د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

تېر کال د ۹۵ تقنیني اسنادو مراحل ترسره شوي دي

۰۶ غبرګولی ۱۳۹۷

عدلیې وزارت د کابینې غونډې ته د ۱۳۹۶ تقنیني کال د پلان ترسره شویو کارونو د راپور وړاندې کولو ترڅنګ، په دې کال کې د تقنیني سندونو د مراحلو ترسره کولو شمېر ۹۵ وښود، چې په پلان کې د نیول شویو سندونو دوه برابره دي.

د عدلیې وزارت مسلکي مرستیال په دې غونډه کې وویل، چې د عدلیې وزارت د قانون جوړونې او علمي او حقوقي څېړنو انسټېټیوټ د ۱۳۹۶ تقنیني کال په پلان کې، د ۴۳ سندونو د مراحلو ترسره کول رانغاړلي وو، خو دوی په یاد کال کې د ۹۵ تقنیني سندونو مراحل ترسره کړي دي. 

هغه زیاته کړه، چې پر هغه سربېره، له وزارت سره حقوقي مشورې هم شریکې شوې دي او د یو شمېر کنوانسیونونو، میثاقونو او نړیوالو هوکړه‌لیکونو په تړاو هم اجراآت ترسره شوي، چې د پلان د ۱۲۰ سلنه کچې معادل دی.

په دې غونډه کې د ۱۳۹۷ تقنیني کال د کار د پلان طرحه هم وړاندې شوه. د عدلیې وزارت مسلکي معین په دې تړاو وویل: د ۱۳۹۷ تقنیني کال د کار په پلان کې د ۵۱ سندونو تسوید، تدقیق، تعدیل او د مراحلو ترسره کول شامل دي.

په دغو سندونو کې ۲۰ قوانین، ۲۷ مقررې، ۲ اساسنامې او د تقنیني اسنادو ۱ ضمیمه شامل دي. 

کابینې د قانون جوړونې انسټېټیوټ د عمومي ریاست د زیار او زحمتونو د مننې ترڅنګ، د عدلیې وزارت د ۱۳۹۶ تقنیني کال د کار پلان د کړنو راپور او د ۱۳۹۷ تقنیني کال د کار پلان طرحه تایید کړه.

په دې غونډه کې عدلیې وزارت ته دنده وسپارل شوه، چې د تقنیني اسنادو د مراحلو ترسره کول د لومړیتوبونو پر اساس ترسره کړي.

کابینې وزارتونو او دولتي ادارو ته، چې د لومړیتوبونو پر اساس د ۱۳۹۷ تقنیني کال په پلان کې د نویو تقنیني اسنادو د ځایولو غوښتنه لري، لارښوونه وکړه، چې د هغو مسودې په لنډ وخت کې ترتیب کړي او د جمهوري ریاست د دویم مرستیال تر تایید وروسته یې عدلیې وزارت ته واستوي.   


شریکول