د جمهور رئیس خبرې
له جغرافیایي اړخه د آسیا په زړه کې په موقعیت او له تاریخي اړخه د هند د شبه‌قارې د دروازې په توګه، افغانستان اماده دی، چې د آسیا د څلور لارې په توګه عمل وکړي. دا مرسته نه ده، بلکې مارکېټ، ترانزیټي پانګونې او سیمه ییزو همکاریو ته لاسرسی دی، چې موږ د هغه له لارې د نړیوال او سیمه‌ییز ثبات د عامل په توګه د پرمختللو دولتونو او هېوادونو په کتار کې د خپل برحق مقام د ترلاسه کولو په لټه کې یوو.

د جمهوری ریاست عالی مقام دفتر لوی ریاست

د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست، د جمهوررئیس د کار دفتر دی، چې په اساسي قانون کې د جمهوررئیس د درج شویو صلاحیتونو او دندو د تعمیل اساسي سرچینه ده.

دغه اداره د فرمانونو، احکامو، لارښونو او په بېلابېلو برخو کې د جمهوررئیس د پروګرامونو د عملي کېدو لپاره د اسانتیاوو رامنځته کوونکې ده او له جګپوړو چارواکو سره د دولتي اراکینو اړیکې ټینګوي.

د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست د جمهوري ریاست په ارګ کې موقعیت لري او د جمهوري ریاست د بنسټ په توګه په کور دننه او بهر کې له ټولو دولتي او غیر دولتي ادارو سره د جمهوررئیس کاري اړیکې رامنځته کوي او منسجموي.

دغه اداره پخپل جوړښت کې درې معاونیتونه لري، چې د جمهوري ریاست عالي مقام دفتر لوی ریاست تر رهبرۍ لاندې خپلې ورسپارل شوې دندې پرمخ وړي:

  • د پالیسۍ، څارنې او ارزونې معاونیت
  • د رسنیو او ستراتېژیکو اړیکو معاونیت
  • د سرچینو او ادارې معاونیت