د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

کابینې په IFS نړیوال مالي سیستم کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ

۰۲ غبرګولی ۱۳۹۷

کابینې په نړیوال مالي سیستم IFS کې د افغانستان غړیتوب تایید کړ، چې ورسره به د پوستي ادارو لپاره په برېښنایي او نغدي ډول د برېښنایي مالي حوالو زمینه برابره شي. 

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر د کابینې غونډې ته په دې سیستم کې د افغانستان د غړیتوب وړاندیز په تړاو وویل، چې IFS په نغدي او برېښنایي ډول د برېښنایي حوالو په تړاو د پوستي ادارو اړتیاوو، په ځانګړي ډول د پیسو د لېږد مارکېټ کې د خنډونو د اوج پر مهال، نویو نوښتونو او حللارو ته ځواب وایي.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر زیاته کړه، چې ددې سیستم موخه د پوستي ادارو له لوري پېرېدونکو ته پر وخت، خوندي او د منلو وړ برېښنایي مالي خدمتونو وړاندې کول دي او هغوی په نړیوال مارکېټ کې د سیالۍ وړ ګرځوي.

کابینې په IFS سیستم کې د افغانستان د غړیتوب په تړاو، د مالیې، کډوالو او راستنېدونکو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ له وزیرانو جوړه یوه ګډه کمېټه وټاکله، څو د نړیوال بانک په همکارۍ، په دې سیستم کې د افغانستان غړیتوب د پیسو نړیوال صندوق (IMF) سره د افغانستان د ژمنو په رڼا کې مطالعه او نهایي کړي.


شریکول