د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت

-

شین او له نشه‌یي توکو خلاص افغانستان، د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت لید لوری جوړوي.

دغه وزارت مکلف دی، چې د اساسي قانون پر اساس، له نشه‌یي توکو او مسکراتو سره د مبارزې او د افغانستان د ملي انکشاف ستراتیژي، د پالیسیو د تنظیم او تدوین په برخو کې، ستراتیژيانې او د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پروګرامونه په ملي کچه رهبري کړي. له مالیې وزارت سره د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې پروګرامونو د پلي کولو او برابرولو لپاره د بودجې او له اړوندو دولتي ادارو سره د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې همغږي کول، او په دې برخه کې د ترسره شویو فعالیتونو د راپورونو ترلاسه کول ددې وزارت له نورو ماموریتونو بلل کېږي. همدا راز د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت، د نشه‌یي توکو د کنټرول ملي ستراتیژۍ پر پلي کېدو څارنه کوي او له هغه راپورونه ورکوي.

دغه وزارت له اړوندو نورو دولتي ادارو سره تر څنګ د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې ملي عمل پلان د پلي کولو په برخه کې فعالیت لري، چې د یوې متوازنې، هر اړخیزې، له نشه‌یي توکو سره د دوامداره مبارزې په برخه کې همغږي، سوداګري او د نشه‌یي توکو د کارونې تګلارې څارل دي، چې د افغانستان غوښتنه او اراده ښیي. دغه پروګرام د سیمې او نړۍ له هېوادونو، خصوصي سکتور او غیر دولتي سازمانونو سره په یوه وخت کې د ګډې همکارۍ درې اهداف څاري، څو په افغانستان کې د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې هڅې غښتلې شي. 

دغه درې اهداف د کوکنارو د کښت کموالی؛ د نشه‌یي توکو د تولید او قاچاق کموالی، او د نشه‌یي توکو د تقاضا کموالی او د نشه‌یي توکو د استفاده کوونکو د درملنې ظرفیت لوړوالی دی.

بدیل انکشاف او دوامداره کرنه او همدا راز د کوکنارو له منځه وړل هغه دوه ساحې دي، چې د نشه‌یي توکو په کښت کې د کموالي لپاره ورته توجه کېږي.

د نشه‌یي توکو د قاچاق او تولید کموالي لپاره د تمرکز وړ ساحې؛ چې په هغه کې د نشه‌یي توکو ضبط، له پیسو وینځلو سره مبارزه، له نشه‌یي توکو څخه تر لاسه کېدونکي مالونه او د شتمنیو ضبط او سیمه ییزه او نړیواله همکاري ده.

نشه‌یي توکو ته د اړتیا د کموالي او له نشه‌یي توکو د استفاده کوونکو د درمنلې ظرفیت لوړوالي لپاره، هم له نشه‌یي توکو د استفادې او پر نشه‌یي توکو د روږدي کېدو مخنیوي لپاره اقدامات او نوښتونه په پام کې نیول شوي دي.

د نشه‌یي توکو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویبپاڼه


شریکول