د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د ۷٫۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۸ چنګاښ ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او پنځه پنځوسمه اونیزه غونډه کې په ۷۳ تدارکاتي مواردو بحث وشو، چې په پایله کې د ۷٫۴۴ میلیارد افغانیو په ارزښت ۶۸ موارد منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې، د دایکنډي ولایت د نیلي ښار د سړک جوړولو پروژې قرارداد؛ د تخار ولایت د بنګي او اشکمش ولسوالیو د اوبو رسولو شبکې پروژې قرارداد؛ د سړک غاړې لښتي جوړولو ترڅنګ په کانکریټي ډول د دشت برچي د ۱۲،۳۸ کیلومتره فرعي سړک جوړولو قرارداد؛ له ازبیک ټېليکام سره د GB ۱۰  انټرنیټ قرارداد؛ د عدلیې وزارت د دفترونو لپاره د یوې ودانۍ کرایه کولو قرارداد؛ د ستارې او عبدالهادي داوي عالي لېسو او د ښار او کور جوړولو وزارت اړوند د سیمه‎ییزه ارګانونو خپلواکې ادارې د ودانۍ ترمیماتو قرارداد؛ د پخواني جمهور رئیس حامد کرزي د کور او دفتر ترمیماتو قرارداد؛ د حقوقي خدمتونو د وړاندې کولو لپاره د مشورتي خدماتو پروژې قرارداد؛ د کورنیو چارو وزارت اړتیا وړ غوښې قرارداد؛ د پولیسو د قطعاتو د دویمې او درېیمې برخې اړتیا وړ حبوباتو قرارداد؛ او د کورنیو چارو وزارت اوومې برخې اړتیا وړ سون توکو د تدارک قرارداد، شامل دي.

بل پلو د (BPHS) اساسي روغتیايي خدمتونو د عرضې ۱۸ قراردادونه د بیې لوړوالي د مودې تمدید دویمې شمېرې تعدیل او د (BPHS) اساسي روغتیايي خدمتونو د عرضې ۱۶ قراردادونو د بیې لوړوالي د مودې تمدید لومړۍ شمېرې تعدیل او د عامې روغتیا وزارت اړوند په ۳۱ ولایتونو کې د (EPHS) روغتونونو د خدمتونو د عرضې ۱۵ قراردادونه، ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړل.

پردې سربېره د مالیې وزارت اړوند د ګمرکونو د ۲۶ سایټونو د برېښنایي سیستم جوړولو په خاطر د (Main-Link) انټرنیټي خدمتونو د عرضې پروژې (د لوړې بیې سره د مودې غځولو) د تعدیل د منظورۍ غوښتنه او د ګمرکونو د ۱۹ سایټونو د برېښنایي سیستم جوړولو په خاطر د (Back-Up-Link) انټرنیټي خدمتونو د عرضې پروژه ملي تدارکاتو کمېسیون منظور کړه.

په همدې حال کې، د ملا تره خېل مدرسې د ۱۱۳۶ کسیزه لیلیې د ودانۍ جوړولو پروژې د مودې د غځېدو د منظورۍ د تعدیل غوښتنه؛ د سالنګ لویې لارې د بیارغاونې لپاره د پروژې ډېزاین د قرارداد د ورکړې غوښتنه  او د ۲۰۳  تندر قول اردو اړتیا وړ تازه مېوې د تدارک قرارداد؛ د نفوسو د احوالو ثبت مرکزي ادارې اړوند د تخنیکي او معلوماتي ټکنالوژۍ د تجهیزاتو تدارک؛ او  د هرات د پاشدان بند جوړولو په اړه د اوبو او انرژۍ وزارت وړاندیز شوی قرارداد هم د ملي تدارکاتو کمېسیون له لوري منظور شو.

له بل لوري ملي تدارکاتو کمېسیون، د ملي دفاع وزارت د اړتیا وړ ۳۸۷ قلمه درملو او طبي توکو غوښتنې؛ د حامد کرزي نړیوال هوایي ډګر د استحکاماتو جوړولو پروژې؛ د اوبو او انرژۍ وزارت اړوند د  ګلبهار ــ پنجشیر انتقالي لین او د پنجشیر سب‌سټیشن د تمدید پروژې وړاندیز شوي قراردادونه د لا زیاتې ارزونې په موخه بېرته وګرځول شول.

په کمېسیون کې پرېکړه وشوه، چې د جمهوري ریاست د چارو ادارې او د ښار او کور جوړولو وزارت ګډ پلاوی دې د یادو قراردادونو تخنیکي ارزونه وکړي او د هغو په رڼا کې دې تصمیم ونیول شي.

په دې غونډه کې، له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څېړونکي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو حضور درلود.


شریکول