د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

جمهور رئیس غني د کندز ولایت د وروستۍ پېښې د شهیدانو وارثینو سره غمشریکي وکړه
۰۲ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د کندز ولایت د بوز کندهاري سیمې د  شهیدانو وارثینو سره په کتنه کې، یو ځل بیا  له هغوی سره غمشریکي وکړه.

ملي امنیت شورا په باقرالعلوم مسجد برید د بشریت ضد جنایت او د نفاق اچونې هڅه وبلله
۰۲ لیندۍ ۱۳۹۵

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا غونډې په باقر العلوم مسجد وحشیانه برید د بشریت ضد جنایت او د نفاق اچونې لپاره هڅه وبلله.

جمهوررئیس غني: د نوید تښتونکو سره به قانوني چلند وشي
۰۱ لیندۍ ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني له فراهي ماشوم نوید او د هغه د کورنۍ له یو شمېر غړو سره وکتل.

مطبوعاتی اعلامیه
۰۱ لیندۍ ۱۳۹۵

ارګ، کابل: د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس په باقرالعلوم جومات کې په لمونځ کوونکو او عبادت کوونکو باندې وحشیانه برید په سختو ټکو وغانده.

حکومت د پنبې پر تولید پانګونې ته تیار دی
۳۰ لړم ۱۳۹۵

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې، حکومت د پنبې پر تولید پانګونې ته تیاری وښود او د «جن و پرس» تصدۍ د ادغام په چوکاټ کې او پر شرکت د هغه په بدلولو بحث وشو.

د ۳۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور شول
۳۰ لړم ۱۳۹۵

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په څلور اویایمه غونډه کې د ۳۷۰ میلیونه افغانیو په ارزښت شپږ قراردادونه منظور شول.

جمهور رئیس غني د ناټو د سرمنشي مرستیال سره وکتل
۲۹ لړم ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني د ناټو د سرمنشي مرستیال پاتریک تورنر او ملګري پلاوي سره په ارګ کې،  وکتل.