د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د زده‌کړو په برخه کې په فرصتونو، خنډونو او حللارو د خلکو او ارګ درېیمه مناظره ترسره شوه

۱۴ چنګاښ ۱۳۹۷

د «زده‌کړې: فرصتونه، خنډونه او حللارې» تر عنوان لاندې د خلکو او ارګ درېیمه مناظره، د تحصیلي او تعلیمي نظام د مختلفو اقشارو، دولتي چارواکو او د یونسکو او یونیسف دفترونو د استازو په ګډون، په جمهوري ریاست ارګ کې ترسره شوه.

د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهور رئیس سترې سلاکارې فرخنده زهرا نادري، پرانستونکې وینا وکړه او وې ویل، چې دا مناظره په لومړي او دویم دور کې ترسره شوې او هڅه دا ده، څو د ټولنې مختلف اقشار په مرکز کې پر دې مهمو موضوعاتو بحث وکړي او له دې لارې خپل غږ پورته کړي.

مېرمن نادري د خلکو او ارګ درېیمه مناظره د ملګرو ملتونو د واحدې مفکورې یوه برخه وبلله، چې سند یې جمهوررئیس غني ته وړاندې شوی دی.

په دې پروګرام کې په زېربنایي چارو کې د جمهوررئیس ستر سلاکار محمد همایون قیومي، د پوهنې وزارت د عمومي تعلیماتو معین محمد ابراهیم شینوارې، د لوړو زده‌کړو وزارت علمي معین عبدالتواب بالاکرزي او په افغانستان کې د یونسکو او یونیسف دفترونو په استازولۍ پټریشیا مک فلیپس ویناوې وکړې.

ویناوالو د پوهنې او لوړو زده‌کړو په برخه کې پرمختګونه د کمیت له اړخه پام وړ وبلل، خو ټینګار یې وکړ، چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو په کیفیت کې د ښه‌والي لپاره هم باید بنسټیز کارونه ترسره شي.

ویناوالو ټینګار وکړ، چې د پوهنې او لوړو زده‌کړو اوسنی نصاب د بازار د اړتیاوو په اساس نه دی تدوین شوی او بیاکتنې ته اړتیا لري.

د پوهنې او لوړو زده کړو وزارتونو د مسؤولینو په وینا، له نړیوالو معیارونو سره په مطابقت د تعلیمي او تحصیلي نصاب پر اصلاح کار روان دی او د بازار اړتیاوو ته به په‌کې ځای ورکړل شي.

هغوی یادونه وکړه، چې حکومت په پام کې لري، څو تر راتلونکو پنځو کلونو اویا سلنه ښوونځي په حرفوي ښوونځیو بدل کړي.

په زېربنایي چارو کې د جمهوررئیس سترسلاکار همایون قیومي، روزنیز بهیر ته د جمهوررئیس جدي پاملرنې ته په اشارې وویل، چې د جمهوررئیس غني په مشرۍ د بشري سرچینو عالي شورا غونډو ترسره کول ددې موضوع اهمیت ښیي.

هغه وویل، چې حکومت په پلان کې لري، څو تر راتلونکو دوو کلونو په ټول هېواد کې شپږ زره ښوونځي جوړ کړي.

ویناوالو، د بودجې او مالي امکاناتو کموالی، په پوهنې او لوړو زده‌کړو ارګانونو کې د نورو ارګانونو دخالت، او د قانون پر وړاندې د بې‌تفاوتۍ فرهنګ، د ښوونیز بهیر پر وړاندې عمده ستونزې وبللې.

ویناوالو، د نصاب بیاکتنه او انکشاف، د بازار د اړتیاوو پر اساس د نویو څانګو جوړول، د استادانو د ظرفیت لوړول، د لوړو زده‌کړو د تشکیلاتو بیاکتنه، کمو پرمختللو ولایتونو ته پاملرنه، علمي څېړنې، د ښځو د برخې زیاتېدل او د محصلانو لپاره د لوړو زده‌کړو د خدمتونو ښه‌کول، په هېواد کې د لوړو زده‌کړو د ښه‌والي لپاره د حکومت لومړیتوبونه وبلل.

ګډونوالو د پروګرام په پای کې پوښتنې او وړاندیزونه مطرح کړل. هغوی همدا راز دلکشا ماڼۍ هم ولیده.

«د خلکو او ارګ» مناظرو لړۍ د لومړي ځل لپاره د ۱۳۹۶ په چنګاښ میاشت کې، د ملګرو ملتونو په چارو کې د جمهوررئیس د سترې سلاکارې د دفتر له لوري د جمهوري ریاست په ارګ کې پیل شوه. دغه مناظرې د ډیموکراسۍ بهیر د بنسټيزه کولو او د ځواب وینې د فرهنګ عامولو په موخه ترسره کېږي.


شریکول