د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د ۵٫۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد په ملي تدارکاتو کمېسیون کې منظور شول

۱۴ زمری ۱۳۹۷

د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په یو سل او نهه پنځوسمه غونډه کې د ۵٫۶ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۶ تدارکاتي موارد منظور شول.

په منظور شویو قراردادونو کې له تورخم بندر څخه د ۱۱ ولایتونو د مرکزي سیلو ذخیرو ته د څلوېښت زره ټنه غنمو لېږد پروژې؛ د ۱۳ کیلومټرو په اوږدوالي د جلال‌آباد هجرت کلي سړک؛ د سپین بولدک د شورابک سړک جوړولو دویمه برخه؛ د پدوله سړک جوړولو چارې؛ د ۲۰۲ شمشاد زون اړوند د امنیه قوماندانیو د دوه قلمه غوښې تدارک؛ د مرکز او ولایتونو د لیلیو د ۱۵ قلمه اعاشوي توکو برابرول او تدارک؛ د بدخشان د خاش ولسوالۍ د ذخیرو ترمیم او عایق‌کاري؛ د شمالي سالنګ لویې لارې د سړک ترمیمات؛ د دولت ـــ دولت (G2G) قرارداد پر اساس د واخان دهلېز د نوري فایبر د سروې تمدید او له وړاندې جوړو شویو قطعاتو له ټکنالوژۍ څخه په استفادې د څلورو ښوونځیو جوړول شامل دي.

د غونډې ګډونوالو د کورنیو چارو وزارت د دوه قلمه غوښې د تدارک قرارداد د ارزونې پرمهال ټینګار وکړ، چې د دغه وزارت د ټولو قراردادونو د ارزونې ترڅنګ، په ولایتونو کې د هغو فهرست او ادرسونه دې د جمهوري ریاست له عالي مقام سره شریک شي، څو والیان او د ولایتونو امنیه قوماندان د هغو پر اساس پر قراردادیانو او قراردادونو څارنه وکړي. همدا راز د پولیسو له ټولو ځواکونو پر ټلیفون پر سروې ټینګار وشو، څو د دغو موندونو پر اساس له سرغړونکو قراردادیانو سره قانوني چلند وشي.

په همدې حال کې د عامه او خصوصي مشارکت څخه په استفادې د کجکي برېښنا بند د دویم فاز جوړېدو په تړاو د تعدیلونو وړاندیز؛ له واحدې ملي سرچینې څخه په استفادې د ستر‌درستیز د روغتیایي قوماندانۍ ۳۸۷ قلمه درمل، طبي لوازم او د لابراتوار ریجنټونه او د مزار شریف د ښار په داخل کې د سړکونو جوړولو اضافه کارۍ او په قرارداد کې یې له واحدې سرچینې څخه استفاده او له لومړني قرارداد څخه د بیې زیاتوالی او د DBST برخې حذف، د کمېسیون له لوري منظور شول.

له بل لوري د تخار ولایت د خواجه بهاءالدین ـــ ینګي قلعه ولسوالۍ او ماواری کوکچه د سړک دویمې برخې جوړولو او د فاریاب ولایت د المار بند د ډيراین او جوړولو قرارداد د کمېسیون له لوري تایید شو.

همدارزا کمېسیون له ایران څخه هرات ته د وارداتي برېښنا د پرچاوۍ ستونزې د حل او ددې ولایت د برېښنا د تأمین په موخه له واحدې سرچینې په استثنایي ډول د تجهیزاتو برابرولو او تدارک په اړه د برېښنا شرکت وړاندیز تأیید او یاد شرکت ته یې لارښوونه وکړه، چې له کورنیو تولیداتو د ملاتړ لپاره دې خریداري له کورنیو تولیداتو وکړي.

د کمېسیون غړو وزارتونو ته لارښوونه وکړه، چې په قراردادونو کې د لا زیاتې سیالۍ په موخه باید له کوچینو او متوسطو شرکتونو ملاتړ وشي او له شرکتونو یې وغوښتل، چې د خپل مسلکي ظرفیت په لوړونې کار وکړي، څو په راتلونکې کې لویې پروژې تطبیق کړای شي.

په دې غونډه کې له فساد سره د مبارزې پارلماني کاکس، د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحدو ایالتونو د څارنې ځانګړي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.


شریکول