ملي وحدت حکومت ژمنتیا او واضح لید لوری، له افغانستان سره د مرستې په تړاو د امریکا هڅول

جمهوررئیس محمد اشرف غني له اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله سره، د وارسا غونډې په حاشیه کې د امریکا متحده ایالتونو له جمهوررئیس بارک اوباما سره وکتل.

د امریکا متحده ایالتونو جمهوررئیس په دې لیدنه کې وویل، چې په افغانستان کې د سرتېرو د حضور تمدید پرېکړه یې د امریکایي پوځي او سیاسي مسوولینو د ارزونو او د افغانستان د دولت او خلکو د ژمنې پر اساس، کړې ده.

جمهوررئیس اوباما د خلکو پر وړاندې د ملي وحدت حکومت ژمنتیا او د واضح لید لوري ستاینه وکړه، څرګنده یې کړه، چې د افغانستان د حکومت ژمنتیا او واضح لید لوری به امریکا د افغانستان له خلکو سره لا ډېرو مرستو ته وهڅوي.

د امریکا متحده ایالتونو جمهوررئیس د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې د قدر وړ وبللې، څرګنده یې کړه، چې امریکا، نړیوال هېوادونه او د افغانستان نړیوال همکاران به ددې هېواد تر څنګ ولاړ وي.

پر وړاندې یې جمهوررئیس غني د امریکا د دولت او خلکو د ملاتړ او په ځانګړي ډول د بارک اوباما د وروستي هغه تصمیم له امله مننه وکړه، چې پر اساس یې په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د حضور موده وغځول شوه.

د دواړو هېوادونو مشرانو همدا راز د افغانستان او امریکا ترمنځ د اړیکو او همکاریو پر زیاتېدا، امنیتي موضوعاتو او همدا راز په افغانستان کې د سولې او ثبات د تامین په اړه خبرې اترې وکړې.

ـــ افغانستان د نړیوالې ټولنې د توجه او باور په محراق کې

د اروپایي اتحادیې استازې او د بهرنیو اړیکو مسوولې مېرمن فدریکا موګریني سره لیدنه، د جمهوررئیس د لیدنې بله برخه جوړوله.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو د مختلفو موضوعاتو په اړه، چې له هغې ډلې د افغان کډوالو پر ستونزو، بروکسل ناستې ته د تیاري او نورو موضوعاتو په اړه خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس غني په افغانستان کې د لویو پروژو د تطبیق په اړه، د بندونو جوړول، د مېرمنو حقوق، اقتصادي همکارۍ او د اسیا پر څلور لاري د افغانستان د بدلېدو په اړه مېرمن موګریني ته معلومات ورکړل.

د اروپایي اتحادیې ځانګړې استازې، په مختلفو برخو کې د ملي وحدت حکومت لاسته راوړنې وستایلې، وې ویل، چې د امنیت د تامین، مېرمنو حقونو او د لویو اقتصادي پروژو عملي کولو په برخه کې د ملي وحدت حکومت هڅو افغانستان د نړیوالې ټولنې د ځانګړې توجه او باور وړ ګرځولی دی.

مېرمن موګریني له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د ژمنو د تازه کولو په تړاو د بروکسل ناستې ته د تیاري یادونه وکړه او هیله یې څرګنده کړه، چې نړیوال متحدین به په دې ناسته کې له افغانستان سره پر خپلو همکاریو له سره غور وکړي.

هغې وویل، ټاکل شوې، چې تر بروکسل غونډې یوه شپه وړاندې، په ځانګړي ډول د افغانستان، سیمې او اړوندو نورو موضوعاتو هر اړخیزه بحثونه ترسره شي.

اجراییه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله په دې لیدنه کې، په دغو بحثونو کې د سیمې هېوادونو رول او په ځانګړي ډول د پرمختګونو، د افغانستان د لاسته راوړنو، اقتصادي همکاریو، پراختیایي پروژو او شته فرصتونو په برخه کې، مهم او رغنده وباله.

د اروپایي ټولنې ځانګړې استازې په مختلفو هېوادونو کې د افغان کډوالو د ستونزو په اړه وویل، چې د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره باید قانوني او دایمي حل لارې ولټول شي.

جمهوررئیس غني وویل، که چېرې یونان په ډله ییزه توګه افغان کډوال وباسي، دغه کار به د افغان کډوالو ستونزې څو چنده کړي او باید په دې اړه یو منظم پلان جوړ او تطبیق شي.

