د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

وروستي مطالب

اصلاحات؛ د تقویې، پایښت او انسجام متضمن
۲۲ زمری ۱۳۹۷

د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د بیااحیا په هدف ابتدايي کار د ۲۰۰۲ زېږديز کال په لومړيو کې پیل او ځینې محدود قطعات رامنځته شول؛ خو د شمېر په اړه یې بحث روان و. په لومړیو کې پتېل شوې وه،...

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې پروګرام پیل شو
۱۵ زمری ۱۳۹۷

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورس د لومړۍ مېرمنې جلالتمآب رولا بي‌بي ګل غني، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس او د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو معین په حضور کې پرانستل شو.

د ۵٫۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۱۴ زمری ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نهه پنځوسمه غونډه کې د ۵٫۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد منظور شول.

له لومړۍ مېرمنې سره د نسایي ولادي ډاکترانو غونډه
۱۰ زمری ۱۳۹۷

په افغانستان کې د نسایي ـــ ولادي ستونزو؛ فعالیتونو؛ خنډونو او حللارو د مطرح کولو په موخه له لومړۍ مېرمنې سره د نسایي ولادي او د ماشومانو د ناروغیو ډاکترانو د جمهوري ریاست په ارګ کې وکتل.

د روغتیا او انټرنېټ اړوند څلور قراردادونه په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۰۷ زمری ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اته پنځوسمه غونډه کې، د یو میلیارد افغانیو په ارزښت د روغتیا او انټرنېټ په برخه کې څلور قراردادونه تأیید شول.