د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت

-

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت د یوه پالیسي جوړونکي ارګان په توګه د سوداګریزو اسانتیاوو برابرولو، د صنایعو انکشاف، د پانګونې هڅول او له خصوصي سکتور او مستهلکینو د ملاتړ په برخه کې، فعالیت کوي.

د پالیسیو او ستراتیژیو طرحه او تطبیق، د فعالیتونو همغږي، د قوانینو او مقرراتو تدوین او ترتیب، ددې وزارت له نورو دندو څخه دي.

د قوانینو په برخه کې، ددې وزارت رول د مناسبو مقرراتو او قوانینو طرحه او ترتیب او له دې ډاډ ترلاسه کول، چې قوانین او مقررات پخپل ټاکلي وخت نافذېږي او کنه.  

دغه وزارت د یوه اسانچاري او همغږي کوونکي په توګه د فرصتونو پېژندلو او د کورنیو او بهرنیو پانګونو پر وړاندې د شته ګواښونو او خنډونو کموالي په هڅه کې دی.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت خپلې دندې د درېیو ستراتیژیکو اهدافو په چوکاټ کې متمرکزې کړې دي:

-د یوه حقوقي چوکاټ او مقرراتو جوړول، چې د بازار په اقتصاد کې د اغېزناکو فعالیتونو تضمینوونکی وي؛

-په سیمه ییز او نړیوال اقتصاد کې د افغانستان ګډون؛

-د یوه فعال او سیالي کوونکي خصوصي سکتور د انکشاف او غوړېدا لپاره د اسانتیاوو رامنځته کول.

د دغو ستراتیژیکو اهدافو په رڼا کې ددې وزارت عمده دندې په لاندې ډول دي:

-د خلکو او اقتصادي اړتیاوو په پام کې نیولو سره د کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ د پالیسۍ ترتیب او طرحه؛

-ملي اقتصاد ته د وارداتو او صادراتو تنظیم؛

-له هېواده بهر د افغان محصولاتو لپاره د بازار تدارک، د تولید او صنایعو انکشاف او غوړېدا؛

-د بازار اقتصاد د نظام پر اساس د کورنیو او بهرنیو پانګونو ملاتړ او هڅول؛

-د بندري خدمتونو ترسره کول؛

-د مشخصې پالیسۍ د تطبیق او طرحې له لارې د خصوصي سکتور انکشاف ته د زمینې برابرول.

د سوداګرۍ او صنایعو وزارت ویبپاڼه


شریکول