د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

د ۱۲ ولایتونو د ښوونځیو د تجهیزاتو برابرولو قراردادي شرکتونه له داوطلبیو محروم شول

۲۳ غبرګولی ۱۳۹۷

د بامیان او دایکنډي په ګډون د ۱۲ ولایتونو د ښوونځیو لپاره د تجهیزاتو برابرولو د قراردادونو نه پوره کېدل، د هغوی د تمویلونکو د مالي مرستې د میعاد تر نقض وړاندې، د قراردادونو د فسخه کېدو او د تدارکاتو په داوطلبۍ کې له ګډون څخه د محرومیت پروسې ته د قراردادي شرکتونو د معرفي کېدو لامل شول.

د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او دري پنځوسمه غونډه کې، چې د یادو قراردادونو د فسخه کېدو وړاندیز تائید شو، پوهنې وزارت مؤظف شو، چې د پوهنې د ولایتي رئیسانو د کار کړنو او ظرفیت سراسري ارزونه ترسره کړي.

جمهوررئیس محمد اشرف غني د دغو ولایتونو ښوونځیو ته د تجهیزاتو د تدارک نه ترسره کېدل، د دغو قراردادونو نه بشپړېدل او د تمویلونکو له لوري د بلاعوضه مالي مرستو نه مصرفول، د نه ژمنتیا او نه ظرفیت او د ولایتونو په کچه د پوهنې وزارت د دخیلو کارکوونکو او مسؤولینو د کمکارۍ له امله وبلل. هغه لارښونه وکړه، چې دغه موضوع باید وارزول شي او دخیل مسؤولین او مامورین باید مجازات شي.

جمهوررئیس څرګنده کړه، چې د بلاعوضه مرستو نااغېزناک مدیریت، په ځانګړي ډول د پوهنې په برخه کې، د ملي وحدت حکومت د رهبرۍ لپاره د منلو وړ نه ده او دا کار د پوهنې د زده‌کوونکو او خلکو په حق کې ستره جفا ده.

هغه زیاته کړه، چې د ولایتونو په کچه د پوهنې ریاستونو د مدیریت وضعیت باید اصلاح او بدلون ومومي.

په دې غونډه کې د شاوخوا ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت د څو لویو زېربنایي پروژو قراردادونه منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې د سالنګ لپاره د بدیل تونل ډیزاین او د امکاناتو سنجولو مطالعات، د کندز د خان‌آباد برېښنا بند، د لغمان ولایت د سلطان غازي بابا ښارګوټي د اوبو رسونې پروژه، د فراه ښار د څښاک اوبو برابرولو پروژې دویم فاز، د افغان حاجیانو لپاره د واکسین برابرولو قرارداد او د عامې روغتیا وزارت د تاسیساتو د پاکولو مواد شامل دي.

د یادونې وړ ده، چې د حاجیانو د واکسین قرارداد له یوه هندي شرکت سره د دولت ــ دولت له لارې ترسره شوی او د کیفیت او قیمت له اړخه د تېر په پرتله ډېر مناسب او غوره دی.

له بل لوري ملي تدارکاتو کمېسیون د بلخ ولایت د شولګرې سیند د تحکیماتو پروژې قرارداد د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته وګرځاوه.

په دې غونډه کې د فساد ضد مبارزې پارلماني کاکس، د افغانستان روڼتیا څار بنسټ او د غوڅ ملاتړ سیستکا ناظرینو هم برخه درلوده.


شریکول