د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

د ولسي تړون ملي پروګرام د تطبیق بهیر چټکوالی مومي
۲۹ لړم ۱۳۹۵

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ولسي تړون  ملي پروګرام د تطبیق بهیر د چټکولو او همغږۍ په موخه د ولسي تړون پروګرام د عملي کار د پرمختګ څرنګوالی وارزول شو.

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب لپاره له نوماندانو سره د مرکو لړۍ په پای ته رسېدو، له مشرانو او سیاسي څېرو سره مشورتي ناسته ترسره شوه
۲۷ لړم ۱۳۹۵

د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب لپاره له ۳۶ نوماندانو سره د مرکو لړۍ په پای ته رسېدو سره له مشرانو او سیاسي څېرو سره مشورتي ناسته، په ارګ کې ترسره شوه.

جمهوررئیس غني: ستاسو د تحصیل او ټینګې ارادې له برکته به افغانستان باثباته او پرمختللی شي
۲۷ لړم ۱۳۹۵

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په سلام‌خانه ماڼۍ کې د افغانستان امریکایي پوهنتون د رهبري پلاوي، استادانو او محصلینو غونډې ته د وینا پرمهال وویل، زه باور لرم چې ستاسو د تحصیل او ټینګې ارادې له برکته به افغانستان له...

د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر پای ته ورسېد
۲۷ لړم ۱۳۹۵

د ټاکنیزو کمیسیونونو نوماندانو سره د مرکو بهیر چې د روان کال د لړم میاشتې په ۲۴مه نیټه په ارګ کې پیل شوی و، پای ته ورسېد.

د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو او بشر پالونکو نړیوالو سازمانونو سره د حکومت د اړیکو پر ټینګښت د ملي امنیت شورا ټینګار
۲۵ لړم ۱۳۹۵

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ ملي امنیت شورا د جرمونو له نړیوالې محکمې او د بشري حقونو او بشر پالونکو نړیوالو سازمانونو سره د حکومت د اړیکو پر ټینګښت ټینګار وکړ.

په تدارکاتو کمېسیون کې پر ۱۱ قراردادونو بحث او ۵ یې تائید شول
۲۴ لړم ۱۳۹۵

د جمهوررئیس غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۷۳مه غونډه کې، ۵ قراردادونه تایید، ۳ قراردادونه رد او ۳ نور قراردادونه، بېرته وګرځول شول.

د ټاکنیزو کمېسیونونو غړیتوب لپاره له ټاکل شویو نوماندانو سره د مرکو لړۍ پیل شوه
۲۴ لړم ۱۳۹۵

جمهوررئیس محمداشرف غني د ټاکنیزو کمېسیونونو د غړیتوب لپاره له نوماندانو سره د مرکو لړۍ پیل کړه.