د جمهور رئیس خبرې
صنعتکاران، دولت او ټولنه د افغانستان د ثبات او هوساینې نجیبه مثلث بولو. ددې مثلث عمده رکن، د افغانستان صنعتکاران دي؛ هغه هېواد چې تولیدونکی نه وي، هېواد نه دی. زموږ صنعتکار، زموږ د ټولو اقتصادي لیدلوریو او اقتصادي پالیسیو اصلي رکن دی.

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې پروګرام پیل شو

۱۵ زمری ۱۳۹۷

د جمهوري ریاست د چارو ادارې د خدماتي کارکوونکو لپاره د سواد زده‌کړې کورس د لومړۍ مېرمنې جلالتمآب رولا بي‌بي ګل غني، د جمهوري ریاست د چارو ادارې عمومي رئیس او د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو معین په حضور کې پرانستل شو.

لومړۍ مېرمنې رولا بي‌بي ګل غني ددې پروګرام د پرانستو په مراسمو کې د لوستو او لیکلو اهمیت ته په اشارې وویل، چې سواد زده‌کړه او د بېسوادۍ له منځه ډول د پایداره پراختیا له هغو اهدافو څخه دي، چې ترسره کېدل او تطبیق یې د افغانستان لپاره اړین او لومړیتوب لري.

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو معین ډاکتر سردار محمد رحیمي وویل، چې د وزیرانو شورا د مصوبې پر اساس باید ټول خدماتي کارکوونکي په روزنیزو پروګرامونو کې تنظیم شي، څو د سواد له نعمت څخه برخمن شي. هغه زیاته کړه، چې ددې پروګرام په لومړي دور کې به د جمهوري ریاست د چارو ادارې ۲۵ خدماتي کارکوونکي په ۹ میاشتو کې ورزول شي.

د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو معین وویل، چې د افغانستان د اساسي قانون او د افغانستان د پوهنې قانون پر اساس، ټول وزارتونه او دولتي خپلواکې ادارې د سواد د پراختیا او د بېسوادۍ په له منځه وړو کې ګډ مسؤولیت لري.

د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د لومړۍ مېرمنې دفتر په هېواد کې د بېسوادۍ کچې د راکمولو لپاره د پوهنې وزارت د سواد زده‌کړو له معینیت سره د سواد زده‌کړو درې زره جلده کتابونو مرسته وکړه. پر دې سربېره یې د سواد زده‌کړو د ټولګیو لپاره د ټاکنیزې الفبا ۱۰۰۰ جلده کتابونه هم چاپ او ووېشل.

دغه پروګرام به تر هغو دوام لري، څو د جمهوري ریاست د چارو ادارې ټول خدماتي کارکوونکي لیکل او لوستل وکولای شي.


شریکول