د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

بهرني سفرونه

چین ته د جمهوررئیس سفر
۲۱ غبرګولی ۱۳۹۷

د افغانستان اسلامي جمهوریت رئیس، محمد اشرف غني، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د شانګهای همکاریو سازمان سرمشریزې په اتلسم کنفرانس کې د ګډون په موخه، د شنبې ورځې په سهار ۱۹ غبرګولی ۱۳۹۷، په دوه ورځني سفر چین ته روان شو.

ترکمنستان ته د جمهوررئیس غني سفر او د ۷ دوه اړخیزه هوکړه لیکونو لاسلیک
۱۲ چنګاښ ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دوشنبې ورځې په سهار، ۱۳۹۶ چنګاښ ۱۲، د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په یوه ورځني رسمي سفر د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو پراختیا او د ترکمنستان جمهوررئیس...

اسټرالیا، اندونیزیا او سنګاپور ته د جمهوررئیس دوره‌یي سفر
۲۲ وری ۱۳۹۶

جمهوررئیس محمد اشرف غني د بهرني سیاست د پنځو حلقو پر بنسټ، د همکاریو جلبولو او بهرنیو اړیکو غښتلتیا لپاره د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ۱۳۹۶ کال د وري میاشتې په ۱۲ نېټه خپل...

د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس کې د جمهوررئیس ګډون
۱۳ تله ۱۳۹۵

د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس (د سولې او بیارغاونې لپاره مشارکت) تر عنوان لاندې د بلجیم په پلازمېنې کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان د یوه عالي رتبه پلاوي...

هند ته د جمهوررئیس سفر
۲۵ وږی ۱۳۹۵

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رسمي بلنه جمهوررئیس محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر (۲۴ ـــــ ۲۵ سنبله ۱۳۹۵) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې، نوي ډیلي ته ورسېد.

د ناټو غړو هېوادونو ــــــ وارسا په سرمشریزه کې د جمهوررئیس غني ګډون
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه یا وارسا کې د ګډون په موخه په یوه درې ورځني رسمي سفر (۱۳۹۵، د چنګاښ ۱۷ ـ ۱۹) پولنډ ته ورسېد.