د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام (GRB) پرانستل شو

۱۳ چنګاښ ۱۳۹۷

جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې‌ جوړونې پروګرام (Gender Responsive Budgeting) په رسمي ډول د لومړۍ مېرمنې، لوړ پوړو چارواکو، د وزارتونو، خپلواکو ادارو او نړیوالو بسپنه ورکوونکو ادارو د استازو په ګډون د جمهوري ریاست په ارګ کې پرانستل شو.

د ملي بودجې په سند کې، جنډر ته د ځواب‌ ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام (GRB) شاملولو لپاره، په دې پروګرام کې، د ملي اسنادو او بودجې جوړونې په پروګروامونو کې جنسیتي لیدلوري او په عامه ادارو کې د ښځو د ونډې پیاوړتیا مهم اړخونه شامل دي.

دا پروګرام د ملګرو ملتونو د پراختیایي سازمان (UNDP) په مالي مرسته او د ښځو چارو ادارې نړیوال سازمان (UN-Women) په تخنیکي همکارۍ پرمخ وړل کېږي.

ددې غونډې په پرانسته کې لومړۍ مېرمنې بي‌بي‌ګل رولا غني وویل: ((دا پروژه د جمهوري ریاست د چارو ادارې په نږدې همکارۍ پیل او مخته ځي.))

ددې پروګرام ۳۹ کارکوونکو په لسو وزارتونو او دوو خپلواکو ادارو کې په کار پیل کړی او تر اوسه یې درې روزنیزې غونډې د ملګرو ملتونو له بنسټونو سره ترسره کړې دي. دا کارکوونکي پر آنلاین ښوونیزو پروګروامونو هم بوخت دي.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس سید عبدالوحید قتالي په یاد پروګرام کې جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې په اړه عمومي انځور وړاندې کړ.

هغه په خپلو خبرو کې وویل، چې  د لومړۍ مېرمنې د لارښوونې پر اساس تر اوسه د ټولو ګمارل شویو کارکوونکو له ډلې یوازې یو تن یې نارینه دی.

په دغه پروګرام کې د ملګرو ملتونو پراختیایي سازمان رئیس جاسلین‌میسن او د ښځو چارو ادارې نړیوال سازمان رئیسې الیتا‌میلر هم ویناوې وکړې او جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام (GRB) په اړه یې معلومات وړاندې کړل. تر اوسه ۹۰ هېوادونو په مختلفو برخو کې د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام تطبیق پیل کړی دی. افغانستان دغه پروګرام په ۲۰۰۵ ز کال کې پیل کړی او له هغه وروسته د ۱۳۹۴- ۱۳۹۷ کلونو لپاره ستراتېژیک پلان او تدابیر د مالیې وزارت له لوري چمتو شوي، خو په سیستماتیک ډول یې تطبیق ستونزې لرلې، چې له دې وروسته به حل شي.

د لومړۍ مېرمنې د غوښتنې پر اساس، چې د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام او د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د ادارې په کچه مطرح و ؛  د ۲۰۱۷ کال په لومړیو کې د پلان‌جوړونې او جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې لپاره ګډه پروژه جوړه شوه.

په‌دې اړه راتلونکي ګامونه د پروژې د ښه ترسراوي لپاره له ادارو او وزارتونو سره د غونډو جوړول او  ظرفیت لوړولو لپاره د نويو استخدام شویو کارکوونکو لپاره د روزنیزو پرواګرمونو جوړول دي.

د یادولو وړ ده، چې جنډر ته د ځواب ویوونکې بودجې جوړونې پروګرام د پلي‌کېدو څلور میاشتنی راپور لومړۍ مېرمنې او د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کېږي.


شریکول