د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

ملي تدارکاتو کمېسیون ۹ قراردادونه تایید کړل
۲۴ غویی ۱۳۹۷

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نهه څلوېښتمه غونډه کې، د سړک، نوري فایبر او اوبولو په برخه کې د ۹۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۹ قراردادونه تایید شول. همدا راز د سریلانکا په کولمبوی ښار کې...

د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري ۲۱ تدارکاتي پروژې منظور شوې
۱۷ غویی ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اته څلوېښتمه اونیزه غونډه کې د ۲۶ قراردادنو تر ارزولو وروسته، د ۲٫۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۱ تدارکاتي قراردادونه منظور شول.

په دولتي ادارو کې د مېرمنو د برخې زیاتېدو پلان برابرېږي
۰۶ غویی ۱۳۹۷

د ښځو د حضور راپور او په دولتي ادارو کې د هغوی د برخې زیاتېدو پلان برابرولو او په دې اړه د جمهوررئیس محمد اشرف غني د ۱ غویي ۱۳۹۷ نېټې د لارښونې تحقق په موخه، د وزارتونو او دولتي ادارو د استازو په حضور کې...

د رسنیود ازادۍ له پلوه د افغانستان د پرمختګ په اړه مطبوعاتي اعلامیه
۰۶ غویی ۱۳۹۷

ارګ، کابل: د بې پولې خبریالانو د راپور په اساس افغانستان په نړیواله کچه د رسنیوازادۍ له پلوه د ۱۸۰ هېوادونو په منځ کې ۱۱۸ ام مقام خپل کړی. ملي یووالي حکومت د دغه راپور د هرکلي ترڅنګ د هېواد د نافذه قوانینو په رڼا کې...

جمهوررئیس اطلاعاتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټې جوړېدو هرکلی وکړ
۰۴ غویی ۱۳۹۷

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دولت له ویاندویانو، د رسنیو له مسؤولینو او د مرکز او ولایتونو له خبریالانو سره په لیدنه کې د افغانستان د خبریالانو ملي ټولنې له لوري اطلاعاتو ته د لاسرسي د همغږۍ کمېټې د جوړېدو وړاندیز هرکلی وکړ.

په کندهار کې د ځانګړي اقتصادي زون جوړېدو طرحه د اقتصاد عالي شورا په غونډه کې تایید شوه
۰۴ غویی ۱۳۹۷

د اقتصاد عالي شورا، په کندهار کې د ازمایښتي ځانګړي اقتصادي زون جوړېدو طرحه په پرنسیپ کې تایید کړه او د جمهوررئیس له لوري د فرمان په چوکاټ کې د ځانګړو اقتصادي زونونو قانون د برابرولو لارښونه وشوه.

د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ قراردادونه د ملي تدارکاتو کمېسیون په غونډه کې تایید شول
۰۳ غویی ۱۳۹۷

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او اوه څلوېښتمه غونډه کې د ۳۴ ارزول شویو قراردادونو له ډلې د ۲٫۳ میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ هغه یې د سړکونو، اوبو، برېښنا، تېلو، هوایي ډګر او اعاشوي توکو په برخه کې تایید شول.