د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د ښځو چارو وزارت

-

 «افغانستان په یوه سوله ییز او پرمختللي هېواد بدل شوی دی، په هغه کې نارینه او ښځینه د ژوند په ټولو برخو کې لکه امنیت، برابرو حقونو او فرصتونو، ګټه اخلي.» دغه جمله د ښځو چارو وزارت لیدلوری تعریفوي.

د ښځو چارو وزارت د یاد شوي لید لوري پر لور د افغانستان د حرکت لپاره، د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړل، د ښځو د بشري سرچینو انکشاف، د ژوند په ټولو برخو کې په برابر ډول د هغوی د بشپړ ګډون باوري کولو لپاره د ښځو د رهبرۍ تامینول، خپله ستراتیژي ګرځولې ده.

 په واقعیت کې دا وزارت مکلف دی، چې په ادارو او افرادو څارنه وکړي، څو د دولت په ټولو کاري برخو، له پالیسۍ تر بودجې، پروګرامونو، پروژو، خدمتونو او فعالیتونو او همدا راز په ګمارنه کې روزنه، ترفیع، د امتیازاتو تخصیص او فرصتونه، ټولو کې د هغوی د ټولنیز جنسیت د برابرۍ اندېښنې او د ښځو مسایل د یوه ټولیز مسوولیت په توګه شامل کړي.

د ښځو چارو وزارت عمده او ستراتیژیکې موخې؛ د ښځو پر وړاندې د تبعیض له منځه وړل، د ښځو د بشري سرچینو انکشاف او د پرېکړو په رهبرۍ کې د ښځو ګډون، چې دې موخو ته د رسېدو لپاره د لاندې اتو اهدافو په رڼا کې فعالیت کوي:

-د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي ریښو له منځه وړل؛

-د ښځو د روزنې او پوهاوي کچې لوړول؛

-د بېوزلۍ، بېکارۍ او د مور و ماشوم د مړینې کچې کمول؛

-په عامه ادارو او ټولنه کې د جنډر پراختیا؛

-ښځو ته د پرمختګ د امکاناتو او فرصتونو ورکول؛

-د رهبرۍ او مدیریت لپاره د ښځو ځواکمنتیا؛

-د عامه خدمتونو وړاندې کولو لپاره د ښځو د رول او ښکېلتیا زیاتول؛

-کار، زده کړو، عدالت غوښتلو، اطلاعاتو او رسنیو ته د ښځو لاسرسی.

د ښځو چارو وزارت ویبپاڼه


شریکول