د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د خلکو په چارو کې د جمهوررئیس د سلاکار استعفا ومنل شوه

۰۳ چنګاښ ۱۳۹۷

د خلکو په چارو کې (سویل لویدیځه حوزه) د جمهوري ریاست عالي مقام سلاکار محمد صادق قادري استعفا، د جمهوررئیس محمد اشرف غني له لوري منظور شوه.

ښاغلی قادري د ۱۳۹۷ کال د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند دی، چې پخوا یې استعفا عالي مقام ته وړاندې کړې وه او د 1397 کال د غبرګولي په ۷ نېټه یې استعفا د افغانستان اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس له لوري منل شوې وه.


شریکول