د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

له اداري فساد سره د مبارزې ستراتېژۍ د تطبیق لپاره د ۵۱ دولتي بنسټونو عمل پلانونه ترتیب شول

۰۸ غبرګولی ۱۳۹۷

له اداري فساد سره د مبارزې د ځانګړي سکرتریت درېیمه ناسته چې د وزارتونو او ادارو له استازو سره، د جمهوري ریاست په ارګ کې جوړه شوه، وویل شول چې تراوسه له اداري فساد سره د مبارزې ستراتیژۍ د تطبیق په تړاو د ۵۱ ادارو یا وزارتونو عمل پلانونه، له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت ته سپارل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې سکرتریت رئیس ډاکټر یما ترابي ناستې ته وویل چې ۵۸ دولتي بنسټونو باید له اداري فساد سره د مبارزې عمل پلانونه د تدوین پروسې، بررسۍ، منظورۍ او د عمل پلانونو د تصویب زماني جدول ته په کتو، ترتیب او دې سکرتریت ته را ولیږي وای چې تراوسه ۵۱ عمل پلانونه د دې سکرتریت په واک کې ورکړل شوي دي.

ښاغلي ترابي زیاته کړه چې د ۱۵ ادارو او وزارتونو د عمل پلانونه هم د قانون حاکمیت او د فساد ضد په عالي شورا کې تصویب شوي دي.

د ادارو او وزارتونو د استازو په ګډون د ۱۳۹۷ کال د لومړۍ ربعې د لاسته راوړنو د راپور ورکونې د موندنو درېیمه ناسته، د اداري فساد ضد مبارزې ستراتیژۍ د تطبیق په موخه جوړه شوه.

د دې ناستې موخه د پلان‌ګذارۍ په پروسه کې بهبود او له فساد سره د مبارزې ستراتيژۍ لپاره د عمل پلان د جوړونې په تړاو د ادارو او وزارتونو لخوا د راپورونو وړاندې کول وو.

په دې ناسته کې د ځانګړي سکرتریت تخنیکي ډلې، د دولتي بنسټونو د راپورونو د کیفیت او وضعیت په تړاو معلومات وړاندې کړل او د هغوی د عمل پلانونو د بررسۍ موندنې يي له ګډونوالو سره شریکې کړې.

له اداري فساد سره د مبارزې ځانګړي سکرتریت راپورونه د جمهوررئیس او د اداري فساد پرضد د مبارزې عالي شورا په واک کې ورکول کیږي.


شریکول