د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

سرحدې ولسوالیو ته د برېښنا رسونې او د انټرنېټ بیو کموالي طرحې تصویب شوې
۲۶ وری ۱۳۹۷

سرحدي ولسوالیو ته د برېښنا رسونې طرحه د کلیو او پراختیا وزارت له لوري وړاندې شوه، چې تر هر اړخیزو بحثونو وروسته په پرنسیپ کې تائید شوه. ددې طرحې پر اساس به، ۵۵ سرحدي ولسوالۍ او ۳۸۰ زره کورنۍ له برېښنا برخمنې شي.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۶۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه او د حاجیانو د لېږد پروژه تائید کړه
۲۶ وری ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په ۱۴۶ اونیزه غونډه کې، د نوري فایبر، مایع ګازو، اوبو او حبوباتو په برخه کې د ۶۱۸ میلیون افغانیو په ارزښت ۱۰ قراردادونه منظور شول. همدا راز کمېسیون د حاجیانو...

د سمنټو فابریکو جوړېدو طرحه د اقتصاد عالي شورا کې تصویب شوه
۲۵ وری ۱۳۹۷

عالي اقتصادي شورا په سمنګان ولایت کې د سمنټو فابریکو جوړولو طرحه تائید کړه او د سمنټو په عمومي طرحه، د هرات ولایت د سمنټو پروژې پر جزیاتو او د شیدا په مسو کان یې بحث وکړ.

له قرغېزستان څخه د ۲۰ ګیګ انټرنېټ د تدارک پروژه منظور شوه
۲۵ وری ۱۳۹۷

ملي تدارکاتو کمېسیون له قرغېزستان څخه د ۲۰ Gig په ظرفیت د بندویت انټرنېټ د تدارک پروژه او د لوړو زده کړو وزارت د دوه ډوله تېلو، مایع ګازو او روغنیاتو د تدارک قراردادونه په یو سل او دري څلوېښتمه اونیزه غونډه کې منظور شول.

د ۸٫۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ قراردادونه په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول
۲۵ وری ۱۳۹۷

د حج، لوړو زده کړو، سړک او انټرنېټ په برخه کې د ۸٫۹ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ قراردادونه، د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ، د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلور څلوېښتمه اونیزه غونډه کې منظور شول.

د صادراتو ملي ستراتېژي او د لویو مالیه ورکوونکو ملي دفتر جوړول تصویب شول
۲۵ وری ۱۳۹۷

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د اقتصاد عالي شورا، د صادراتو ملي ستراتېژي او  د لویو مالیه ورکوونکو لپاره د دفتر جوړول تائید کړل او د غونډې ګډونوالو د روان‌موټورز خصوصي شرکت د پانګونې پر طرحې؛ د محب ګروپ کمپنۍ لپاره د ځمکې...

د اداري فساد ضد مبارزې ځانګړي سکرتریت د دولتي ادارو له استازو سره لومړنۍ غونډه ترسره کړه
۲۵ وری ۱۳۹۷

د فساد ضد مبارزې ځانګړي سکرتریت د ۶۳ وزارتونو او دولتي ادارو له استازو سره د اداري فساد ضد مبارزې ملي ستراتېژۍ د تطبیق په اړه لومړنۍ غونډه د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره کړه.