د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

خبرونه

له ګازو د برېښنا تولید په برخه کې د عامه او خصوصي مشارکت پانګونې دوه قراردادونه منظور شول
۰۹ مرغومی ۱۳۹۶

دغه قراردادونه د «جوړول، ملکیت او ګټه اخیستل» له ډلې دي، چې DLA Piper  شرکت ورته له حقوقي اړخه دقت کړی او د پیسو نړیوال صندوق (IMF) او IDA هم ورسره...

د افغانستان د پرانستې دولتدارۍ مشارکت ملي عمل پروګرام تدوین شو
۰۹ مرغومی ۱۳۹۶

د هېواد د پرانستې دولتدارۍ مشارکت ملي عمل پروګرام تدوین او په ۱۳۹۶ کال د مرغومې په ۵، چې د ۲۰۱۷ کال د ډسمبر له ۲۶ نېټې سره برابره ده، د پرانستې دولتدارۍ مشارکت (OGP) ملاتړي واحد ته تسلیم شو.

په اوستایي رسم‌الخط د طلا کوب کتاب قدامت تثبیتېږي
۰۶ مرغومی ۱۳۹۶

د افغانستان اسلامي جمهوریت کابینې اطلاعاتو و فرهنګ وزارت مؤظف کړ، چې په اوستایي رسم‌الخط د طلا کوب کتاب د تاریخي قدامت د تثبیت په موخه، له بهرنیو متخصصینو مرسته وغواړي.

کابینې د پُستي خدمتونو د تنظیم طرحه او دوه نورې مقررې په پرنسیپ کې تائید کړې
۰۶ مرغومی ۱۳۹۶

د پُستي خدمتونو د تنظیم قانون طرحه، د خطي ـــ امتدادي پروژو د استملاک مقرره او د ښاري غیر رسمي ملکیتونو د چارو تنظیم مقرره، د کابینې په غونډه کې په پرنسیپ کې تائید شول. په دې غونډه کې د مالیاتي چارو ادارې قانون د...

په نوي مالي کال کې نوې تدارکاتي اصلاحي کړنلارې عملي کېږي
۰۶ مرغومی ۱۳۹۶

ملي تدارکاتو کمېسیون په ۱۳۹۷ مالي کال کې د اصلاحاتو او روڼتیا د تقویت په موخه، نوې کړنلارې په پام کې نیسي.

د وزارتونو او دولتي ادارو د راپور ورکولو بهیر د انسجام غونډه ترسره شوه
۳۰ لیندۍ ۱۳۹۶

ملي شورا ته د حکومت د ۱۳۹۶ مالي کال د راپور ورکولو په موخه د وزارتونو او دولتي ادارو د راپور ورکولو بهیر د ښه والي او انسجام دوه ورځنۍ غونډه په ۲۸ او ۲۹ نېټه، د پلان او پالیسۍ د رئیسانو او د وزارتونو او دولتي ادارو...

د ملي تدارکاتو کمېسیون په فوق العاده غونډه کې د امنیتي ځواکونو د اعاشوي ستونزو ارزونه او ورته رسېدنه
۲۹ لیندۍ ۱۳۹۶

د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون فوق العاده غونډه د کمېسیون د حاضرو غړو، د ملي دفاع او کورنیو چارو وزیرانو، د ملي تدارکاتو کمېسیون د مسؤولینو او ملي او نړیوالو څارونکو په حضور کې د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شوه.