د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

ملي تدارکاتو کمېسیون د ۹۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه تایید کړل

۳۰ غویی ۱۳۹۷

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځوسمه غونډه کې د ۹۶۰ میلیون افغانیو په ارزښت ۷ قراردادونه منظور شول، د کورنیو چارو وزارت د اضطراري تدارکاتو طرزالعمل په پرنسیپ کې تایید شو او د ملي تدارکاتو کمېسیون د اغېزناکې څارنې د کار‌کړنو په اړه د ملګرو ملتونو سازمان سیاسي استازولۍ (یوناما) راپور هم غونډې ته وړاندې شو.

په تایید شویو قراردادونو کې د فاریاب د میمنې ښار د اوبو رسولو شبکې پروژه؛ د هرات د فلاحت فارم د اوبو لګولو سیستم د دویمې برخې جوړولو پروژه؛ د امو سیند پنځمې حوزې د پروژې د تطبیق او څارنې مشورتي خدمتونه؛ د بلخ د شولګرې ولسوالۍ د شولګرې د سیند غاړې تحکیمات؛ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارت اړوند کندهار ولایت ته د ټیلیفون له لارې د معاشاتو ورکړې پروژه؛ د اجرائیه ریاست د اړتیا وړ دوه قلمه تېلو برابرول؛ او د کورنیو چارو وزارت د عامه محافظت او امنیتي تصدۍ معینیت د اړتیا وړ سون توکو قراردادونه شامل دي.

جمهوررئیس غني د میمني د اوبو رسولو شبکې او سرخرود ـــ څپرې د سړک مشورتي خدمتونو د قراردادونو د منظورۍ پر مهال له اړوندو ادارو څخه د دواړو پروژو پر لازمې څارنې ټینګار وکړ.

د کندهار نړیوال هوايي ډګر د حفظ و مراقبت پیشنهادي قرارداد د کمېسیون له لورې رد او له مؤجه دلایلو پرته داوطلب شرکت د آفر له تمدید څخه منصرف او د محرومیت پروسې ته معرفي شو. ملي تدارکاتو کمېسیون پرېکړه وکړه، چې له مقیدې سیالۍ په استفادې دې نوې تدارکاتي پروسه پیل شي او څرګنده یې کړه په راتلونکي کې له توجیه پرته دا ډول انصراف سرغړونه او جوړجاړی ګڼل کېږي، چې دولت ته د زیان په خاطر به داوطلبان له نورو سیالیو محروم شي.

همدارنګه د ننګرهار ولایت په حصارشاهي سیمه کې د ۴۰ میګاواټه لمریزې برېښنا د تولیدي پروژې قرارداد، د نوي کابلبانک د مرکزي او ولایتي دفترونو د فزیکي امنیت د ټینګښت قرارداد او د غزني ولایت د رشیدانو ولسوالۍ د جغلي سړک بیارغاول د لا زیاتې ارزونې په خاطر د کمېسیون له لوري بېرته وګرځول شول.

په پای کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د کورنیو چارو وزارت د اضطراري تدارکاتو لپاره د ملي تدارکاتو ادارې پیشنهادي طرزالعمل په پرنسیپ کې تائید او هغه یې د نظر ورکولو په موخه مالیې او اقتصاد وزارتونو ته راجع کړ.

همدا راز د ملي تدارکاتو ادارې عمومي رئیس د ملي تدارکاتو کمېسیون د اغېزناک څار او کار‌کړنو په تړاو د ملګرو ملتونو سازمان د سیاسي استازولۍ (یوناما) د مثبتو پایلو او اصلاحاتو د منعکس کولو په تړاو خبرې وکړې.

په دې غونډه کې له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان شفافیت څار بنسټ، د ولسي جرګې د مالي، بودجې او اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو حضور درلود.

 


شریکول