د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د ۳ میلیارد افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه تأیید شول

۰۳ چنګاښ ۱۳۹۷

د څلورو هوایي ډګرونو د امنیت، د آمو دریایي حوزې پروژې، انرژۍ، د کابل ښار بیارغاونې او د ښاري معلوماتو سیستم اړوند قراردادونه د ۳ میلیارد افغانیو په مجموعي ارزښت د جمهوررئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او څلور پنځوسمه غونډه کې منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې د درېیو کلونو لپاره د کندهار، هرات، مزارشریف او د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د امنیت ټینګښت قرارداد؛ د آمو دریایي حوزې د پروژو تفصیلي ډیزاین او د امکاناتو سنجولو د مطالعاتو قرارداد؛ د کابل ښار د څوارلسمې ناحیې د خواجه‌امام ګذر زېربناوو بیارغاونه؛ او د ښار او کور جوړونې وزارت د ښاري معلوماتو مرکزي سیستم، شامل دي.

له بل لوري، ملي تدارکاتو کمېسیون د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي معلوماتي مرکز د پراختیا، د پروان ولایت د غوربند په لاره د ۲۰کیلو ولټ برېښنا مزي او د افغانستان برېښنا شرکت اړوند برقي تجهیزاتو وړاندیز شوي قراردادونه، د لا زیاتو ارزونو په موخه بېرته وګرځول.

همدا راز کمېسیون، د افغان ټیلکام د اړتیا وړ سیم کارتونو او اسکرچ کارتونو د تدارک قرارداد د بیې د لوړوالې په دلیل رد کړ او پرېکړه وشوه، چې دا اړتیا دې له هند سره د دولت ـــ دولت قرارداد له لارې پوره شي.

په دې غونډه کې، د پنجشیر د پارنده برېښنا بند د جوړولو پروژې چې شاوخوا اته کاله پخوا پيل شوې وه او تر اوسه نیمګړې پاتې وه، راپور واورېدل شو او د اوبو او انرژۍ وزارت ته لارښوونه وشوه، چې په دې پروژه کې د ستونزې د حل لپاره دې له تاجکستان څخه د مایکرو هایډرال متخصصینو د همکارۍ غوښتنه وکړي.

د غونډې په بله برخه کې، کمېسیون د تدارکاتو په بدل کې د پانګونو د ارزونې د لومړني راپور تر اورېدو وروسته، لارښوونه وکړه چې پيل شوې پانګونې دې بشپړې شي او راتلونکي کال کې تولیدي شرکتونه او فابریکې کولای شي د عامه قراردادونو د ترلاسه کولو لپاره داوطلب شي.

په دې غونډه کې، فساد سره د مبارزې د پارلماني کاکس، ولسي جرګې، مشرانو جرګې او د افغانستان د روڼتیا څار ملي څارونکو او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ناظرینو هم حضور درلود.


شریکول