همدا راز جمهوررئیس د اروپایي ټولنې د بهرنیو اړیکو له مسوولې او ځانګړې استازې وغوښتل، چې د افغانستان وضعیت ته په توجه د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره هر اړخیزه همکاري ترسره شي.

ډاکتر عبدالله عبدالله د جمهوررئیس د خبرو د تایید ترڅنګ وویل، د افغانستان نړیوال همکاران باید د موجوده شرایطو په نظر کې نیولو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل لپاره اساسي لارې چارې ولټوي.

ــــ د ۲۰۰ پولنډي سرتېرو د حضور تمدید

د افغانستان اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني په وارسا ناسته کې د ګډون په موخه د پولنډ پلازمېنې وارسا ته ورسېد او هلته یې د پولنډ له جمهوررئیس انژي دودا سره وکتل.

د پولنډ له جمهوررئیس انژي دودا سره د جمهوررئیس غني لیدنه، د وارسا غونډې په ځای کې ترسره شوه. د پولنډ جمهوررئیس د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ښه راغلاست ترڅنګ، د افغانستان امنیتي وضعیت ته په کتو په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو د مودې غځولو په اړه د جمهوررئیس بارک اوباما په وروستۍ پرېکړې خوښي وښوده. هغه هم په افغانستان کې د ۲۰۰ پولنډي سرتېرو د پاتې کېدو موده وغځوله.

جمهوررئیس غني د پولنډ جمهوررئیس له مېلمه پالنې څخه په مننې، د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې ددې هېواد حضور، د ترهګرۍ پر وړاندې د افغانستان ښه شریک یاد کړ.

محمد اشرف غني ترهګري د سیمې او نړۍ هېوادونو لپاره ګډ ګواښ وباله او د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره یې په افغانستان کې د پولنډي سرتېرو د مودې غځولو له امله له انژي دودا، مننه وکړه.

د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او پولنډ ترمنځ د مناسباتو او په ځانګړي ډول په مختلفو برخو کې د اړیکو پراختیا په اړه بحث او خبرې اترې وکړې.

ـــ د آذربایجان د پوځي وسلو مرسته

جمهوررئیس محمد اشرف غني وارسا ته د خپل سفر پر دویمه ورځ د اذربایجان له جمهوررئیس الهام علي‌اوف سره په انټرکانټیننټال هوټل کې وکتل. د دواړو هېوادونو جمهوررئیسانو د افغانستان او اذربایجان ترمنځ په مختلفو برخو کې د همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

د اذربایجان جمهوررئیس وویل، د ملي وحدت حکومت له چارواکو سره د پخوانیو لیدنو او ژمنو پر اساس، اذربایجان به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان د امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملاتړ لپاره د پوځي وسلو مرسته هم وکړي.

ښاغلي علي‌اوف وویل، اذربایجان د پوځي همکاریو پر دوام اماده دی، چې د افغانستان هليکوپټرې ترمیم کړي.

جمهوررئیس په مختلفو برخو کې د اذربایجان له مرستو مننه وکړه او په افغانستان کې د پانګونې ښو فرصتونو ته په اشارې یې د اذربایجان له جمهوررئیس وغوښتل، چې دواړه هېوادونه په ګډه د سمنټو په تولید، کرنیزو محصولاتو او د پنبې په تولید کې پانګونه وکړي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، چې د هرات په ګډون د افغانستان ډېری ولایتونه د پنبې د تولید لپاره مناسب ځایونه دي او افغانستان هر کال ۲۵۰ زره ټنه پنبه تولیدي.

ښاغلي علي‌اوف وویل، په نږدې راتلونکې کې به ددې هېواد د اقتصاد وزارت یو پلاوی افغانستان ته سفر وکړي او له افغان چارواکو سره تر مشورو او خبرو وروسته به د سمنټو د تولید، کرنیزو محصولاتو او پنبې د تولید په برخه کې د پانګونې لپاره په عملي پلان کار وکړي.

هغه زیاته کړه، په داسې حال کې، چې ملي وحدت حکومت د پنبې د تولیداتو زیاتوالي لپاره د کرنیزې ځمکې په برخه کې همکاري وکړي او اسانتیاوې رامنځته کړي، ورسره به نوي کاري فرصتونه هم رامنځته شي.

د هېواد جمهوررئیس وویل، چې افغانستان به له اذربایجان سره په ګډه د کرنې په برخه کې ددې هېواد له تجربو استفاده وکړي، چې دا کار به د هېواد د کرنیزو محصولاتو او تولیداتو د زیاتوالي لامل شي.

