د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون څلور قراردادونه منظور کړل
۳۱ چنګاښ ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اووه پنځوسمه اونیزه غونډه کې، د ۶۲۸٫۶ میلیون افغانیو په ارزښت د څلورو پروژو قراردادونه منظور شول.

په ملي تدارکاتو کمېسیون کې درې قراردادونه منظور شول
۲۵ چنګاښ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او شپږ پنځوسمه اونیزه غونډه کې، له یو میلیارد افغانیو څخه زیات ۱۱ تدارکاتي موارد وارزول شول، چې په پایله کې یې د ۲۰۴٫۳ میلیون افغانیو په ارزښت ۳ قراردادونه منظور شول.

د ۷٫۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۱۸ چنګاښ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځه پنځوسمه اونیزه غونډه کې په ۷۳ تدارکاتي مواردو بحث وشو، چې په پایله کې د ۷٫۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ موارد منظور شول.

د زده‌کړو په برخه کې په فرصتونو، خنډونو او حللارو د خلکو او ارګ درېیمه مناظره ترسره شوه
۱۴ چنګاښ ۱۳۹۷

د «زده‌کړې: فرصتونه، خنډونه او حللارې» تر عنوان لاندې د خلکو او ارګ درېیمه مناظره، د تحصیلي او تعلیمي نظام د مختلفو اقشارو، دولتي چارواکو او د یونسکو او یونیسف دفترونو د استازو په ګډون، په جمهوري ریاست ارګ کې ترسره شوه.

جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام (GRB) پرانستل شو
۱۳ چنګاښ ۱۳۹۷

جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې‌ جوړونې پروګرام (Gender Responsive Budgeting) په رسمي ډول د لومړۍ مېرمنې، لوړ پوړو چارواکو، د وزارتونو، خپلواکو ادارو او نړیوالو بسپنه ورکوونکو ادارو د استازو په ګډون د جمهوري ریاست په ارګ کې پرانستل شو.

د اقلیمي تغییراتو او غذایي خوندیتوب لومړنی سپموزیم جوړ شو
۰۴ چنګاښ ۱۳۹۷

د کرنې او انکشاف په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي، ددې سمپوزیم د پرانستې پر مهال وویل، چې اقلیمي تغییرات په افغانستان کې د اقتصاد، ټولنې او چاپیریال ساتنې پر سکتورونو ناوړه اغېزې لري.

د پولیو له منځه وړو عالي شورا غونډه جوړه شوه
۰۳ چنګاښ ۱۳۹۷

د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او ستر سلاکار، ډاکتر نجیب‌الله مجددي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزیر، د وزارتونو او اړوندو ادارو، تمویلونکو او د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان...