د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د اقلیمي تغییراتو او غذایي خوندیتوب لومړنی سپموزیم جوړ شو

۰۴ چنګاښ ۱۳۹۷

د اقلیمي تغییراتو او غذایي خوندیتوب لومړنی سمپوزیم د کرنې، کلیو او پراختیا، اوبو او انرژۍ وزارتونو او د چاپیریال ساتنې ملي ادارې، د پوهنتونونو استادانو، خصوصي سکتور، تمویلوونکو او نړیوالو ادارو د استازو په ګډون د جمهوري ریاست په ارګ کې ترسره شو.

د کرنې او انکشاف په چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار عبدالحمید هلمندي، ددې سمپوزیم د پرانستې پر مهال وویل، چې اقلیمي تغییرات په افغانستان کې د اقتصاد، ټولنې او چاپیریال ساتنې پر سکتورونو ناوړه اغېزې لري.

هغه وویل، اقلیمي تغییرات په مختلفو سیمو کې، بېلابېل خنډونه او ګواښونه رامنځته کړي او زیاته یې کړه: د اوبو مصرف زیات شوی، هغسې چې ۳۰ کاله وړاندې، د غنمو کرلو پر مهال شاوخوا ۳۰۰ میلي متره اوبو ته اړتیا وه، اوسمهال شاوخوا ۵۰۰ میلي مترو اوبو ته اړتیا ده، څو غنم حاصل ورکړي.

ښاغلي هلمندي زیاته کړه، چې د حرارت درجې د زیاتوالي او تبخیر له امله ډېرې اوبه له لاسه وځي، چې په دې وروستیو کې په هېواد کې د وچکالۍ لامل ګرځېدلې دي.

د جمهوررئیس سلاکار ټینګار وکړ، چې غذایي امنیت د اقلیم پر وړاندې له مهمو خنډونو او ګواښونو څخه دی. هغه زیاته کړه، چې د لازمو اقداماتو د ترسره کولو اړتیا ده لکه د اوبونې د مؤثریت لوړول، د ځمکې سطح‌بندي، پشته‌یي کر، قطره‌یي اوبونه، تر ځمکې لاندې د اوبو تغذیه او نور اقدامات چې په پلانونو کې باید ورته لومړیتوب ورکړل شي او ترسره شي.

هغه د اقلیمي تغییراتو د مدیریت او کنټرول لپاره د عامه پوهاوي پروګرامونه مهم وبلل.

ښاغلي هلمندي وویل، چې د اوبو د ذخیرو جوړولو او په اوبو کې پر سپما سربېره باید په هېواد کې د اقلیمي تغییراتو د اغېزو کمولو پر وړاندې د مقابلې لپاره د اوبو مناسب مدیریت وشي او ترڅنګ یې اړوند وزارتونه باید د اوبونې د مناسبو او ماډرونو لارو چارو د معرفي کولو لپاره لاس په کار شي، څو په کرنې او نورو برخو کې له اوبو د استفادې مؤثریت نور هم ښه شي.

په همدې حال کې د چاپیریال ساتنې ملي ادارې مسلکي معین انجینر غلام حکیم‌یار، وینا وکړه او وې ویل، چې اقلیمي تغییرات پر کرنې او کرنیزو تولیداتو مخامخ اغېز لري او د چاپیریال ساتنې ملي اداره د اقلیمي تغییراتو د توقف لپاره پروګرامونه تر کار لاندې لري.

هغه زیاته کړه: د سکتوري وزارتونو په کچه ظرفیت جوړونه ترسره شوې او د اقلیمي تغییراتو نړیوالې بودجې ته د لاسرسي درې پروژې په هېواد کې د ترسره کېدو په حال کې دي.

په دې سمپوزیم کې، د کاناډا د کورلین پوهنتون پروفیسور ډاکتر کریم‌ علي قاسم، د اقلیمي تغییراتو او غذایي خوندیتوب په تړاو خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل.

په پای کې ګډونوال په کاري ګروپونو ووېشل شول او هغوی د اقلیمي تغییراتو او غذایي خوندیتوب په تړاو خپل نظریات له نورو سره شریک کړل.


شریکول