د دواړو هېوادونو مشرانو د اقتصادي او ترانسپورټي فعالیتونو غوړېدا مهمه وبلله او بیا ځلي یې د لاجوردو پر لارې هم بحث وکړ.

جمهوررئیس غني د اذربایجان د جمهوررئیس علي‌اوف له الهام څخه مننه وکړه، چې هېواد یې په اقتصادي او پوځي برخو کې پر همکاریو سربېره، له افغانستان سره یو ځای د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کوي.

د افغانستان لپاره د هالېنډ "له سوداګرۍ سره د مرستې پروګرام"

جمهوررئیس محمد اشرف غني په دې سفر کې د هالېنډ له لومړي وزیر مارک رټ سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د هالېنډ لومړي وزیر وویل، چې هېواد به یې د افغانستان د راتلونکي په تړاو د همکاریو په اړه د جرمني له لومړۍ وزیرې سره خبرې وکړي. ښاغلي مارک رټ وویل، چې هغوی به د افغانستان له شمالي ولایتونو سره د خپلو مرستو اوسنۍ کچۍ وساتي او په دې تړاو به ډېر ژر خپل وروستی دریځ اعلان کړي.

جمهوررئیس غني په دې لیدنه کې، په انکشافي او پوځي برخو کې د هالېنډ له مرستو د مننې ترڅنګ د دې هېواد له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې هالېنډ دې د اوبو مدیریت، د اوبو نړیوال قوانین او د افغانستان تخنیکي کادرونو روزنې په برخه کې، همکاري وکړي.

محمد اشرف غني د افغان تولیداتو تر هر څه زیاتې پراختیا لپاره، د هالېنډ له لومړي وزیر څخه وغوښتل، چې په اروپایي بازارونو کې د افغانستان تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې همکاري وکړي.

په مقابل کې یې د هالېنډ لومړي وزیر وویل، چې له سوداګرۍ سره د هغوی د مرستې پروګرام په نورو هېوادونو کې ښې پایلې لرلې دي او د افغانستان تولیداتو ته د بازار موندنې په برخه کې به هم همکاري وکړي.

همدا راز دواړو لوریو د دواړو هېوادونو ترمنځ پر اقتصادي همکاریو سربېره، پر سیمه ییزو او امنیتي مسایلو هم بحث او خبرې اترې وکړې.

۴۴۰ میلیون ډالر، د کاناډا مرسته 

جمهوررئیس محمد اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله د وارسا کنفرانس په حاشیه کې د کاناډا له لومړي وزیر سره ولیدل او په مختلفو برخو کې د همکاریو پر زیاتېدا یې د دواړو هېوادونو پر اړیکو خبرې اترې وکړې.

د کاناډا لومړي وزیر جستن تروډو وویل، چې ملي وحدت حکومت د امنیتي، انکشافي، د مېرمنو حقونو او هغوی ته د کاري فرصتونو برابرولو په برخه کې، ښې لاسته راوړنې لرلې دي.

ښاغلي جستن تروډو وویل، چې کاناډا به د افغانستان له اقتصادي او پوځي برخو سره خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.

هغه زیاته کړه، چې کاناډا به په راتلونکو درېیو کلونو کې د افغانستان له پوځي برخې سره ۱۷۰ میلیون ډالر او له ملکي برخې سره ۲۷۰ میلیون ډالر مرسته وکړي.

د کاناډا لومړي وزیر جمهوررئیس غني ته د ډاډ ورکولو ترڅنګ د خپل هېواد د مرستو پر دوام ټینګار وکړ او وې ویل، چې د افغانستان له ملکي برخې سره به د کاناډا مرستې زیاتې شي.

په مقابل کې یې جمهوررئیس غني په مختلفو برخو کې له افغانستان سره د کاناډا د مرستو مننه وکړه، له ښاغلي تروډو یې وغوښتل، څو هېواد یې په مختلفو په ځانګړي ډول مدیریت او بشري منابعو برخه کې د افغانستان د کادرونو ظرفیت لوړولو کې، همکاري وکړي.

محمد اشرف غني د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې د افغانستان ظرفیتونو ته په اشارې وویل، چې کاناډا د نوې کېدونکې انرژۍ د تولید په برخه کې کافي تجربې لري او افغانستان هیله لري، څو په دې برخه کې د کاناډا له تجربو استفاده وکړي.

