د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

له لومړۍ مېرمنې سره د نسایي ولادي ډاکترانو غونډه

۱۰ زمری ۱۳۹۷

په افغانستان کې د نسایي ـــ ولادي ستونزو؛ فعالیتونو؛ خنډونو او حللارو د مطرح کولو په موخه له لومړۍ مېرمنې سره د نسایي ولادي او د ماشومانو د ناروغیو ډاکترانو د جمهوري ریاست په ارګ کې وکتل.

دغه ناسته د نسایي ــ ولادي لسګونه ډاکترانو او د نسایي ـــ ولادي ډاکترانو د ټولنې په همغږۍ ترسره شوه، چې په‌کې د مېندوارۍ په روغتیا کې د ښځینه ډاکترانو پر رول، د مېرمنو د سینې سرطان کچې پر لوړوالي، نسایي ستونزو او د هغو پر حللارو بحث وشو.

لومړۍ مېرمنې رولا بي‌بي ګل غني، د مور و ماشوم د مړینې کچې په کموالي کې د افغان ډاکترانو فعالیتونه وستایل او وې ویل، چې نسایي ـــ ولادي ډاکتران، چې یو ځواکمن مسلکي ټولګی دی، باید پخپلو وړتیاوو باور ولري او د خپلو کمیو په له منځه وړو کې باید مخکښ واؤسي.

په دې ناسته کې، د وضعیت پر ښه والي او د مور او نوزېږو ماشومانو د مړینې پېښو پر کموالي؛ د نسایي ــ ولادي ډاکترانو له مسلکي حقونو دفاع، د نسایي ــ ولادي ډاکترانو د مسلکي ظرفیت پر لوړونې، د اړیکو ټینګښت او له ملي او نړیوالو سازمانونو، تعلیمي او تحصیلي مؤسساتو او د مور و ماشوم او تنکیو ځوانانو د پلان ریاست سره د پالیسیو او ستراتېژیو د تطبیق په برخه کې پر ګډو هڅو او د میندو او ماشومانو د روغتیا لپاره د باکیفیته روغتیایي خدمتونو پر وړاندې کولو خبرې اترې وشوې.

ګډونوالو وویل، چې یو شمېر دولتي او غیر دولتي روغتونونه د هغوی د جذب لپاره لازم څه نه ترسره کوي او په همدې دلیل دی، چې نسایي ــ ولادي ناروغانو ته په سمه توګه رسېدنه نه کېږي.

د ډاکترانو په وینا، سره له دې چې د سینې سرطان د رامنځته کېدو مخنیوي لپاره څه نشي کېدای، خو پر وخت یې په تشخیص سره کېدای شي پر وخت ددې ناروغۍ درملنه وشي. ترلاسه شوي معلومات ښیي، چې د سینې سرطان د درملنې لپاره ناوخته په دې ناروغۍ د اخته مېرمنو اقدام، د هغوی د مړینې د کچې زیاتوالي لامل ګرځي. په همدې اساس، د سیمې هېوادونو په پرتله دا ناروغي په افغانستان کې د ډېرو مېرمنو ژوند اخلي.


شریکول