د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د پولیو له منځه وړو عالي شورا غونډه جوړه شوه

۰۳ چنګاښ ۱۳۹۷

د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوررئیس د ځانګړي استازي او ستر سلاکار، ډاکتر نجیب‌الله مجددي په مشرۍ او د عامې روغتیا وزیر، د وزارتونو او اړوندو ادارو، تمویلونکو او د یونیسف او روغتیا نړیوال سازمان په ګډون د ملګرو ملتونو ادارو په شمول د پولیو له منځه وړو عالي شورا غونډه، په افغانستان کې د پولیو له منځه وړو پروګرام لپاره د هر اړخیزو مرستو او ملاتړ برابرولو په موخه ترسره شوه.

د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوررئیس ځانګړي استازي او ستر سلاکار ډاکتر نجیب‌الله مجددي، د پولیو له منځه وړو پروګرام د مسؤولینو د ګټورو فعالیتونو او هڅو د مننې ترڅنګ، د پولیو له منځه وړو په برخه کې د دولتي او غیردولتي اړوندو ادارو پر ګډو هڅو او د همغږۍ پر تقویت ټینګار وکړ.

هغه د پولیو له منځه وړو لپاره د پروګرامونو هڅې هیله بښوونکې وبللې او خوښي یې وښوده، چې افغانستان به په نږدې راتلونکې کې په بشپړ ډول د ماشومانو د فلج ناروغۍ د پروګرام نهایي کېدو هدف ته ورسېږي.

په همدې حال کې د عامې روغتیا وزیر ډاکتر فیروزالدین فیروز، د پولیو له منځه وړل یو ملي او نړیوال لومړیتوب اعلان کړ او وې ویل: «د ۲۰۱۶ کال په لومړیو کې مو ویلي وو، چې تر بل هر وخت زیات په هېواد کې د پولیو له منځه وړو ته نږدې شوي یوو؛ خو نن ویلی شو، چې موږ تر بل هر وخت زیات د پولیو د ریښو اېستو ته نږدې شوي یوو.»

هغه زیاته کړه: ترلاسه شوي معلومات او شمېرې ښیي، چې د پولیو وایروس د له منځه تلو په حال کې دی او په دې پروګرام کې ښه‌والی هیله بښوونکی دی.

د عامې روغتیا وزیر وویل: د ۲۰۱۶ کال له پیله تر اوسه د ماشومانو د فلج وایروس د افغانستان د ولسوالیو په کچه ۹۹ سلنه موجود نه و او دا هغه بریالیتوب دی، چې په نړیواله کچه تائید شوی دی.

هغه وویل، ددې پرمختګ له وجې باید له افغان حکومت سره د نړیوالو مرستې قطع نشي او زیاته یې کړه، چې دا بریالیتوب د افغانستان اسلامي جمهوریت د رهبرۍ له قوي ژمنتیا او د اړوندو ادارو له مرستې او همکارۍ پرته امکان نه درلود.

د عامې روغتیا وزارت د چارواکو د څرګندونو پر اساس، افغانستان په ۲۰۱۵ کال کې د پولیو د شلو پېښو شاهد و، چې دا رقم هر کال د کمېدو په حال کې دی.

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په دې پروګرام کې ټینګار وکړ، چې ټول خلک باید د پولیو واکسین پر اهمیت وپوهېږي او خپل ماشومان له فلج کېدو د مخنیوي لپاره، واکسین کړي.

په دې غونډه کې همدا راز د حج او اوقافو، مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ او عامې روغتیا وزارتونو ترمنځ د پولیو د له منځه وړو په تړاو د متقابلو همکاریو دوه تفاهم‌لیکونه هم لاسلیک شول.

ټاکل شوې په دې تړاو له عامې روغتیا وزارت سره ۷ نور تفاهم لیکونه هم لاسلیک شي.

د پولیو له منځه وړو عالي شورا په دې وروستیو کې په افغانستان کې د پولیو له منځه وړو پروګرام لپاره د هر اړخیزو مرستو برابرولو په موخه جوړه شوې ده، چې په ربع‌وار ډول د پولیو له منځه وړو لپاره د جمهوري ریاست د ځانګړي استازي په مشرۍ غونډه کوي.


شریکول