ښاغلي تروډو وویل، چې کاناډا د چاپیریال ساتنې او نوې کېدونکې انرژۍ په برخه کې کافي تجربې او نړیواله ژمنتیا لري او دغه هېواد لېواله دی، چې د افغانستان په څېر د پراختیا په حال کې هېوادونو سره، خپلې تجربې شریکې کړي.

په دې لیدنه کې اجرائیه رئیس ډاکتر عبدالله عبدالله، په اقتصادي، انکشافي او ترهګرۍ ضد مبارزه کې د کاناډا له مرستو مننه وکړه او هغه هېواد یې د افغانستان ښه او نږدې دوست وباله.

د چک له لوري د افغان پیلوټانو روزنه

جمهوررئیس محمد اشرف غني د وارسا کنفرانس په حاشیه کې د چک له جمهوررئیس میلوش زیمان سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو د افغانستان او چک جمهوریت ترمنځ په همکاریو او په ځانګړي ډول د اړیکو پر پراختیا بحث او خبرې وکړې.

ښاغلي زیمان جمهوررئیس ته تر ۲۰۲۰ ز کال پورې له افغانستان سره د خپل هېواد د پوځي او بشر دوستانه مرستو د دوام ډاډ ورکړ.

د چک جمهوررئیس وویل، چې هېواد یې تیار دی، څو ۱۰۰ افغان پیلوټانو ته روزنه ورکړي.

هغه څرګنده کړه، چې د چک جمهوریت لېوالتیا لري، څو د هلیکوپټرو د ترمیم په برخه کې له افغانستان سره یو تړون لاسلیک کړي.

جمهوررئیس غني د بندونو جوړولو په برخه کې د چک جمهوریت تجربې ارزښتناکې وبللې او د چک له جمهوررئیس څخه یې وغوښتل، چې هېواد یې د بندونو جوړولو په برخه کې له افغانستان سره تخنیکي همکاري وکړي.

جمهوررئیس غني وویل؛ د افغانستان په داخل کې د هليکوپټرو د ترمیم لپاره د تاسیساتو جوړول زموږ لپاره د اهمیت وړ دي او په داسې حال کې، چې د چک جمهوریت په دې برخه کې طرحه ولري، د افغانستان له حکومت سره دې شریکه کړي.

له کروشیا سره د ستراتېژیکو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک 

جمهوررئیس محمد اشرف غني پولنډ ته د خپل رسمي سفر په وروستۍ ورځ، د وارسا کنفرانس په حاشیه کې د کروشیا له جمهور رئیسې سره ولیدل او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتېژیکو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.

په دې لیدنه کې دواړو جمهوررئیسانو د دواړو هېوادونو د همکاریو او اړیکو پر پراختیا خبرې اترې وکړې.

جمهوررئیس وویل، چې دغه هوکړه لیک به مرسته وکړي، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ همکارۍ لا غښتلې شي.

جمهوررئیس په مختلفو برخو کې په تېرو پنځلسو کلونو کې له افغانستان سره د کروشیا د مرستو مننه وکړه وې ویل، چې افغانستان به په ځانګړي ډول د پوهنې او تورېزم په برخه کې د کروشیا له تجربو استفاده وکړي.

په مقابل کې یې د کروشیا جمهوررئیسې کولینډا ګرابار کیتارووک وویل: موږ پر دې ویاړو، چې د خپلو افغان خویندو او وروڼو تر څنګ ولاړ یوو.

هغې زیاته کړه، چې د هېواد ځواکونه به یې په افغانستان کې پاتې شي او د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې به خدمت وکړي.

هغې زیاته کړه، چې کروشیا د افغان پیلوټانو پر روزنې سربېره چې دا له وړاندې یو ترتیب شوی پروګرام و، د افغانستان د پوهنې د سکتور ملاتړ لپاره هم لارې چارې ولټوي.

مېرمن ګرابار کیتارووک زیاته کړه: موږ لېوالتیا لرو، څو د افغانستان د خصوصي سکتور په برخه کې پانګونه وکړو.

جمهوررئیس غني د کروشیا د جمهوررئیسې ددې پرېکړې هرکلی وکړ او هغې ته یې بلنه ورکړه، چې د خپل هېواد د خصوصي سکتور له یوه پلاوي سره یو ځای، افغانستان ته سفر وکړي.

په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو مشرانو هوکړه وکړه، چې د دواړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیران دې ددې هوکړه لیک پر عملي کولو کار وکړي.


شریکول