د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د مطبوعاتو ریاست

مطبوعاتو ریاست، د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست په چوکاټ کې د رسنیو او ستراتېژیکو اړیکو معاونیت تر چتر لاندې فعالیت کوي. دا ریاست هماغسې چې له نامه یې ښکاري، د عالي مقام دفتر لوی ریاست مطبوعاتي چارې پرمخ وړي.

د مطبوعاتو ریاست عمومي اهداف عبارت دي له:

  • د معلوماتي خلا له منځه وړو، د حکومت او خلکو ترمنځ د عامه پوهاوي رامنځته کولو او پر وخت د جمهوري ریاست بنسټ د کړنو په اړه د دقیقو معلوماتو د تبادله کولو په موخه د یوه فعال معلوماتي سیستم لرل
  • د انتقادونو، وړاندیزونو او د عامه افکارو د مختلفو نورو زاویو په اړه د واضحو او دقیقو اطلاعاتو ترلاسه کولو په موخه د عامه افکارو پېژندل
  • د موادو د تولید او رسنیزې محتوا او له مختلفو وسیلو څخه په استفادې د هغو د خپرولو له لارې، د حکومت د کار‌کړنو او پروګرامونو په اړه د عامه اذهانو روښانول
  • د پروسس شویو اطلاعاتو پر اساس د پرېکړو د تګلارې بنسټیزه کول او د جمهوري ریاست بنسټ تخنیکي ملاتړ

خپلو اهدافو ته د رسېدو لپاره مطبوعاتو ریاست لاندې فعالیتونه ترسره کوي:

  • د خلکو د وړاندیزونو او انتقادونو د ترلاسه کولو لپاره له ټلویزیونونو، راډیوګانو، برېښنایي او چاپي رسنیو څخه د تحلیلي راپورونو راټولول او د سروې ګانو برابرول
  • د رسنیو له لارې له خلکو سره د معلوماتو شریکول او د حکومت د کار‌کړنو او لاسته راوړنو په اړه د وضاحت وړاندې کول
  • د فلم، انفوګرافیک، د جمهوررئیس بیاناتو، مقالو، کتابونو، معلوماتي ټولګو، کالیزو، خبرونو په چوکاټ کې د حکومت د لاسته راوړنو په تړاو د عامه پوهاوي موادو تولید او خپرول
  • د عامه پوهاوي له متنوع وسیلو څخه د استفادې پراختیا


شریکول