د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

بهرني سفرونه

د افغانستان لپاره په بروکسل کنفرانس کې د جمهوررئیس ګډون
۱۳ تله ۱۳۹۵

د افغانستان لپاره د بروکسل کنفرانس (د سولې او بیارغاونې لپاره مشارکت) تر عنوان لاندې د بلجیم په پلازمېنې کې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د افغانستان د یوه عالي رتبه پلاوي...

هند ته د جمهوررئیس سفر
۲۵ وږی ۱۳۹۵

د هند د لومړي وزیر نرېندرا مودي په رسمي بلنه جمهوررئیس محمد اشرف غني په دوه ورځني رسمي سفر (۲۴ ـــــ ۲۵ سنبله ۱۳۹۵) د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هند پلازمېنې، نوي ډیلي ته ورسېد.

د ناټو غړو هېوادونو ــــــ وارسا په سرمشریزه کې د جمهوررئیس غني ګډون
۲۰ چنګاښ ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمد اشرف غني د یوه جګپوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د ناټو غړو هېوادونو په سرمشریزه یا وارسا کې د ګډون په موخه په یوه درې ورځني رسمي سفر (۱۳۹۵، د چنګاښ ۱۷ ـ ۱۹) پولنډ ته ورسېد.

قزاقستان ته د جمهوررئیس غني سفر
۳۰ لړم ۱۳۹۴

جمهوررئیس محمد اشرف غني د قزاقستان د جمهوررئیس نور سلطان نظر بایوف په بلنه، د یوه جګپوړي پلاوي په مشرۍ په دوه ورځني سفر، د ۱۳۹۴ د لړم په ۲۸ ماښام د قزاقستان پلازمېنې آستانې ښار ته ورسېد.